خبرونه
ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان کډوالو توقیفونه زیات شوي دي
د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ UNHCR په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي.
د دې ادارې په یوه راپورکې چې پرون چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی ویل شوي چې په فبروري کې، په پاکستان کې د نیونو او توقیفونو کچه د جنوري په پرتله پنځلس سلنه زیاته شوې ده. د UNHCR د راپورله مخې په فبرورۍ میاشت کې له ۱۴۰۰ د زیاتو کسانو نیونې او توقیفونه ثبت شوي دي. د دې ادارې په خبره د دې نیونو او توقیفونو شاوخوا پنځوس سلنه یې په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ کې شوي دي.
د UNHCR په وینا، د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې، شاوخوا ۱۷،۹۰۰ کسان بیرته افغانستان ته ستانه شوي چې په دې ډله کې ۱۴۱۷ یې ډیپورټ شوي دي. د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنیرۍ داسې مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونو او توقیفونو د زیاتوالي خبر ورکوي چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې پریکړه کړې چې د افغانستان د تابعیت کارت (ACC) لرونکي به هم له پاکستان څخه وباسي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تیره اونۍ د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دغه کارت لرونکي کسان د مارچ تر ۳۱مې پورې وخت لري چې "په عزت سره" له دې هیواده ووځي، که نه نو د دوی د اخراج پروسه به د اپریل په لومړۍ نیټه پیل شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په اروپا کې د تودوخې نوې څپه؛ فرانسه او هسپانیه کې د ځنګلونو د اورونو د مهار هڅې روانې دي
د اروپا د مرکزي او لوېدیځو سیمو پر لور د تودوخې د نوې څپې له نږدې کېدو سره، د فرانسې او هسپانیې چارواکو د ځنګلونو د اورونو د خطر د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
د دواړو هېوادونو چارواکو د سېشنبې په ورځ وویل چې اوروژونکو د پراخو اورلګېدنو په مهار کې پرمختګ کړی، خو خطر لا هم شته.
په فرانسه کې ځايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د سوېل لوېدیځ په ژیروند سیمه کې اور تېره شپه نور نه دی پراخ شوی. د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون خبرداری ورکړی چې راتلونکې اوونۍ به ستونزمنې وي او د دې بحران پر وړاندې مبارزه لا ډېرې چمتووالي ته اړتیا لري.
په هسپانیه کې هم چارواکو د مادرید لوېدیځ سیمه کې د اور د مهار د عملیاتو د پرمختګ خبر ورکړی، خو د دغه هېواد د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د تودوخې نوې څپه به د چهارشنبې له ورځې پیل شي او د هېواد په ډېرو سیمو کې به د اورلګېدنې خطر زیات کړي.
د راپورونو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې په هسپانیه کې شاوخوا ۱۵۰ زره هکټاره او په فرانسه کې ۱۱۵ زره هکټاره ځمکه د ځنګلونو په اورونو کې سوځېدلې ده.
ورسره هممهاله، د پرتګال په شمالي او مرکزي سیمو کې هم څو اورلګېدنې دوام لري او تر زرو ډېر اوروژونکي د اطفایې الوتکو او چورلکو په مرسته د دغو اورونو د مهار هڅې کوي.
سپینه مانۍ کې دامریکا او اسرائیل دمشرانو غونډه
د اسرائیل صدراعظم،بنیامین نتانیاهو، د سېشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري. دا د ایران د جګړې له پیل وروسته د دواړو مشرانو لومړنۍ مخامخ لیدنه ده.
ټاکل شوې چې د غونډې اصلي موضوع د ایران جګړه او د واشنګټن هغه هڅې وي چې د خبرو اترو د پیل لپاره ترسره کېږي. دغه جګړه د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه. اسرائیل د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو په نوې څپه کې چې د اپرېل له اوربند وروسته یې زور واخیست، مستقیمه ونډه نه ده لرلې.
نتانیاهو واشنګټن ته له سفر مخکې وویل چې په دې لیدنه کې به د ټولو مهمو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ایران، په اړه خبرې وکړي. هغه زیاته کړه چې د اسرائیل موخه د خپل امنیت ساتل او د سیمې له هېوادونو سره د سولې اړیکو پراخول دي.
تمه ده چې په دې لیدنه کې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د شوې موافقې پلي کیدل، د غزې وضعیت او د بیارغونې لپاره یې هڅې هم وڅېړل شي.
دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې نتانیاهو د اسرائیل د راتلونکو انتخاباتو په درشل کې د صدارت د بلې دورې د ګټلو لپاره هڅې کوي.
عمان د هرمز تنګي د مدیریت د څرنګوالي په اړه ایران ته د یو میکانیزم وړاندیز کړی دی
رویټرز خبري اژانس د سېشنبې په ورځ فارس خلیج کې د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړ چې عمان ایران ته دیوه ګډ سیمه ایز میکانیزم د جوړولو وړاندیز کړی چې له مخې به یې هرمز تنګي څخه د بیړیو د تیریدلو حق العبور په داوطلبانه ډول ورکول کېږي.
سرچینې چې نوم یې په راپور کې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې د عمان دغه وړاندیز د سیمې د هېوادونو له ملاتړ برخمن دي او داهم په کې راغلي دي چې ددې مهمې سمندري لارې کنټرول به یوازې د ایران په لاس کې نه وي.
ویل کېږي چې دغه وړاندیزکې د مالاکا تنګي د ادارې له ماډل څخه الهام اخیستل شوی چې د مالیزیا او اندونیزیا ترمنځ په ګډه اداره کېږي. د دې ماډل له مخې، بیړۍ دیاد تنګي څخه د تیریدو لپاره داوطلبانه فیس پرې کوي چې عواید یې د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب، د چاپېریال ساتنې او د لټون او ژغورنې د چارو د تمویل لپاره لګول کېږي.
عمان تر دې مخکې په رسمي ډول ویلي چې د هرمز تنګي د مدیریت له هغې طریقې سره چې ایران یې غواړي موافق نه دی او ټینګار یې کړی چې د دې تنګي اداره باید د نړیوالو قوانینو له مخې ترسره شي.
له دې مخکې ایراني چارواکو تایید کړې وه چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه یې له عماني چارواکو سره خبرې کړې دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دوشنبې په ورځ وویل چې دا مهال یوازینۍ رسمي خبرې چې ایران پکې دخیل دی، د هرمز تنګي په اړه له عمان سره دي.
ملګري ملتونه: د طالبانو د حکومت د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له پيل راهیسې سلګونه ملکي کسان مړه او ټپیان شوي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د طالبانو د حکومت د پوله ساتو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د نښتو له پيله ۴۹۹ ملکیان وژل شوي او ۱۲۱۶ نور ټپيان شوې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما دغه خبره د ( اپریل،مې ،جون) میاشتو پر مهال د بشري وضعیت د اروزنې په راپور کې، چې نن سه شنبه خپور شو، کړې ده.
راپور کې راغلي چې د تاوتریخوالي له کبله دغه ملکي مرګ ژوبله د تیر کال د اکتوبر میاشتې له لومړیو څخه د سږ کال د جون تر ۳۰مې پورې مستنده شوې ده.
د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې وروسته تر هغه خرابې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې بندې شوې چې د پاکستان هوایي ځواکونو د تېر کال اکتوبر کې د لومړي ځل لپاره پر کابل هوایي بریدونه وکړل.
یوناما پر ملکي مرګ ژوبلې سربیره په افغانستان کې بشري وضعیت یوځل بیا د اندیښنې وړ بللی دی.
دوی په هرات کې د حجاب نه مراعاتولو په تور د دیرشو ښځو د نیولو، د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د نیولو او توقیف د نهه ویشتو پیښو او د ځینو هغو د شکنجې خبره هم یاده کړې ده.
پاکستان او افغانستان کې د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د دغه راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
بدخشان کې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وژل شوی دی
بدخشان کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ذبیح الله امیري بهارک ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د بدخشان ولایت امنیه قومانداني ویاند احسان الله کامګار ازادي راډیو ته وویل چې ذبیح الله امیري باندې نن د بهارک- فیض اباد په لار دوه موټر سایکل سپرو وسله والو برید کړی او دبرید کونکو څخه یو کس د امیري د محافظانو په ډزو کې وژل شوی او دوهم کس نیول شوی دی.
اعلامیه زیاتوي چې دقتل انګیزه تراوسه څرګنده نه ده.
د خبر ترلیکلو کوم کس یا ډلې ددغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
دغه برید په داسې حال کې کیږي چې بدخشان ولایت کې په دې وروستیو ورځو کې د طالبانو او مخالفینو ترمینځ یې نښتې شوي دي.
پر افغانستان د پاکستان ۵۰ حملې: “۴۷۲ ملکیان وژل شوي او ۷۱۵ ټپیان شوي دي”
رواداري: د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان دي
د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي، وایي د پاکستان په بریدونو کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۴۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۱۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر او د ۲۰۲۶ کال د جون ترمنځ موده کې یې د پاکستان اړوند ۵۰ بریدونه څېړلي دي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د وژل شویو ۴۷۲ ملکي وګړو له ډلې ۳۴۲ نارینه، ۸۶ ماشومان او ۴۴ ښځې دي.
رواداري سازمان وايي چې د پاکستان په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې د استوګنې کورونه، ښوونځي، جوماتونه، روغتیايي مرکزونه او نور عامه تأسیسات په نښه شوي او سخت زیانیې لیدلی دی.
خو د پاکستان حکومت تر دې مخکې څو ځله ادعا کړې چې په خپلو بریدونو کې یې یوازې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) پوځي تأسیسات او پټنځایونه په نښه کړي دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د شمېرو له مخې، د روان کال د جون په ۲۹مه د پاکستان په هوايي بریدونو کې چې د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ترسره شول، ۲۸ ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پهکې شامل وو، وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
همداراز، نړیوالو سازمانونو کابل کې د «امېد» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان په هوايي برید کې د لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړو وژل کېدل هم تأیید کړي دي.
طالبانو په یو نوي نوم «د حکومت د ځواب ورکونې پروګرام» پیل کړ
مجاهد: د حکومت د خلکو پر وړاندې د ځواب ویلو پروګرام پیل شو
افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي چې حکومت د لاسته راوړنو د رسنیزو کولو پروګرام پیل کړی دی.
هغه د دوشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې "حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر نوم لاندې دا پروګرام څو اوونۍ دوام کوي.
مجاهد وايي د دې پروګرام هدف د حکومت د لاسته راوړنو رسنیز کول دي.
دغه پروګرام د افغانستان د پخواني جمهوري نظام پر مهال د "ملت ته د دولت د حساب ورکونې" په نوم ترسره کېده.
د طالبانو حکومت هم په تېرو کلونو کې دا پروګرام په همدې نوم ترسره کاوه، خو سږ کالیې نوم بدل کړی دی.
د طالبانو مشر: د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول زموږ د مبارزې له اهدافو و
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده وایي، د دې ډلې د ۲۰ کلنې مبارزې له مهمو اهدافو څخه یوه هم د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پلي کول و.
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې، هغه دا څرګندونې په کندهار کې له سیمهییزو چارواکو، دیني عالمانو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې کړې دي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت جوړ کړ.
دا اداره په تېرو پنځو کلونو کې د خلکو او نړیوالو سازمانونو لهخوا د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورنه شوې ده.
د دغه وزارت چارواکوچې ځان د اسلامي شریعت په پلي کولو مکلف بولي، د نورو محدودیتونو ترڅنګیې پر ښځو او نجونو د حجاب اغوستل اجباري کړي او ګڼ نور محدودیتونهیې هم پرې لګولي دي.
ټرمپ: له ایران سره خبرې ډېرې جدي دي، خو که ناکامې شي، سخت پوځي برید به وکړو
د امریکا ولسمشر د دوشنبې په ورځ وویل، ایران تهیې د ډیپلوماسۍ لپاره یو بل فرصت ورکړی، خو که خبرې ناکامې شي، امریکا به پر ایران ډېر پراخ پوځي اقدامات ترسره کړي.
ډونالد ټرمپ له اکسیوس وېبپاڼې سره په مرکه کې وویل: “موږ له ایران سره ډېرې جدي او ژورې خبرې روانې کړې دي. که دا خبرې پایلې ته ونهرسېږي، نو بیا به ډېرو پراخو پوځي اقداماتو ته ستانه شو.”
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر کومه وخته به ډیپلوماسۍ ته فرصت ورکړي، وویل: “زیات وخت نه. یا به ډېر ژر پرمختګ وشي او یا به هېڅ پرمختګ ونهشي.”
د امریکا ولسمشر پر ایران د ۱۳ شپو له پرلهپسې بریدونو وروسته، د تېرې جمعې په ورځ د دغو پوځي عملیاتو د درولو امر وکړ.
ایران هم چې د دغې جګړې پر مهالیې د منځني ختیځ څو هېوادونه په نښه کړي و، اعلان وکړ چې خپل بریدونهیې درولي دي.
ټرمپ وویل چې منځګړو هېوادونو ترې غوښتي وو څو خبرو ته یو بل فرصت ورکړي.
د سوریې ولسمشر: له نورو هیوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسراییل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسیږي
د سوریې ولسمشر احمد الشرع وایي چې دمشق له څو نورو هېوادونو سره په همکارۍ هڅه کوي چې له اسرائیل سره یوې امنیتي هوکړې ته ورسېږي.
الشرع له الجزیرې شبکې سره په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې د دې ډول یوې هوکړې بریا به د یوې هر اړخیزې سولې لپاره لاره هواره کړي، پرته له دې چې د جولان پر لوړو سیمو د سوریې حق له پامه وغورځول شي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی چې که لبنان کې ګډوډي وي، نو دا به پر سوریې مستقیم او سمدستي اغېز ولري. نوموړي زیاته کړې چې د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل د جګړې پراخېدل هم د ټولې سیمې لپاره درنې پایلې لرلای شي.
د سوریې ولسمشر ټینګار کړی چې دمشق په لبنان کې د پوځي مداخلې نیت نه لري او د وسلو د انحصار او همدارنګه د جګړې او سولې په اړه د لبنان د حکومت د پرېکړې د حق ملاتړ کوي.