د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د پکتیا ځينې اوسېدونکي: د سیل او تفریح لپاره معیاري ځای نه لرو


د ګرديز ښار يوه څنډه
د ګرديز ښار يوه څنډه

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې ولایت کې لا هم د تفریح او د ځوانانو د ساعتیرۍ لپاره ځانګړی مناسب پارک یا بل د تفریح ځای نه لري.

څلور دېرش کلن سعید زیارمل د لوګر ولایت اوسېدونکی دی او له تېرو ۱۳ کالونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې یې کار کړی.

دی وایي، درې کالونه کېږي، چې په پکتیا کې له یوې غیردولتي ادارې سره کار کوي، خو د نورو ولایتونو په پرتله یې دلته ځینې وخت له دې امله زړه تنګېږي، چې په مرکز ګردېز او ورڅېرمه ولسوالیو کې د څو شیبو د ساتیري لپاره مناسب تفریح ځای نه شته.

ده ازادي راډیو ته وویل: "مثلاً نورو ولایتونو کې چې ما دنده وه، ننګرهار، میدان وردګ، کابل یا ارزګان، که څه هم جنګونه هلته هم شته، خو چې کله به وضعیت شه کېده، نو د تفریح لپاره زمینه برابره وه او ښه، ښه ځایونه په کې و، خو پکتیا د نورو ولایاتو په نسبت دا کمبود لري."

د سیدعالم په نوم یو افسر چې کالونه په نورو ولایتونو کې د جګړې په اوله کرښه کې جنګېدلی، کابو دوې میاشتې کېږي، نوې دنده یې په ګردېز کې پیل کړې، خو وایي، په غیر رسمي وخت کې یې د تفریح لپاره تر اوسه په ښار کې مناسب ځای نه دی موندلی.

د دې ولایت اوسېدونکی احسان، احسان وایي، هغه مهال ډېر خفه او زړه نیولی وي، چې له نورو ولایتونو ورته مېلمانه او دوستان راشي خو دی هغوی ته د چکر او تفریح لپاره مناسب ځای نه لري.

د ګرديز ښار
د ګرديز ښار

هغه زياتوي: "ځوانان او ځینې کورنۍ وخت ناوخت تفریح ته اړتیا لري، نو داسې ځای نه لري، چې امن وي، ښه ساحه وي، ارامه وي، تول خوراکي توکي په کې پیدا شي او ښکلی طبیعت ولري، نه جوړېدو لامل یې یا خو بودیجه ورته نه شته، ښاروالۍ چې کوم پارکونه جوړ کړي، هغه ستندرد نه دي او مناسبه بودیجه پرې نده مصرف کړې."

خو د پکتیا لیرې پرتې ولسوالۍ بیا د مرکز او یو شمېر نورو سیمو په څېر نه دي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ ښکلا بیا په دې وروستیو کې نه یوازې د دې ولایت اوسېدونکي جذب کړي، بلکې د نورو ولایتونو څخه هم ګڼ ځوانان د دغې ولسوالۍ د ښکلاګانو لیدو ته ورځي.

خو تګ یې د زمري زړه غواړي، لاره یې ناامنه، سړک یې کنډ کپر او په ځینو برخو کې خام دی.

د پکتیا د ولایت مقام ویاند عبدالرحمن منګل وایي، په مرکز ګردېز کې د ښاروالۍ له لوري درې پارکونه رغول شوي او هیله من دی، چې په نږدې راتلونکي کې خلکو ته د اریوب ځاځیو ولسوالۍ د ملي پارک په نومولو زېری هم ورکړي.

هغه وویل: "ځاځي اریوب ولسوالۍ د منډایر سیمې د ملي پارک د نومولو طرحه نهایي شوې له مرکز سره به شریکه شي، د دې سیمې د ملي پارک په نومولو سره به هېوادولو ته کار زمینه برابره شي او سیلانیانو ته په شمېر کې به هم زیاتوالی راشي او مناسب ځای به ولري."

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، د نهو ولسوالیو د لویې لارې د دایمي امن لپاره به ځای پر ځای نوې پوستې جوړې کړي، چې په وینا یې په دې کار سره که له یوې خوا د نهو ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ لپاره اسانتیاوې رامنځته کېږي، له بلې خوا د نورو ولسوالیو او ولایتونو خلکو ته د اریوب ځاځیو په څېر د ښکلو سیمو د لیدو زمینې هم برابرېږي، څو ډېر خلک وتوانېږي، د دې سیمې له طبیعي ښکلا خوند واخلي او څو شیبې په کې په ارامۍ تېرې کړي.

XS
SM
MD
LG