نړۍ
اسراییل له حزبالله سره د اوربند لپاره د امریکا او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو پرون پنجشنبه وویل چې د هغه حکومت د لبنان له وسلهوالې ډلې، حزبالله سره د اسراییل په جګړه کې د ۲۱ ورځني اوربند لپاره د امریکا د متحدهایالاتو او د هغو د متحدانو فشار ته ځواب نه دی ویلی.
د نتنیاهو له دفتره په یوه بیان کې ویل شوي: "دا د امریکا او فرانسې وړاندیز دی چې صداعظم یې لا هم ځواب نه دی ورکړی."
د بیان له مخې، صدراعظم خپل پوځ ته امر کړی چې "په بشپړ ځواک سره جګړې ته دوام ورکړي."
د اسراییل پوځ په جلا خبرپاڼه کې ویلي چې د ټانکونو یوې لوا یې پرون سهار "د لبنان د پولې په څوکیلومترۍ کې په غرنیو سیمو کې" پوځي تمرین وکړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: "د تمرین په ترڅ کې اسراییلي ځواکونو په شمالي محاذ کې د دښمن په قلمرو کې د مختلفو جنګي سناریوګانو لپاره خپل عملیاتي او لوژستیکي چمتووالی پیاوړی کړ."
په همدې حال کې د اسراییل دفاع وزیر یوآف ګالنت ژمنه کړې چې پر حزبالله ډلې به حملې دوام کوي.
پر ټرمپ د برید په تړاو د کانګرس یو څېړونکی پلاوی غونډه کوي
تمه ده د امریکا د کانګرس یو دوه اړخیزه پلاوی چې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برید په تړاو څېړنې پیل کړې وې، غونډه وکړي.
دغه پلاوی به خپله لومړنۍ استماعیه غونډه نن د سپټمبر۲۶مه ځکه جوړوي چې قانون جوړونکي د امریکا په راتلونکو ټاکڼو کې د نوماندانو د امنیت په اړه اندېښمن دي.
دغه پلاوی چې اووه جمهوري غوښتونکې او شپږ ډیموکراتان په کې شامل دي، په تېرو دوو میاشتو کې يې هڅې کړې څو هغه امنیتي تېروتنې ومومي چې په پایله کې يې د جولای په ۱۳مه په پنسلوانیا کې پر ډونالډ ټرمپ له یوه بام څخه ډزې وشوې.
دغه پلاوی د هغه وسلهوال کس په اړه هم څېړنې کوي چې په فلوریډا کې د ټرمپ د ګلف میدان ته نژدې هڅه کوله چې پر هغه برید وکړي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه وسلهوال د هغوو ونو له منځه چې د ټرمپ د ګلف میدان ته نژدې دي، ټرمپ په نښه کړې و چې یو پولیس افسر وپېژنده.
د امریکا ټاکڼې د راون کال په اکټوبر میاشت کې دي.
خیبر پښتونخوا کې د شیعه او سنیانو ترمنځ د نښتو دوام؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۳۴ ته رسېدلی
د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه سیمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په روانو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی.
روغتیايي چارواکو له سیمې د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، تر ننه د سپټمبر۲۶مه پورې په دې نښته کې ۳۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان دي.
د شیعه او سنیانو ترمنځ دا نښتې د روانې میاشتې په شلمه په بوشهره کې د ځمکې پر سر پیل شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو مشال برخې ته ویلي، دواړو خواوو د یوبل پر ضد درنې او سپکې وسلې کاروي چې خلکو ته يې د ځاني زیانونو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي.
تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې هم په دې سیمه کې د ورته جګړې له امله د دواړو خواوو لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
کرمه په وروستیو کلونو کې د شیعه او سني اوسېدونکو ترمنځ د فرقهيي تاوتریخوالي شاهده ده.
بایډن او هاریس سره د زیلینسکي لیده کاته؛ د روسیې پر وړاندې د جګړې د بریا پلان ورته وړاندې کوي
تمه ده د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي نن د سپټمبر۲۶مه د امریکا له ولسمشر جوبایډن او د هغه له مرستیالې کاملا هاریس سره په کتنه کې د روسیې پر وړاندې جګړې کې د "بریا پلان" وړاندې کړي.
په وروستیو کې د امریکا له ولسمشر سره دا د زیلینسکي دوهمه کتنه ده.
زیلینسکي پرون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ناسته هم له خپل امریکايي سیال سره لنډ لیده کاته درلودل.
سپینه ماڼې ویلي، بایډن به نن له غرمې وروسته د ولودیمیر زیلینسکي کوربه کوي.
زیلینسکي به د بایډن له مرستیالې کاملا هاریس سره هم وګوري.
دا لید کاته په داسې حال کې دي چې روسیې پر اوکراین بریدونه ته زو ورکړی او ملکي اهداف يې په نښه کړي دي.
خیبر پښتونخوا کې د شیعه او سنیانو ترمنځ د نښتو دوام؛ د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ ته رسېدلی
پاکستاني چارواکو نن وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت په کرمه سیمه کې د شیعه او سنیانو ترمنځ په روانو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې په دې مرګونې جګړه کې چې له تېرې شنبې راهیسې روانه ده، لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
دغه شخړه د ځمکې د ملکیت پر سر د شخړې له امله پیل شوې ده.
پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی هڅه کوي چې د افغانستان پولې ته نژدې د ځمکې شخړه په فرقهيي تاوتریخوالي بدله نه شي.
تر دې مخکې د روان کال په جولای میاشت کې هم په دې سیمه کې د ورته جګړې له امله د دواړو خواوو لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.
کرمه سیمه په وروستیو کلونو کې د شیعه او سني اوسیدونکو ترمنځ د فرقهيي تاوتریخوالي شاهده ده.
د اسراییل او حزبالله ترمنځ د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه وشوه
متحدهایالتونو، فرانسې او څو نورو متحدانو یې د اسراییل او د لبنان حزبالله ترمنځ سملاسي د ۲۱ ورځني اوربند غوښتنه کړې ده.
رویټرز بېګا ناوخته د سپینې ماڼۍ د یوې خبرپاڼې له مخې لیکلي چې دغه لنډمهاله اوربند به دواړوو خواوو ته موقع ورکړي چې رامنځته شوې جګړه د خبرو له پای ته ورسوي.
په دې اړه یوه ګډه اعلامیه د امریکا، فرانسې، استرالیا، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او اروپایي ټولنې لهخوا لاسلیک شوې ده.
د اوربند دا غوښتنه داسې مهال شوې چې همدا پرون چهارشنبه هم پر لبنان د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا ۷۲ کسان وژل شوي او ۲۲۳ نور ټپيان شوي دي.
د اسراییلي پوځيانو د تېرې دوشنبې او سه شنبې ورځې په بریدونو کې هم څه باندې پنځه نیم سوه کسان په لبنان کې وژل شوي وو.
امریکا او متحدانو یې د اسراییلو او لبنان ترڅنګ په غزه کې هم د اوربند غوښتنه کړې ده.
زیلینسکي: پوتین د اوکراین پر اټومي تاسیساتو او زیربناو د برید پر طرحه کار کوي
د اوکراین ولسمشر وایي چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر اټومي تاسیساتو او زیربناو د برید پر طرحه کار کوي.
ولودمیر زیلینسکي دا خبره پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې د اوکراین استخباراتو په وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې روسیه د سپوږمکۍ له لارې د اوکراین د اټومي تاسیساتو په اړه معلومات ترلاسه کوي او تصویرونه اخلي.
د اوکراین ولسمشر همداراز وویل چې د انرژي پر تاسیساتو د هرې بې پيلوټه الوتکې، یا توغندي برید ممکن د یوه اټومي ناورین سبب شي.
زیلینسکي په ورته وخت کې د نړۍ له مشرانو وغوښتل چې د روسیې د تېري پر وړاندې د اوکراین مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
پاکستانیو چارواکو د یوه ځانمرګي برید د هڅې په تور نیول شوې نرسه رسنیو ته ښودلې
پاکستاني چارواکو نن چهارشنبه هغه نرسه له رسنیو سره مخامخ کړه چې د یوه ځانمرګي برید د هڅې په تور نیول شوې ده.
اسوشېټېډپرېس خبري اژانس لیکلي چې د عدیلې بلوچ په نوم دغې نرسې رسنیو ته ویلي، د تربت یوه دولتي روغتون کې یې کار کاوه چې (ترهګرو) ځان ته جذب او بیا یې ځانمرګي برید ته وګمارله.
هغې منلې چې تر یوه ځانمرګي برید مخکې د تېرې اوونۍ په پای کې د پولیسو لهخوا ونیول شوه.
اسوشېټېډپرېس لیکلي، دوی نه پوهېږي چې دغې نرسې نن تر کومو شرایطو لاندې له رسنیو سره خبرې کړي دي.
بلوچستان له کلونو راهیسې د نارامیو شاهد دی او دغلته وخت ناوخت ځانمرګي بریدونه کېږي چې تر ډېره یې هدف د پاکستان امنیتي ځواکونه وي.
حزبالله پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي
حزبالله نن چهارشنبې پر اسراییلو لسګونو توغندي توغولي چې په یوه کې تلابیب په نښه شوی و.
له دغو بریدونو او په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې د په سلګونو کسانو له وژل کېدو وروسته داسې ښکاري چې په سیمه کې کړکېچ په زیاتېدو دی.
د اسراییل پوځ وویل چې له ځمکې څخه ځمکې ته یو توغندی یې چې له کبله یې په تلابیب او د اسراییل په مرکزي برخه کې د خطر زنګ وهل شوی و، شنډ کړی دی.
د دغه توغندي له امله د ځاني او مالي زیانونو راپورونه نهدي ورکړل شوي.
حزبالله چې متحدهایالات یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، وویل چې د قادر ۱ بالسټیک توغندی توغولی او د اسراییل د استخباراتو د ادارې یا موساد مرکزي دفتر یې په نښه کړی دی.
حزبالله د اسراییل استخبارات، د خپلو لوړپوړو قومندانانو د وژلو او تېره اوونۍ په پیجرونو او مخابرو کې د چاودنو چې په نتیجه کې یې په لسګونو کسان وژل شوي او په زرګونو نور ټپي شوي، مسوول بللي دي.
په دغوچاودنو کې ډېره مرګژوبله د حزبالله غړیو ته اوښتې ده.
د لبنان پر جنوب د اسراییل د د دوشنبې او سې شنبې د ورځې د هوایي بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۵۶۰ کسان وژل شوي او په زرګونو کسان یې هم اړ کړي چې له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه شي.
د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت: د اسراییلو د بریدونو له پيله تراوسه ۴۱۴۹۵ فلسطینیان وژل شوي
د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی، وایي چې د اسراییل د بریدونو له پيله تراوسه ۴۱۴۹۵ فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییلي پوځیان او حماس وسلهوال چې اروپایي ټولنه او متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، له تېر نږدې یوه کال راهیسې په غزه کې په جګړه بوخت دي چې ډېر زیان یې ملکیانو ته رسېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه د غزې د روغتیا وزارت په حواله ویلي چې دغې جګړه کې د ټپي شویو فلسطینیانو شمېر له ۹۶زرو څخه اوښتی دی.
د اسراییل او حماس د جګړې پای ته رسېدو او اوربند ته هڅې لا هم روانې دي، خو تراوسه د جګړې په کچه کې کوم کموالی نه لیدل کېږي.
دغه جګړه وروسته تر هغه ونښته چې حماس پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲ سوه کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.