د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) وایي، په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ مثبتې پېښې د تېر کال د ورته مودې په پرتله څلور چنده زیاتې شوې دي. د دې سازمان بیړنۍ کمېټې د پنجشنبې په ورځ په خپل راپور کې دا هم وویل چې په پاکستان کې، دا پېښې ۱۲ چنده زیاتې شوې دي.
سټیف ویتکوف هغه څوک دی چې د شنبې په ورځ ( اپریل ۱۲) به په عمان کې له ایراني چارواکو سره د امریکا د پلاوي مشري کوي، دی عمان ته تر تګ مخکې په په سنت پیترزبورګ کې تم شوی دی.
د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې نن ( جمعه د اپریل ۱۱) څلور تنه په افغانستان کې په عام محضر کې اعدام شول. له نژدې څلورو کلونو راهیسې چې طالبانو کابل نیولی دی دا په یوه ورځ کې د اعدام تر ټولو لوړه شمیره ده.
د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د همغږۍ ډلې (اې سي جي) دویمه او وروستۍ ورځ، سرچینې وایي اکثرو ګډونوالو په کې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ټټر وهلی.
په اوکرایین د امریکا د متحده ایالاتونو سفیرې بریجت برینک له خپلې دندې استعفا کړې کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، برینک په داسې وخت کې له خپلې دندې استعفا کوي چې د اوکرایین او روسیې ترمنځ د سولې خبرې اترې رواني دي.
پاکستان له هغه هېواده د څه باندې درې میلیونه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. دې لړۍ کې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې کابو ۸ لکه کډوال را ستانه کړای شوي او د پاته څه باندې دوه میلیونه نورو د ایستلو لړۍ روانه ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) د طالبانو د حکومت له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تطبیق ته اندیښنه ښکار ه کړه او په یوه راپور کې یې څرګنده کړه چې دا قانون افغانستان له خپلو نړیوالو ژمنو لیري کوي او د بیا ادغام بهیر له نړیوالې ټولنې سره لا ستونزمنوي.
یوشمیر افغانان ګلان خوښوي، مینه ورسره کوي، پالي یې. د دوی د دې مینې علتونه کله سره ورته، کله سره بیل دي. د ارواپوهانو په باور د ګلانو ساتل او پالل ذهن اراموي، خوښي زیاتوي او تشویشونه کموي.
د افغانستان د همغږۍ د ډلې ناسته، چې یوه ورځ مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې پیل شوې وه، نن پنجشنبه د اپریل ۱۰مه هم روانه ده. په کابل کې د ترکيې سفارت، په خپله ایکس پاڼه دا ناسته افغانستان لپاره د نړیوالې ټولنې د لومړیتوبونو
وروسته له هغه چې چین له متحده ایالاتو څخه په وارداتو ۸۸ سلنه تعرفه ولګوله، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په چټکۍ سره په غبرګون کې امریکا ته په واردیدونکو چینایي توکو تعرفه ۱۲۵ سلنې ته لوړه کړه.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه وايي حقاني شبکې ګڼ امریکايي عسکر وژلي او د بهرنیو چارو وزارت باید ځواب ووايي چې ولې یې د دې شبکې د مشرانو په اړه ځینې تګلارې بدلې کړي.
نور راوښيه