د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

د خوست مدني فعالانو د نیالګیو د اوبولو حشر وکړ


نن د چارشنبې پر ورځ د خوست لسګونو مدني فعالانو چې په ترکیب کې یو شمېر معیوبین هم شامل وو، د خوست ښار د متون بابا په غونډۍ د تېرکال د کېنول شوېو نیالګیو د اوبولو حشر پیل کړ.

دا حشر چې څو ورځې به دوام پیدا کړي، په یاد ولایت کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ په نوم د یو مدني بنسټ په نووښت پیل شوی دی.

د هېوادپال ځواک له خوا د نیالګیو د اوبه کولو لپاره یو شمېر د اوبو ټانکرونه هم توظیف شوي چې په ترتیب سره یو، یو نیالګي ته اوبه ورکوي او هغه نیالګي چې ډنډوکي يې خراب شوي، حشر کوونکي ورته د اوبو قریې او ډنډوکې جوړوي.

په مشرانو جرګه کې د خوست د خلکو استازی سناتور لطیف ژوندی چې د دې حشر پګړوال دی مشال راډیو ته وویل چې تېر کال يې د هېوادپال ځواک په چوکاټ کې خواوشا ۱۲ زره نیالګي کېنولي ول، خو په وروسیتو میاشتو کې د دې نیالګیو اوبولو او ساتنې ته پوره پاملرنه نده شوې.

دی زیاتوي، په نوې کال کې هم د زرګونو نویو نیالګیو د کېنولو پلان لري، خو کچیرې د دې نیالګیو اوبول او ساتنه نه کیږي، نو بیا پرې خواري هسې ضایع کیږي.

سناتور لطیف ژوندي له عامو خلکو هم وغوښتل چې د نیالګیو په ساتنه او پالنه کې دې ونډه واخلي:

"دا د هر خوستوال وطیف ده چې نیالګي کېنوي، ساتنه او پالنه يې وکړي، له دې سربیره د دې غونډې په ښکتنۍ برخه کې ځنې راډيو ګانې او دفترونه دي، له هغو هم غواړو چې په دې برخه کې مرسته وکړي."

د هېوادپال ځواک مشر صاحب ګل فرهاد وايي چې یاد بنسټ په پسرلنیو شپو ورځو کې نوي نیالګي کېنوي او تېر کال يې هم تر لسو زرو ډېر نیالګي کېنولي ول، خو دا چې ډېر وخت بارانونه ندي شوي، نو دا نیالګي د وچیدو له ګواښ سره مخامخ دي.

دی غوښتنه کوي چې مسوولې ادارې دې هم په دې برخه کې لازمه توجه وکړي:

"تاسو وینئ چې ډېر وخت کیږي چې بارانونه ندي شوي، نیالګی د وچیدو په حالت کې دي او ښاروالۍ ورته تر اوسه پاملرنه ندي کړې، نو وموغوښتل چې دا نیالګي په خپله اوبه کړو."

مدني فعال فیض الله غمخور وايي چې په ګربزو کې سږ کال د نیالګیو د ساتنې په اړه یوه کامیابه تجربه شته، هلته د یو نیالګي د وچیدو پر سر ۶ زره روپۍ ناغه اېښودل شوې، نو له همدې کبله يې خلک سمه ساتنه او پالنه کوي او تر اوسه يې هېڅ نیالګی نه دی ضایع شوی.

د نیالګیو د اوبولو په دې حشر کې ګڼو معیوبینو هم برخه اخیستې وه.

د معیوبینو د اتحاديې مشر سخي محمود مهربان وايي چې معیوبینو تېر کال د نیالګیو په کېنولو کې برخه لرله، اوس يې اوبه کوي او څه موده وروسته کله چې نوي نیالګي کېنول کیږي، نو معیوبین به هم د نیالګیو په حشرونو کې پراخه ګډون کوي.

مدني فعال او سوداګر کرامت خان خپلواک وايي چې په خوست کې یوازې د تېر کال نیالګي شنه شوي دي او لامل يې دا دی چې دوی د دې نیالګیو پالنې ته پاملرنه درلوده، خو پدې وروستیو کې دې لوري ته توجه کمه شوې ده.

ښاغلي خپلواک هیله وکړه چې تر دې وروسته نیالګيو ته بې توجه يي ونشي:

"یوازې د تېر کال نیالګي دي چې زرغون دي په سړکونو باندې، په تفریحي پارکونو کې، ساتنه يې باید توجه وشي، ځکه اوسمهال يې د مسوولینو له خوا توجه نشته، خو د مدني ټولنو له خوا د دې ساتنو او پاللو ته دا د مدني ټولنو له خوا مسوولو ادارو ته یو پیغام دی."

بل لوري ته خوست ښاروال انجینر عبدالبصیر وايي چې په نوي کال کې يې د نیالګیو د پاللو او اوبولو لپاره یو نیم میلیون افغانۍ ځانګړي کړي چې په دې سره به هغه نیالګي چې د ښار د سړکونو په اوږدو کې دي یا په تفریحي پارکونو او غونډیو کې شنه شوي په منظم ډول اوبه کیږي او هڅه به کوي چې نیالګي بالاخره ثمر ته ورسیږي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG