د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

د پکتیا یو شمېر ځوانان: ګردېز ښار کې د تفرېح مناسب ځای نه‌لرو


ارشیف، د ګردېز ښار
ارشیف، د ګردېز ښار

په پکتیا کې یو شمېر ځوانان وایي، په مرکز ګردېز او شاوخوا سیمو کې د تفریح لپاره داسې مناسب او معیاري پارک نه‌لري چې دوی له خپلو ملګرو او کورنیو سره ورشي.

دوی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، څو، څو ځله یې یاده غوښتنه له اړونده ادارو سره شریکه کړې، خو چا یې غږ نه‌دی اوریدلی:

"نوم مې محمد ریاض دی، د تفرېح ځایونه په پکتیا کې هېڅ نشته، یو دوه پارکونه یې جوړ کړي، خو هغه هم داسې دي چې د خلکو هلته تسلي نه‌کېږي چې لاړ شي.

-نوم عزیز الرحمن شفق دی، په رښتیا هم په پکتیا، په ټول زون کې داسې د تفریح ځایونه نشته چې مینه‌وال ورشي. "

دوی وایي، د ښاروالۍ ریاست په بودجه کې د ګردېز ښار د لوړ پوړیزو ودانیو په سیمه کې یو پارک جوړ شوی چې د نه پاملرنې له امله اوس د استفادې وړ نه دی.

د ګردیز ښار
د ګردیز ښار

ددې ولایت یو تن اوسېدونکی تلاش احمدزی یې په اړه وايي: "په پکتیا کې هېڅ د تفریح ځای نشته، یوازینی یو پارک دی چې هغه د بلند منزلو په ساحه کې جوړ شوی دی د ښاروالۍ له‌خوا چې هغه هم په نشت حساب دی. "

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد د ځوانانو یاده غوښتنه پرځای بولي،خو وایي، د امکاناتو محدودیت یې په وړاندې ستر خنډ دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې پارکونه خصوصي سکتور ته وسپاري، څو هغوی پکې پانګونه وکړي: "په تېرو وختونو کې د ګردېز ښاروالي په‌دې برخه کې کومه خاصه لاسته راوړنه نه درلودله، ولې په اوس وختونو کې موږ پر درېیو پارکونو کار کړی چې یو پارک پخوانی دی چې پرې کار کوو څو یې خصوصي سکتور ته ورکړو."

که څه هم د پکتیا مسؤلین د تفریحي ځایونو په برخه کې د پرمختګونو خبره کوي، خو یو شمېر دغه ځوانان بیا وایي چې څو- څو ځله ورسره همداسې ژمنې شوي، خو لا تراوسه نه‌دي عملي شوي.

راپور: احسان ارین-پکتیا

XS
SM
MD
LG