د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د پروان ولايت ګل‌غونډۍ ته د سېلانيانو ورتګ کم شوی دی


پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه
پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه

ګل‌غونډۍ په خپلو ارغوانو مشهوره د پروان مرکز چاريکار لوېديځ لور ته پرته تفریحي سیمه.

د ارغوان ګلونه چې د پسرلي په موسم کې غوړيږي هر کال یې د افغانستان له ګوټ ګوټ نه خلک د لیدلو لپاره ګل‌غونډۍ ته راځي، خو د مېله کوونکو په خبره، سږ کال د تېرو کلونو په پرتله ډېر خلک نه‌شته.

ذبيح‌الله فضلي چې له کابل ولايت څخه د پروان ولايت ګل‌غونډۍ سيمې ته د تفريح لپاره راغلی ازادي راډيو ته یې وويل، يادې سيمې ته د خلکو د ورتګ کمېدو تر ټولو لوی لامل اقتصادي ستونزې دي.

نوموړی وايي: "اکثره کسان له خپلو فاميلونو سره يو ځای راځي، له‌دې محيط خوند اخلي، خو متاسفانه له سياسي تحول وروسته د کورنيو راتګ کم‌رنګه شوی دی، مخکې به دلته ډېرې کورنۍ راتلې، بيروبار به زښته زیات و."

پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه
پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه

د لغمان ولايت اوسېدونکی محمديوسف هوتک چې له خپلو ملګرو سره د ګل‌غونډۍ مېلې ته راغلی ورته خبره کوي.

نوموړی وايي: "مخکې به ډېر خلک دلته راتلل، موږ اوس دلته راغلي يو، تمه دا وه چې د مخکې په رقم بيروبار به وي، خو په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې هغه بيروبار دلته نه‌شته، د خلکو اقتصاد کمزوری شوی دی، دوی نه‌شي کولی چې دلته راشي د مېلې لپاره، خدای ج دې وکړي چې ې خلکو ته د کار زمینې برابرې شي."

خو په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې هغه بيروبار دلته نه‌شته

ګل‌غونډۍ مشاعرو او فرهنګي جشنونو ته جوړه سيمه ده چې، په تېر جمهوري نظام کې به دلته فرهنګي جشنونه هم جوړېدل.

د پروان ولايت ځايي ليکوال او فرهنګ‌پال شاه محمد بشير یې په پراخېدو ټینګار کوي او وايي، دا چې د پسرلي موسم دی، دغلته دې فرهنګي جشنونه جوړ شي او د هېواد له ټولو سيمو دې ورته ليکوالان او فرهنګ‌پال راوغوښتل شي.

ښاغلی بشير وايي: "پروان يو له ښېرازه او سرسبزو ولايتونو څخه دی چې، ګڼ شمېر تفريحي سيمې او ځايونه لري، يوه ښه بېلګه يې د ګل‌غونډۍ سيمه ده چې هر کال پسرلي کې په‌کې ګڼ مېله‌وال وي. غوښتنه مو دا ده چې دغسې سيمو کې دې فرهنګي پروګرامونه جوړ شي، د کتابونو نندارتون دې جوړ شي او مشاعرې دې ترسره شي."

پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه
پروان کې د ګل‌غونډۍ تفريحي سيمه

د طالبانو په بياځلي واکمنۍ کې هم تېر کال پر ګل‌غونډۍ کې یوه وړه مشاعره جوړه شوې وه.

د پروان ولايت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعات او فرهنګ رئيس مولوي شمس الحق صديقي ازادي راډيو ته وويل، دوی به نږدې ورځو کې په ګل غونډۍ کې بیا یو فرهنګي پروګرام جوړ کړي.

"د ارغوان جشنواره تقريبا په ۱۳۹۱ کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سره رسماً ثبت شوې ده

نوموړي وويل: "د ارغوان جشنواره تقريبا په ۱۳۹۱ کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت سره رسماً ثبت شوې ده، چې له هغې را وروسته هر کال دا نمانځل کېدله، تېر کال هم د ارغوان جشواره موږ ونمانځله، چې په هغې کې موږ سره شاعرانو او ليکوالانو، د هېواد له ليرې او پرتو سيمو څخه فرهنګي ځوانانو ګډون کړی و، سږ کال هم په نږدې ورځو کې ان‌شالله زموږ اراده ده چې دا ګل ښه وغوړيږي نو دلته به جشنواره جوړوو او مېلمانه به راغواړو."

خلک داسې مهال تفريحي ځايونو ته د سېلانيانو د ورتګ د کمېدو خبره کوي، چې د طالبانو له بياځلي واکمنېدو وروسته پارکونو او تفريحي ځايونو ته د مېرمنو په تګ بنديز ولګېدو، چې په دې سره د کورنیو ورتګ ورته کم شو دی، یوازې نارینه ورځي او هغه هم په ډېر کم شمېر.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG