د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

کرونا وبا؛ افغانان: له خبرداري سره-سره لا هم مېلې کېږي او پارکونه پرانیستې دي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

کابل ښاریان وايي، که څه هم د کرونا ویروس د لا خپراوي د مخنیوي له امله د ودونو سالونونو، پارکونو او نورو عامه ځایونو د تړل کېدلو په اړه د حکومت له اعلان څو ورځې اوړي، خو د دوی په خبره دغه پرېکړه تر اوسه هم به بشپړ ډول نه ده عملي شوې.

د کابل په خېرخانې مېنه کې د بي بي سارا پارک لا هم پرانیستی دی.

د عامې روغتیا وزارت د خبرداري سره-سره ځایي خلک دلته د چکر لپاره پارک ته راځي او ګڼه ګوڼه هم په کې زیاته ده.

په دې پارک کې د خلکو شمېر له ماسپښین وروسته لا ډېرېږي او ډېری خلک پرته له ماسک او نورو روغتیايي سپارښتنو دلته په پارک کې سره راټولېږي.

د کابل د ښار یوه څنډه
د کابل د ښار یوه څنډه

خالد هوتک چې د کابل اوسېدونکی او محصل دی ازادي راډیو ته وویل، دې پارک ته ډېر خلک راځي او ډېری خلک او د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي سپارښتنو ته هم پام نه کوي: "افغانستان د کرونا ویروس له درېیمې څپې سره مخ دی او د عامې روغتیا وزارت په خبره ډېر خلک د مرګ له خطر سره مخ دي. دوی پرېکړه کړې وه چې هوټلونه، د ودونو تالارونه، تفریح ځایونه به تړل کېږي خو لاهم داسې څه نه لیدل کېږي، له بده مرغه ښکاري چې تر اوسه په هېڅ ډول دا پرېکړه نه ده عملي شوې."

بل خوا امام الدین اوریاخېل چې د پوهنتون استاد دی، له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې وویل چې خلک باید خپل اقتصادي او نور شرایط په نظر کې ونیسي او کرونا جدي وګڼي.

نوموړي زیاته کړه: "کرونا وبا له څو کلونو ټوله نړۍ له لوی بحران سره مخ کړې، افغانستان چې یو غریب هېواد دی، ټول هېوادوال باید کرونا جدي وګڼي او وقایوي تدابیر په پام کې ونیسي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی د ټولبند یا قرنطین د پلي کېدو او څار موضوع کابل ښاروالۍ او ولایتي ادارې ته سپارلې ده.

د دې وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزي ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي چارو د وزارت په توګه کابل ښاروالۍ او ولایتي ادارو او ځایي چارواکو ته د عامه ځایونو د بندولو مساله سپارلې. د دې لپاره ځانګړې کمېټه رامځنته شوې چې د دې کمېټې په راس کې هم د کابل ښاروالۍ او والي دی."

کابل ښاروالۍ وايي د عامې روغتیا وزارت له خوا د ودونو د سالونونو په ګډون د عامه ځایونو د تړلو پرېکړه یې پلې کړې ده.
کابل ښاروالۍ وايي د عامې روغتیا وزارت له خوا د ودونو د سالونونو په ګډون د عامه ځایونو د تړلو پرېکړه یې پلې کړې ده.

کابل ښاروالۍ بیا وايي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا د ودونو د سالونونو په ګډون د عامه ځایونو د تړلو پرېکړه یې پلې کړې ده.

د دې ادارې ویاند سمیر رسا ازادي راډیو ته وویل، دوی به له سرغړونکو سره جدي او قانوني چلند وکړي: "که د ودونو د سالونونو، رسټورانټونو، هوټلونو او حمامونو مالکین ناوړه ګټه پورته کړي، نو زموږ همکاران به ورسره جدي او قانوني چلند وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کووېډ- ۱۹ ناروغانو او قربانیانو شمېر هره ورځ زیاتیږي.

د رسمي شمېرو له مخې د دغه ویروس له پیله تر پرونه پورې په افغانستان کې ۹۴۹۱۹ کسان په دغه ویروس اخته شوي او ۳۷۶۱ ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG