د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د اختر ورځې څنګه تېرېږي؟


انځور: کابل پارک شهر
انځور: کابل پارک شهر

یو شمېر عام خلک وایي د امنیتي اندېښنو تر څنګ د اقتصادي ستونزه له امله هم نه شي کولای د اختر په ورځو کې تفریحي ځایونو او مېلو ته لاړ شي.

نن په افغانستان د کوچني اختر دویمه ورځ ده خو په تفریحي ځایونو کې د خلکو د مېلو او ګڼه ګوڼه کمرنګه برېښي او اختر هم د خلکو د شور او شوق د نشتون له امله د تېر کال په پرتله کمرنګه دی.

دوی دغو تفریحي ځایونو ته د نه تګ دلیل اقتصادي ستونزې یادوي.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې مریم ازادي راډیو ته وویل د تېرو کلونو اختر به یې په ښه توګه نمانځه او په دې ورځو کې به یې د خپلوانو کورونو تر څنګ مېله ځایونو ته هم تلل.

نوموړې وويل: "د تېرو اخترونو په ورځو کې به د خپلوانو تر لیدو وروسته پارکونو او مېله ځایونو ته تللو، مېله به مو کوله په دې اختر کې د اقتصادي ستونزو له امله مو ونه شو کړای چې چېرې ولاړ شو یوازې د یو څو دوستانو کره ولاړو او بس."

مریم وایي که څه هم ماشومان یې ټینګار کوي چې پارک شهر ته یې بوځي خو دې له اقتصادي ستونزو له امله ونه شو کړای چې غوښتنه یې پر ځای کړي.

د کابل د تفریحي پارکونو تر څنګ د پروان ولایت ګل غونډۍ هم یو له هغو ښکلو او شنو تپو ده چې اکثره افغان کورنۍ ورځي خو سږ کال د تېر کلونو په شان ګڼه ګوڼه په کې نشته.

د چاریکار ښار اوسېدونکي حمید ازادي راډیو ته وویل چې تېرو کلونو کې اخترونو کې دغه ځای ته له نورو ولایتونو کې خلک ورتلل خو سږکال د وروستیو امنیتي پېښو او اقتصادي ستونزو له امله څوک نه دي ورغلي.

نوموړي وويل: "د اختر لومړۍ ورځ کې صیاد ته ولاړم هلته هم خلک ډېر کم راغلي وه کورنۍ نه وې خو یوازې یو څو کسان له خپلو دوستانو سره راغلي وه، زما کور ګل غونډۍ سره دی تېرو کلونو کې به خلک ان په نیمه شپه هم راتلل او دلته به یې ځایونه نیول خو سږ کال خلک هم نشته اختر هم کمرنګه دی."

کوچنی او لوی اخترونه د مسلمانانو مذهبي جشنونه دي چې د نورو اسلامي هېوادونو تر څنګ افغانستان کې یې هم خلک نمانځي.

XS
SM
MD
LG