د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۲

ښځې

د طالبانو حکومت سره د ناروې د ډیپلوماتیکو اړیکو محدودېدل؛ طالبانو پرې خپګان ښودلی

 د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

د طالبانو حکومت د ناروې پر هغه پرېکړه خپګان ښودلی چې له افغانستان سره یې خپل ډیپلوماتیې اړیکې محدودې کړي دي.

په یوه بیان کې چې پرون ماښام د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه خپور کړ غوښتنه شوې چې ډيپلوماتیکو اړیکو ته باید د هېوادونو له کورنیو مسایلو سره ارتباط ورنه کړل شي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د روغتیايي زده کړو په مرکزونو کې د نجونو پر تعلیم د بندیز د راپورنو له خپرېدو وروسته ناروې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو اړیکو کچه راټیټوي، په داسې حال کې چې ناروې له هغو لوېدیځو هېوادونو څخه و چې اړیکې یې له طالبانو سره خورا ډېر نژدې وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د روغتیايي زده کړو په مرکزونو کې د نجونو پر تعلیم بندیز ته اشاره نه ده شوې، خو ویل شوي چې ډيپلوماتیک تماسونه هغه مهال ډېر اغېزمن وي چې د نظریاتو له اختلاف سره سره بیا هم دوه اړخیز تفاهم او درناوی پراخ کړي.

د نجونو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز پر ناروې سربېره د ملګرو ملتونو او د یو شمېر نورو هېوادونو غبرګونونه هم پارولي دي.

نن د افغانستان د سړو سيمو ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو وروستۍ ورځ ده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

نن د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم نه تر دولسم ټولګیو د زده‌‌کوونکو د کلنۍ ازموینې وروستۍ ورځ ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې، د ازموینو پر مهال "قوانین او مقررات" مراعات کړي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي نجونې په مایوسۍ سره دې ازموینه کې ګډون کوي، ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده‌‌کړو منع کړي دي.

طالبانو له تېرو درې کالونو راهیسې په‌‌دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او کورنیو نیوکو او فشارونو سربېره هم تر اوسه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

انالینا بایربوک: د طبي زده‌کړو مؤسسو په بندېدو سره د افغانستان راتلونکی له‌منځه ځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي، د طالبانو له لوري د طبي مؤسسو له بندېدو سره د افغانستان راتلونکې له‌منځه ځي.

انالینا بایربوک په خپله ایکس‌پاڼه کې پرون ولیکل چې، هسې هم په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند داسې و لکه په زندان کې چې شپې ورځې تېروي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د یوه شفاهي امر له‌‌مخې په ټول افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پرمخ د طبي زده‌‌کړو مؤسسې وتړلې.

د نجونو په مخه د طبي زده‌کړو د مؤسسو تړل کېدو، پر کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه وپارول، خو تر اوسه طالب چارواکو په‌دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي.

يوناما: په طبي زده‌کړو مؤسسو کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز به روغتيايي سيستم اغېزمن کړي

د نجونو د زده‌کړو يو ټولګی
د نجونو د زده‌کړو يو ټولګی

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما دوه ورځې وروسته، د طالبانو هغه بندیز ته غبرګون ښيي چې په افغانستان کې يې د نجونو پر مخ د طبي انسټیټوټونو دروازې تړلي دي.

یوناما پرون چهارشنبې ناوخته (د ډسمبر۴ مه) په یو بیان کې د طالبانو دې نوي بندیز ته اندېښنه ښودلې او ویلي دي، که چېرته دا بندیز په رسمي توګه تایید شي، د افغانستان پر روغتیايي سیسټم به ناوړه اغېزې وکړي.

د یوناما په خبره، د دې نوي بندیز په پلي کېدو سره به، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاس‌رسی لا محدود شي.

یوناما له طالبانو غوښتي چې پر دغې پرېکړې له سره غور وکړي.

طالبانو د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د یو فرمان پر بنسټ چې لا يې په رسمي توګه تایید کړی نه‌دی، په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ د طبي انسټیتوتونو دروازې وتړلې.

دا طبي انسټيټوتونه هغه وروستۍ روزنيزې ادارې وې چې، په روغتیايي برخه کې د ښځینه کارکونکو اړتیا ته په پام په‌‌کې طالبانو د نجونو پر زده‌‌‌‌‌‌کړو بندیز نه وو عملي کړی.

د طالبانو دې بندیز ته د بشري حقونو د ساتنې د نړیوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان دننه د کرکټ یوشمېر ستورو او سیاسي څېرو غبرګون ښودلی دی.

راشدخان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده‌کړو د طبي مؤسسو پر بندیز خواشیني ښودلې

راشدخان
راشدخان

د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر راشدخان په خپلو ټولنیزو پاڼو یو بیان خپور کړی دی چې، په‌کې یې د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو پر مخ د طبي څانګو د تړل کېدو له امله خواشيني ښودلې ده.

راشدخان ویلي دي، په ټولنیزو رسنیو کې یې د ښځو او نجونو له خفګان ډک انځورونه لیدلي دي، چې دردمند کړی یې دی.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې ده چې، پخپلې دې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي او د اسلامي اصولو په رڼا کې دې ښځو او نجونو ته د تعلیم کولو اجازه ورکړي.

ښاغلي خان ويلي دي: "لکه څنگه چې د یو ‌هېواد د پرمختگ بنسټ په تعلیم پیل کېږي، همداراز زموږ خویندې حق لري، چې تعلیم وکړي او خپلې ټولنې ته د طبي برخې سربېره په هره برخه کې د خدمت جوګه شي."

د ویلو ده چې تېره ورځ د ډسمبر په ۳مه نېټه ازادي راډیو ته ځینو سرچینو ویلي وو چې، د طالبانو د حکومت مشرتابه امر کړی دی چې په ټول افغانستان کې دې د نجونو پر مخ په طبي انستیتوتونو کې هم زده‌کړه بندې شي.

اروپايي ټولنې د طبي زده‌کړو په مؤسسو کې د نجونو پر زده‌کړو بنديز وغانده

د اروپايي ټولنې بيرغ
د اروپايي ټولنې بيرغ

اروپایي ټولنې نن په یوه بیان کې د طالبانو دا پرېکړه چې په طبي زده‌کړو مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.

اروپایي ټولنې په خپل بیان کې له طالبانو غوښتې دي چې، سم‌دستي دا پرېکړه بدله کړي.

ورته غوښتنه پرون د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو کړې وه.

د طالبانو د نوي فرمان له‌‌‌مخې د سه‌‌‌شنبې له ورځې د افغانستان د ټولو طبي زده‌‌کړو په مؤسسو کې ښځینه زده‌‌کوونکې له زده‌‌‌کړو منع شوې دي.

دې پرېکړې د افغانستان د ننه هم غبرګونونه پارولې دي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي نن په یوه بیان کې ویلي دي، په‌‌‌داسې وخت کې چې افغان ښځې او میندې په ټول هېواد کې له زیاتو روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي دا اعلان د ډېرې خوابدۍ وړ دی.

ښاغلي کرزي د طالبانو له حکومته غوښتې دي چې سم‌دستي دا پرېکړه لغوه کړي.

د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د افغان نجونو پر زده‌کړو د طالبانو بندیز وغندل شو

په افغانستانکې د منځنیو طبي زده‌کړو د یوه انسټېټیوټ محصلانو د طالبانو د وورستۍ پرېکړې په غبرګون اعتراض کړی.
په افغانستانکې د منځنیو طبي زده‌کړو د یوه انسټېټیوټ محصلانو د طالبانو د وورستۍ پرېکړې په غبرګون اعتراض کړی.

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنېشنل د قابله‌ګانواو نرسانو د روزنې په ګډون د طبي زده‌کړو په مرکزونو کې د ښځینه روغتیاپالانو پر زده‌کړو د طالبانو له‌خوا لګول شوی بندیزغندلی او هغه یې په دې هېواد کې پر ښځو او نجونو یوازې د جنسیټ پر اساس بل سیستماتیک برید بللی دی.

د دې سازمان د جنوبي آسیا څانګې پرون سې شنبې په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو د مشرتابه نوی فرمان مسخره او هغه یې په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د دوی له رسېدو راهیسې د ښځو پر وړاندې یو له سختو اقداماتو څخه بللی دی.

دې سازمان ویلي چې دغه بندیزونه نه یوازې په افغانستان کې ښځې د زده‌کړو له وروستي امکان څخه بې برخې کوي، بلکې هغه به د ښځو د روغتیا لپاره ناوړه پایلي ولري.

امنیسټي انټرنېشنل له طالبانو غوښتي، هغه څه چې دې سازمان د جنسیت پر اساس سیستماتیکه جنسیتي ځورونه بللې او ټول هغه فرمانونه او محدودیتونه چې واک ته د دوی له راهیسې پر ښځو لګول شوي بېرته واخلي.

دې سازمان همدارنګه غوښتنه کړې چې ښځو او نجونو ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو بشري حقونو څخه کار واخلي.

د طالبانود حکومت د نوي فرمان له مخې، د سې شنبې له ورځې د افغانستان په ټولو د طبي زده‌کړو په انسټېټیوټونو کې ښځینه زده‌کونکې له زده‌کړو منع شوي دي.

ریچارډ بینېټ: په افغانستان کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسول شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ وایي، په افغانستان کې له مجازاتو د معافیت فرهنګ باید پای ته ورسول شي.

بینېټ دغه څرګندونې پرون سې شنبې د هالنډ په هاګ ښار کې په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

هغه وویل: "په اوس وخت کې هلته ( افغانستان) کې د معافیت فضا خپره ده او هرڅه چې ترسره کېږي، ورسره حساب نه کېږي. دغه حالت باید پای ته ورسول شي او باید حساب وشي. هغه هم داسې مهال چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه ښځې او نجونې، مذهبي او قومي ډلې جنسیت بدلي، خبریالان، د مدني ټولنې غړي او د بشري حقونو فعالان سخت تر فشار لاندې دي."

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ د نړۍ شپږو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو قضیه په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې ته وړاندې کړه.

د دې محکمې لوی څارنوال کریم خان د دوشنبې په ورځ وویل چې ډېر ژر به د طالب چارواکو د نیولو حکم صادر کړي.

د طالبانو حکومت په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي چې د بشري حقونو د فعالانو په وینا په نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي.

بریتانیا د افغان نجونو پر لوړو زده‌کړو د تازه بندیزونو له کبله ژوره اندېښنه ښودلې

په افغانستان کې د یوه روغتیايي انسټېټیوټ محصلانو د طالبانو د نوې پرېکړې په غبرګون اعتراض کړی دی.
په افغانستان کې د یوه روغتیايي انسټېټیوټ محصلانو د طالبانو د نوې پرېکړې په غبرګون اعتراض کړی دی.

د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شارژدافېر رابرت ډیکسن په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د تازه بندیزونو له کبله ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ډیکسن نن پر خپله ایکس‌پاڼه ولیکل چې د افغان نجونو پر لوړو زده‌کړو د طالبانو بندیز د نجونو د تعلیم حق ته یو بل سپکاوی دی او زیاتوي چې د طالبانو دا اقدام به روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو لاسرسی نور هم محدود کړي.

د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ چې له نن سه‌شنبې څخه به د نجونو پرمخ د روغتیايي زده‌کړو د عالي موسسو دروازې بندې وي.

د طالبانو حکومت مخکې له دې د نجونو منځني ښوونځي، لېسې او پوهنتونونه هم تړلي دي.

منیژه صدیقي: په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوم

منیژه صدیقي
منیژه صدیقي

د ښځو د حقونو فعاله منیژه صدیقي چې څو میاشتې یې د طالبانو په بند کې تېرې کړي، وايي، دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بې برخلیک حالت کې ژوند کوي.

مېرمن صدیقي په هغه ویډیو کې پرون یکشنبه د ښځو د حقونو ځینو فعالانو پر ایکس شبکه خپره کړې، ویلي چې د استوګنې د قانوني اسنادو نه درلودلو له کبله افغانستان ته د خپل اخراج د احتمال په باب اندېښنه لري.

هغه وايي: "دا مهال په یوه ګاونډي هېواد کې په بد وضعیت کې له اقتصادي، امنیتي ستونزو سره او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوم. د بشري حقونو له هر بنسټ، د بشري حقونو او ښځو د حقونو له هر فعال سره چې مې اړیکه ونیوله، غوښتنه مې ور وړاندې کړه، خو زما غوښتنو ته یې پام ونه کړ."

معترضه مېرمن منیژه صدیقي د سږکال په وري یا حمل میاشت کې د طالبانو په زندان کې د شاوخوا اوو میاشتو له تېرولو وروسته خوشې شوه.

هغې ویلي چې د بند پر مهال په جسمي او رواني لحاظ شکنجه شوې او بد چلند ورسره شوی دی.

د طالبانو حکومت په دې باب څه نه دي ویلي.

طالبانو څه باندې درې کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د ښځو د حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو، د پوهنتون د استادانو او خبریالانو په ګډون لسګونه کسان نیولي او بندیان کړي دي.

د دوی ډېری له څه مودې وروسته بېرته خوشې شوي دي.

د بشري حقونو سازمانونو له طالبانو غوښتنه کړې، چې خپلسرې نیونې ودروي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG