اسراییل دې کورنیو ته وروسته له هغه خپلو ویجاړو مېنو ته د ستنېدو اجازه ورکړه چې حماس ډلې د اونۍ په پیل کې د دریو اسراییلي برمته وو له خوشې کولو او د اسراییلو پوځ د غزې له اصلي دهلیزې څخه له وتلو سره موافقه وکړه.
د امریکا د استخباراتي ادارې، سې آی اې ویندوی پرون وویل، ډېر احتمال شته چې د کرونا وبا په طبیعي ډول نه بلکې له یوه لابراتوار څخه خپره شوې وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې هېواد به یې د طالبانو پر مشرانو د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن پرتله لا لویه جایزه وټاکي.
د اسراییلو پوځ د لبنان د لسګونو کليو اوسېدونکو ته ويلي چې تر بلې خبرتيا پورې خپلو کورونو ته ستانه نه شي.
امريکا ته د افغانانو د انتقال يو بنسټ افغان اېويک وايي د کډوالۍ د پروګرامونو په ځنډ سره ۲۰زره افغانان او کورنۍ يې سمدستي اغېزمن شوي او له بې برخليکۍ سره مخ دي.
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان علي رضا تنګسیري خبرداری ورکړی چې دا پوځي مانورنه د ده په خبره د هر ډول بهرني یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره ترسره کېږي.
په داسې حال کې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د سولې د موافقې لپاره غوښتنې زیاتې کړې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د اروپا د سوله ساتو ځواکونو د ۲۰۰ زره کسیز ټیم د جوړولو وړاندیز وکړ.
په جرمني کې د یوه ماشوم او یوه سړي تر وژلو او د دریو کسانو تر ټپي کیدو وروسته پولیسو یو افغان د قتل په تور ونیو.
په امریکا کې د یو طالب بندي سره د دوو امریکایي بندیانو له تبادلې وروسته، د افغان الاصله امریکایي محمد شاه حبیبي چې ویل کېږي له طالبانو سره بندي دی، کورنۍ وایي، د طالبانو حکومت په دې تبادله کې د هغه له شاملولو ډډه کړې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته خبریالانو ته وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید موافقه وکړي او که هغه له دې کار څخه ډډه وکړي نو د ده په فکر روسیه به ویجاړه کړي.
نور راوښيه