د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

کابل ښاريان: تفريحي پارکونو کې د ماشومانو د لوبو ډېری وسايل مات شوي


کابل کې يو پارک
کابل کې يو پارک

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، ماشومانو ته یې د تفریح لازمه زمینه نه‌ده برابره.

دوی وايي، مخکې د دوی استوګنیزو سیمو ته څېرمه، پارکونو کې ماشومانو ته د لوبو ځني وسایل موجود و، چې ماشومان به ورتلل، خو دغه وسایل د زیاتې استفادې له امله مات او غیرفعاله شوي دي.

زموږ غوښتنه دا ده چې دا باید بېرته ورغول شي."

دوی غوښتنه کوي، چې دا وسایل دې بېرته ورغول شي.

د کابل ښار اوسېدونکی عاشق الله وايي: "پارکونو ته چې ځو د ماشومانو د لوبو ډېری ځایونه، وسایل، یخمالکونه، چې ماشومان ورسره لوبې کې خرابه شوي، زموږ غوښتنه دا ده چې دا باید بېرته ورغول شي."

دغه راز د کابل يوه اوسېدونکې مينه وايي: "ډېرو پارکونو کې د ماشومانو د لوبو وسایل خرابه شوي، دا ټول وسایل ترمیم غواړي او بیا دې ترمیم شي، ځکه ماشومان ضرورت لري چې لوبې وکړي."

د کابل په يوه پارک کې ماشومان د لوبو پر مهال، انځور - ارشيف
د کابل په يوه پارک کې ماشومان د لوبو پر مهال، انځور - ارشيف

کابل ښاریان وايي، که څه هم اوس ژمی دی او ماشومان ډېر بهر نه وځي، خو د دوی په خبره دا ستونزه د اوس نه‌ده او ان له تېرو کلونو او تېر نظام راهیسې موجوده ده.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې کابل ښاروالي وايي، دوی به هڅه وکړي، چې دا وسایل جوړ کړي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "د ماشومانو د لوبو د وسایلو د ترمیم په برخه کې، کابل ښاروالۍ په مشخص ډول خپل مسوولیتونه احساسوي او موږ یو ریاست لرو په نوم د ریاست حفظ و مراقبت کار، چې د دوی همدا دنده چې زېربناوې ترمیم کړي."

د کابل يو پارک کې يو ماشوم د لوبو پر مهال، انځور - ارشيف
د کابل يو پارک کې يو ماشوم د لوبو پر مهال، انځور - ارشيف

ښاغلی بارکزی وايي، کوم نوي پارکونه هم، چې د دوی له‌خوا جوړېږي د ماشومانو د تفریح موضوع ته به په‌کې پام وشي.

د نوموړي په خبره، په کابل کې ټول ۱۴۰ تفریحي پارکونه شته او ډېر ژر به د نادرخان په غونډۍ هم یو نوی پارک جوړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې پر افغان ښځو د محدودیتونو د لګولو په لړ کې، تفریحي پارکونو ته د ښځو پر تګ هم بندیز ولګاوه، چې په دې سره په یو ډول، د مېندو تر څنګ ماشومانو هم له تفریح کولو راګرځول شوي دي.

XS
SM
MD
LG