د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د مرګونو ترافیکي پېښو له زیاتوالي وروسته، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د دغو پېښو د مخنیوي لپاره پر مسافر وړونکو وسایطو د ۱۰۵ کیلومتره فی ساعت سرعت محدودیت لګولی دی.
د اسلامي دولت ډلې (داعش) خراسان څانګې د سلواغې ۲۳مه د کندز ښار کې د تېرې ورځې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه.
د ملګرو ملتونو د ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په افغانستان کې د بېګم راډیو د خپرونو د بندېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي روغتون وضعیت خورا خراب دی.
یو روسي دیپلومات وایي چې سلګونه روسي سرتېري د شمالي کوریا په روغتونونو کې تداوي کېږي. دا څرګندونې د مسکو او پیونګیانګ ترمنځ د اوکراین د جګړې پر همکاریو د کچې یو بل انځور وړاندې کوي.
د هرات د سیمهییز روغتون مسؤلین وایي، په دغه ولایت کې د سرطاني ناروغانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له حماس ډلې غوښتنه کړې چې د اسراییلي برمته وو د خوشې کولو بهیر ونه دروي او د اوربند له موافقې سره سم پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
په کندز ښار کې نن سهار یوې چاودنې، د طالب چارواکو په وینا، ۵ کسان وژلي او ۷ نور یې ټپیان کړي دي.
په کندهار کې ورځني مزدوران وايي، د کار نشتوالي او اقتصادي ستونزو یې ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ کړی دی. د دوی په وینا، له سهار تر ماښامه د کار په لټه کې وي، خو اکثره ورځو د مزدورۍ په موندلو بریالي نهشي.
نور راوښيه