د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

ګردېز کې د تفريحي پارک بنسټ ډبره کېښودل شوه


د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د نېږدې ۲۲ ميلیونه افغانيو په لګښت د يو تفريحي پارک جوړېدلو بنسټ ډبره کېښودل شوه او د ولايتي چارواکو له لوري ژمنه وشوه چې د دغه پارک د بشپړېدو چارې به په ۱۰ مياشتو کې سرته رسېږي.

د دغه پارک د پرانیستنې په مراسمو کې د پکتيا والي نصرت‌الله ارسلا او ګردېز ښاروال تر څنګ قومي مخورو ولايتي شورا غړو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال د پکتيا والي نصرت‌الله ارسلا وويل چې په ګردېز کې د منظمو پارکونو د نشتوالي له امله دوی د دغه پارک جوړېدو لپاره اقدام وکړ او په خپله به‌يې د جوړېدو له چارو څارنه کوي.

ښاغلي ارسلا زیاته کړه:

"په ګردېز ښار کې موږ تقريباً يو يا دوه پارکه لرو چې هغه هم منظم نه‌دي، موږ ځکه د دغه پارک اقدام وکړ چې کارونه‌يې په منظم ډول ترسره شي او چارې به‌يې په خپله له نېږدې وڅارم."

نوموړي دا هم وويل چې په پکتيا کې به د نورو پارکونو د جوړېدو لپاره زمينې برابرې کړي او هڅه به وکړي چې ډېر ژر د ځوانانو د سالمو بوختياوو او تفرېح لپاره نوي تفرېح ځايونه جوړ کړي.

د ګردېز ښاروال عصمت‌الله خالد د پارک جوړېدو او لګښت ورکولو په اړه څرګنده کړه چې د دغه پارک ټول لګښت د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي.

ښاغلي خالد زیاته کړه:

"د ګردېز ښار په بلند منزلونو ساحه کې دغه پارک په لس جريبه ځمکه کې جوړېږي چې ۲۱،۷۱۲۰۰۰ يويشت ميلیونه اوه لکه دولس زره افغانۍ لګښت پرې راځي چې ټوله بودجه‌يې د ښاروالۍ له بودجې څخه ورکول کېږي، د دغه پارک چارې به په منظم ډول په لسو مياشتو کې پای ته ورسېږي او د دغه پارک ښېګڼه دغه ده چې په اوو برخو د اوبو حوض، د لوبو ميدانونه، د تفرېح وسايل، کانتين، پارکېنګ او ډېرې نورې اسانتياوې به ولري چې همدغه ځانګړنې پارک ته ښکلا وربښي او په عالي کيفيت جوړېږي."

نوموړي وويل، ښاروالۍ په پلان کې لري چې د ګردېز ښار په اړوندو سيمو کې د مناسبو ځايونو په پيدا کولو سره تفرېحي پارکونو شمېر زيات کړي او چارې به‌يې بشپړې کړي.

پخوا تر دې په ګردېز ښار کې يو تفريحي پارک موجود وو چې د ځوانانو لپاره‌يې بسنه نه‌کوله او په هغو معيارونو چې د تفرېح لپاره بايد پارک اسانتياوې ولري نه‌و برابر.

XS
SM
MD
LG