خبرونه
په تایوان کې زلزله شوې
د تایوان په جنوب ختیځ کې د تایتونګ سیمه؛ نن د ریښتر په کچه شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې ولړزوله.
تر دې دمه د اوښتو زیانونو راپورونه نه دې خپاره شوي.
د زلزلې ټکانونه په پلازمینې تایپي کې هم احساس شوې دي.
په دوه زره شپاړسم کال کې د تایوان په جنوب کې زلزلې تر سلو ډیر کسان وژلي وو او په نولس سوه نهه نویم کال کې یوې زلزلې په دغه هیواد کې تر دوه زره ډیر تلفات لرل.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو حکومت زرګونو نارینه ورزشکارانو ته د عصریې توزیع پیل کړه
د طالبانو د حکومت ترواک لاندې د افغانستان دالمپیک، بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د دوشنبې په ورځ زرګونو ورزشکارانو ته د ۱۴۰۴ کال د عصریې توزیع پیل کړه.
ټاکل شوې چې د بیلابیلو ورزشي رشتو څه دپاسه ۳۲۵۰ ورزشکارانوڅخه هر یوه ته ۱۳۲۰۰ افغانۍ ورکړل شي.
د عصریې د توزیع په لومړنۍ ورځ د کڼو ، د بیړۍ ځغلولو ، او د تکواندو ملي ټیمونو غړو ته دغه اندازه پیسې وویشل شوې.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې چې د نجونو او ښځو په ورزش یې محدودیتونه لګولي په تیرو کلونو کې یې هم دعصریې په نامه دغه ډول نقدي مرسته نارینه ورزشکارانو ته توزیع کړې.
د نړیوال ۲۰ اوریز جام په سیالیو کې نن درې لوبې کیږي
د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د لوبو په دوام کې، سه شنبه، د فبروري په ۱۷ مه نیټه درې لوبې ترسره کیږي.
د نیوزیلینډ او کاناډا، ایرلینډ او زیمبابوې، او سکاټلینډ او نیپال ټیمونه به یو بل سره مخ شي.
د پرون په لوبو کې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم وتوانید چې متحده عربي اماراتو ته د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړي.
دغه راز پرون د انګلستان ټیم د ایټالیا په وړاندې او د سیریلانکا ټیم د استرالیا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ، د فبروري په ۱۹ مه نیټه د کاناډا په وړاندې ده.
تر دې مخکې، افغان ټیم په روان T20 کرکټ نړیوال جام کې نیوزیلینډ او سویلي افریقا ته خپلې لوبې بایللي.
دا نړیوال جام د هند او سریلانکا په ګډ کوربه توب دایر شوی دی.
د امریکا او ایران چارواکي د مذاکراتو دوهم پړاو لپاره سویس کې خبرې کوي
تمه ده چې د امریکا او ایران چارواکي د سې شنبې په ورځ په سویس کې د مذاکراتو دوهم پړاو لپاره خبرې وکړي.
هدف دادی چې دواړه خواوې یوې موافقې ته ورسیږي چې د ایران اټومي پروګرام محدود کړي او د جګړې مخه ونیول شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به په جینیوا کې د سپینې ماڼۍ له ځانګړي استازي سټیف ویټکوف سره د عماني چارواکو په منځګړيتوب غیر مستقیمي خبرې وکړي.
د امریکا او ایران چارواکو د دې میاشتې په پیل کې په عمان کې هم غیر مستقیمې خبرې اترې وکړې، چې دتیرې جون په میاشت کې د اسراییل او متحده ایالاتو لخوا د ایران په اټومي تاسیساتو له هوايي بریدونو وروسته لومړۍ دا ډول خبرې وې.
تهران ویلي چې د امریکا د درنو اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو په بدل کې د خپل اټومي پروګرام محدودولو ته چمتو دی ، خو د یورانیمو د غني کولو له حق څخه به لاس وانخلي.
واشنګټن هڅه کړې چې د خبرو اترو ساحه پراخه کړي ترڅو د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام باندې محدودیتونه او په منځني ختیځ کې د وسله والو ډلو لپاره د تهران ملاتړ پای ته رسول هم په کې شامل شي، خو دا هغه مسئلې دي چې تهران یې د منلو وړ نه ګڼي.
د منځنۍ اسیا هیوادونو دافغانستان د اوسني وضعیت او د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړې
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د دوشنبې په ورځ په استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د سیمه ایز تماس ډلې په فوق العاده غونډه کې دافغانستان اوسنۍ وضعیت او د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
دغه راز په غونډه کې د افغانستان له لارې دترانزیت او ترانسپورت د پراختیا په شمول د عملي همکارۍ او د سیمې د امنیت اړوند مسایل هم وڅیړل شول.
دافغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي چې په غونډه کې د رغوونکو نظریاتو په تبادلې او کابل سره د تعامل د مهمو مسئلو لپاره دعملي حل لارو په موندنې ټینګار وسو.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د قزاقستان ، قرغیزستان ، تاجیکستان او ازبیکستان استازو برخه واخیسته.
د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.
دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره نږدې سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
د اسراییلو صدراعظم له ایران سره د امریکا هوکړه کې د ایران د اټومي پروګرام په ختمولو ټینګار کړی
بنیامین نتنیاهو چې پرون په بیت المقدس/اورشلیم کې د امریکايي یهودانو د ټولنې مشرانو ته وینا کوله له ایران سره د امریکا د هوکړې لپاره دری شرطونه وړاندې کړل.
د هغه په خبره لومړی باید د ایران ټول بډایه شوي یورانیم له دغه هېواده وایستل شي.
دویم د هغه په وینا د ایران د یورانیمو د بډاینې وړتیا باید له منځه لاړه شي.
هغه خپل دریم شرط د ایران د بالیستیک میزایلو پروګرام یاد کړی.
تمه ده دا اوونۍ د امریکا او ایران استازي په جنوا کې بیا خبرو ته کښیني.
دا خبرې د عمان په منځګړیتوب دایریږي هغه منځګړی چې لومړی وار خبرې یې په مسقط کې دایرې کړې وې.
د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته
د قزاقستان پلازمېنه استانه نن د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې غونډې کوربنه ده.
د قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان دغه ډيپلوماتان د افغانستان په اړه د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټول شوي او د بحث وړ مسایل یې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه هېواد کې شته ننګونې دي.
د تماس دغه ډله د ازبکستان په نوښت ۲۰۲۵ کال کې رامنځته او د همدغه کال د اګست په ۲۶مه یې لومړنۍ ناسته په تاشکند کې ترسره شوه.
دغه هېوادونه که څه هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني، خو له طالبانو سره سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
د کراچۍ له زندانه د څه باندې ۱۰۰ افغانانو خلاصون
څه باندې سل تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او افغانستان ته استول شوي.
دا خبره په کراچۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ کړې ده.
د دې قونسلګرۍ په خبره ۱۰۵ افغانان چې پکې لس ماشومان هم شامل وو د چمن سپین بولدک له لارې د دوشنبې په ورځ افغانستان ته انتقال شوي.
دوی شاوخوا یوه میاشت هلته په بند کې تېر کړي وو.
تر دې مخکې هم د روانې اوونۍ په پیل کې لږ تر لږه ۲۰۹ افغان بندیان د کراچۍ له زندانونو خوشې شوي وو.
اکثر دا افغان کډوال د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور د پاکستاني پولیسو له خوا بندیان شوي وو.
تر دې مخکې ګڼو افغان کډوالو چې د پاکستان په زندانونو کې پاتې شوي او د بشري حقونو فعالانو هلته د زندانونو له ناسم وضعیت شکایت کړی.
د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ د راشدخان په نوم شو
راشدخان په شل اووریزو لوبو کې د ۷۰۰ ویکټو ریکارډ جوړ کړ.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم کپټان او د نړۍړ په کچه پيژندل شوي باولر راشدخان دغه ریکارډ ته له متحده عرب اماراتو سره د افغانستان په نننۍ لوبه کې ورسېد.
راشدخان په ۵۱۳ شل اوریزو لوبو کې ۷۰۰ ویکټې اخیستي.
دا په شل اورویزو لوبو کې یو نړیوال ریکارډ دی.
یونیسیف؛ تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو
د ملګرو ملتونو د ماشومان د ساتنې نړیوال صندوق (یونیسف) وايي، "تیرکال نژدې ۲۳میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن وو".
دغه صندوق د یکشنبې په ورځ د (فبروري۱۵مه) د خپل کلنې راپور په خپرولو سره ویلي،"په ۲۰۲۵کال کې ۲۲،۹ میلیونه افغانانو بشري مرستو ته اړتیا درلوده چې څه ۱۲میلیونه يې ماشومان وو".
د یونیسیف په ټکو، په افغانستان کې د روان بشري بحران اصلي لاملونه له زده کړو او کار د ښځو او نجونو راګرځول، اقلیمي بدلون، اقتصاد رکود او بې روزګاري دي.
د یونیسیف په راپور کې وړاندې راغلي چې د بودیجې کمښت د روغتیا، خوړو او پاکو اوبو د رسولو په برخه کې د دغه صندوق فعالیتونه له خنډ سره مخامخ کړي دي.
د یونیسیف په ګډون ډير شمیر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري بحران سربیره د خدماتونو په وړاندې کولو کې د بودیجې د کمښت خبره په ځلونو کړې ده.
دغو سازمانونو خبرداری ورکړی چې چیرته د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه په کافي اندازه بودیجه ترلاسه نه کړي په لیرو پرتو سیمو کې به د میندو او ماشومانو سربیره ډیر اړمن کسان د ژوند له لومړنیو خدماتونو بې برخې شي.
د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي
د پاکستان د تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند غړو او د عمران خان پلویانو له پېښور څخه پنجاب ایالت ته تلونکې لارې تړلي دي.
د دغه ګونډ غړو له حکومته غوښتي چې پخوانی صدراعظم او د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په روغتون کې بستر کړي.
د راپورونو له مخې، د ناورغۍ له کبله د عمران خان د یوې سترګې دید خورا کم شوی دی.
درې ورځې کیږي چې د عمران خان پلویانو په ډېره اسماعیل خان، کواټ او اټک کې پنجاب ته تلونکې ټولې لارې د تګ راتګ په مخ تړلي دي.
د دغو اعتراضونو له کبله زرهاوو موټرې په لارو کې بندې پاتي دي.
د راپورونو له مخې، د عمران د سترګې د درملنې په موخه د داکټرانو یو ټیم زندان ته ورغلی دی.
د پاکستان سترې محکمې د فبرورې په ۱۲مه امر کړی و چې د داکټرانو یو ټیم دې د عمران د درملنې په موخه زندان ته لاړ شي او عمران ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو اولادنو سره ټیلفوني اړیکه ونیسي.
عمران خان له ۲۰۲۳کال راهیسې د درغلېو په ګډون په یو شمیر قضیو کې تورن پیژندل شوی دی چې په ۱۴کلونو بند محکوم شوی دی.
عمران بیا په ځان لګیدلي د درغلیو ټولو تورونه سیاسي بللي دي.