د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

کابل کې د ارغوان په نوم د باسېکل ځغلونې سیالۍ پېل شوې


د افغانستان د ملي المپیک کمېټې مسؤلین وایي، په کابل کې د ارغوان په نوم د باسېکل ځغلونې سیالۍ پېل شوې.

د افغانستان د ملي المپیک کمېټې د خپرونو مسؤل منور شهزاد نن شنبې ازادي راډیو ته وویل چې دغه سیالي له کابل څخه تر ګل‎غونډۍ پورې ترسره کېږي چې له بېلا بېلو ولایتونو څخه له ۷۰ زیات لوبغاړي په کې ګډون لري.

د شهزاد د معلوماتو له مخې د دغې سیالۍ فاصله ۷۰ کېلو مټره ټاکل شوې چې له کابله ترګل‎غونډۍ پورې ده.

د باسېکل ځغلونې دغه سیالۍ هر کال ترسره کېږي چې هدف يې د باسېکل ځغلونې د لوبې وده ده.

XS
SM
MD
LG