د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د طالبانو محدودیتونه؛ خلک: د مېله ځايونو خوند پيکه شوى


ارشيف: د افغانستان يو پارک
ارشيف: د افغانستان يو پارک

د جمعې په ورځو تفریحی سیمو او د طبیعت شنو غرونو لمنو ته تلل د افغانستان د خلکو په تېره بیا د کابل د خلکو له ډېر پخوا راهیسې دود دی.

خو یو شمېر هغه کسان چې مېلو ته د تګ او تفریح کولو لېواله دي وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته مېلو خپل پخوانی خوند او فضا له لاسه ورکړې ده.

د کابل اوسېدونکې شيرين ګله چې د ډېرو نورو کورنيو په څېر مېلو ته تلل یې خوښېږي، وايي چې پخوا به د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې له خپلې کورنۍ سره تفريحي پارکونو ته تلله.

خو شیرین ګل وايي، د طالبانو له خوا په بېلابېلو برخو کې د نويو محدوديتونو په لګولو سره اوس دومره میلو ته د تللو شوق نه لري.

نوموړی وايي:

"پخوا به ډېر وخت مېلو ته تللو، د کورنۍ ټول غړي به یو ځای وو، د مېلو له ځای څخه به مو خوند اخیست، خو اوس بندیزونه زیات شوي او نور مېلو ته تللو شوق نلرم."

هغه وایې: په پخوانيو حکومتونو کې مېله ځایونو ته تلو بېل خوند درلود، چې د دې په خبره اوس هغسې نه ده.

د جمعې په ورځو او نورو مناسبتونو کې تفریحي سیمو شنو غونډیو ته تلل د افغانستان د خلکو په منځ کې یو پخوانی دود دی.

لسیزې وړاندې، حتی هنرمندان او ممثلین به په ډلییز ډول د کابل بڼونو ته تلل، ټوله ورځ به یې سندرې ویلې، تمثیلي ټوټې به یې اجرا کولې او له خپلو کورنیو سره به یې پخلی کاوه.

افغانستان کې پارک شهر
افغانستان کې پارک شهر

له بلې خوا، یو شمېر کورنیو به هر کال په ځانګړو مناسبتونو لکه نوروز، اختر او د خپلواکۍ په ورځو کې د ښه وخت د تېرولو لپاره دغو تفریحي ځایونو ته تلل.

داسې ځايونو ته په تللو سره به يې په خوښۍ شړۍ هوارولې او د موسيقي تر به څنګ ښځو پخلی کاوه، نارينه و به قطعې او د شطرنج لوبې کولې او ماشومانو به هم محلي لوبې.

ځینې کورنۍ شته چې همدا اوس له محدودیتونو سره سره هم میلو ته ځي.

غلام رسول چې د کابل اوسېدونکی دی وايي، چې اوس هم کله ناکله له خپلې کورنۍ سره مېله ځایو ته ځي، خو حاکمې فضا او شته محدوديتونو د مېله ځایونو هغه پخوانی جم او جوش او د دوی رضايت او خوښي کمه کړې ده.

نوموړي وويل:

"ما د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو یا دوه ځله هڅه وکړه چې مېلې ته ولاړ شم، خو خوښه مې نه وه ځکه چې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې او فضا خوندوره نه ده او بندیزونه هم زیات شوي دي."

د طالبانو د حکومت په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لورې د ښځو پر تګ راتګ، د ښځو او نجونو د جامو پر څرنګوالې او د نارینه وو د لباس پر څرنګوالې وروستې لګول شوي محدودیتونه مېلو ځایونو ته د خلکو د تللو پر لېوالتیا هم بې اغېزې نه دي.

وروستی اقتصادي ناورین هم د کورنۍ تفریح د کمېدو یو لامل ګڼل کیږي.

٥٥ کلن عبدالمجيد وايي چې په هېواد کې له وروستيو بدلونونو وروسته يې اقتصاد ښه نه دی.

نوموړی، وايي چې د خپلې کورنۍ لګښتونه په سختۍ سره پوره کوي او مېلو ته د تللو په اړه حتی فکر هم نه کوي.

"ما یو موټر درلود چې د رخصتیو او په ځانګړې توګه د جمعې په ورځو کې به له خپلې کورنۍ سره یو ځای پغمان درې، قرغې بند، سروبي او جلال اباد ته په مېله تللو، خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته یو ځل هم نه یو تللو، ځکه چې د لګښتونو توان یې نلرم. "

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په مشرۍ د کابل ښاروالۍ وايي، یوازې په کابل کې تر ۱۰۰ ډېر تفریحي ځایونه شته.

د دې ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډيو ته وویل:

"په کابل کې ۱۳۹ پارکونه شته چې کابل ښاروالۍ یې د خړوبولو، ساتنې او پالنې دنده پر غاړه لري او دا پارکونه ټول د کابل په بېلابېلو سیمو او ناحیو کې فعال دي."

د ګل غونډۍ دره چې د پسرلي موسم کې سلګونه خلک د تفريح لپاره ورځي
د ګل غونډۍ دره چې د پسرلي موسم کې سلګونه خلک د تفريح لپاره ورځي

خو ښاغلي بارکزي دغو پارکونو ته د خلکو پر تګ راتګ د طالبانو د حکومت د لګول شویو محدودیتونو په اړه څه ونه ویل.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزرات د وزارت د چارواکو نظر هم واخلو، خو هغوی له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو مخکې ویل شوې وه، چې د طالبانو د حکومت لخوا پارکونو ته د تګ ورځې د ښځو او نارینوو تر منځ مشخصې شوې او د کورنیو لپاره کوم ورځ په کې نشته.

د قرغې بند، د چهلستون باغ، پارک شهر، ځاځی تفریحي پارک، وزیر اکبر خان غونډۍ، مرجان غونډۍ، بابر باغ، باغ زنانه، تخت استالف، د پغمان دره او کابل ژوبڼ د کابل ولایت یو شمېر مشهورې تفریحي سیمې دي.

خو ايا مېله ځایونو ته تلل او په ژوند کې مېله کول يوه جدي اړتيا ده؟

ارواپوه شرف الدین عظیمي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل:

"د ارواپوهني علم له نظره، په ژوند کې بدلون او په فضا کې بدلون چې یو انسان ته خوښي ورکوي د انسانانو په ذهن او فکر مثبت اغېز لري. مېلو ته تلل یو ډول تنوع ده چې د انسان په هورمونونو ښه اغیزه لري."

خو اوس چې د ملګرو ملتونو په وینا په افغانستان کې بې وزلي مخ په زیاتېدو ده، یو شمېر کابلیان وايي چې دوی مېلو ته تګ هېر کړی او حتی هڅه کوي چې په رخصتیو کې مېله ځایونو د تګ په ځای هڅه کوي د خپلو کورنیو لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG