خبرونه
د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان ته د مرستو کمېدا تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمنوي
د یوې مخکښې مرستندویې ادارې مشر خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د مرستو کمېدا د دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.
د ناروې د کډوالو د نړیواله شورا عمومي منشي یان ایګلینډ وویل، د افغانستان لپاره د حکومتي ادارو او بشري مرستو د مالي ملاتړ کمېدا تر ټولو زیات ښځې او نجونې اغېزمنوي.
د ناروې د کډوالو نړیوالې شورا تېر کال له څه باندې ۲۱۶ زره افغانانو سره مرسته کړې، چې نیمایي یې ښځې وې.
د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان بېوزله شوي او له لوږې سره مخامخ شوي ځکه چې بهرنۍ مرستې په یو وار بندې شوې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له لومړۍ ماتې وروسته افغانستان نن بیا د هند پر وړاندې لوبېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلې نن سې شنبه د ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه ترسره کوي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په ۶ نیمو بجو پیلېږي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه وړمه ورځ هند ته د اوو وېکټو په توپیر وبایلله.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې کړې وې او هند د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴ اور کې ټاکلی هدف پوره کړ.
د افغانستان په کوربهتوب دغه لوبې د نوې ډېلي په ارون جیټلي لوبغالي کې ترسره کېږي چې درېیمه او وروستۍ یې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د «وږې په ۲۶مه» پلان شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې هند په خپله خاوره کې د یوې لوبډلې په کوربهتوب لوبې کوي.
تر دې مخکې ډېر ځلې افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د هېوادونو له لوبډلو سره د لوبو کوربهتوب کړی دی.
۳۲ افغان ورزشکاران د جاپان د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو کې ګډون کوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې تأیید کړې چې د افغانستان له دننه څخه یو ورزشي کاروان به د ۲۰۲۶ کال په اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته لاړ شي.
د دې کمېټې سرپرست محمد باور هوتک له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې دا موضوع تأیید کړې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د افغانستان ۳۲ ورزشکاران به د هېواد له دننه څخه په نهو ورزشي څانګو کې په دغو سیالیو کې ګډون وکړي.
په همدې حال کې، د افغانستان د ووشو ملي فدراسیون ویلي چې د دې برخې د ملي لوبډلې غړي د اسیايي لوبو د ګډون لپاره جاپان ته روان شوي دي.
د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبې به د سپټمبر په ۱۹مه د جاپان په ایچي او ناګویا ښارونو کې پیل شي او د اسیا له لسګونو هېوادونو څخه به زرګونه لوبغاړي پهکې سیالي وکړي.
د یوې څېړنې خبرداری؛ د همالیا غرونه د بدلون یوه بحراني پړاو ته نږدې شوي
د یوې څېړنې موندنې ښیي چې د همالیا غرونه د بدلون یوه بحراني پړاو ته نږدې شوي ځکه د یخچالونو ویلې کېدل د یوې لسیزې مخکې په پرتله چټک شوي او دا وضعیت د اوبو خوندیتوب له ګواښ سره مخ کوي.
د څېړنې له مخې، سیمه د دې پېړۍ تر نیمایي پورې د اوبو د "لوړې کچې" پړاو ته نږدې کېږي.
دا موندنې وروسته له هغې خپرې شوې چې د اګسټ په وروستیو کې د نیپال او تبت پر پوله د همالیا یو یخچال ونړېد.
دې پېښې په لاندې درو کې ځمکې ښویېدنې او ناڅاپي سېلابونو ته لار هواره کړه.
د دې پېښو له امله په سیمه کې لږ تر لږه ۱،۳۰۰ کسان مړه او له ۵،۳۰۰ ډېر کسان بېدرکه شوي دي.
دغه څېړنه چې د سیسټیمیک څېړنیز مرکز په ګډون درې سیمهییزو څېړنیز مرکزونو په ګډه ترسره کړې، وایي چې د یخچالونو په ویلې کېدو سره د هغو درو د پاسه جهیلونو کې اوبه ډنډېږي چې مخهیې یوازې کاواکې ډبرې او یخونه نیسي چې تر لاندې سیمو کې یې میلیونونه کسان ژوند کوي.
د دې څېړنې له مخې په وروستیو لسیزو کې د همالیا د یخچالونو کچه په چټکۍ کمه شوې.
دا څېړنه له افغانستانه نیولې تر میانمار پورې د هندوکش او همالیا په غرنیزو سیمو کې د شاوخوا ۴۰ زره یخچالونو له ډلې په ۲۱ یخچالونو ترسره شوې ده.
سبا ماښام د هند او افغانستان دویمه شل اووریزه لوبه کېږي
د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به سه شنبه ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته ومنله.
دا لوبه چې په نوې ډهلي کې وشوه افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو دفاع یې ونه کړای شوه او هند په ۱۴ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو هدف ته ورسېد.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي ۶۴ او محمد نبي ۳۳ منډې وکړې خو نور اکثر لوبغاړي په ډېرو کمو منډو اوټ شول.
د هند پیلیز لوبغاړي ابیشک شرما بیا په ۳۲ توپونو ۸۲ چټکې منډې وکړې.
د ایران د نوي تعلیمي کال په درشل کې د افغان کډوالو ماشومانو ستونزې
په ایران کې د نوي تعلیمي کال د پيل په درشل کې د افغان ماشومانو د نوملیکنې په پروسو کې پیچلتیا افغان کډوال اندېښمن کړي.
د ایران نوی ښوونیز کال څه باندې یوه اوونۍ وروسته د تلې/میزان په لومړۍ پیلېږي.
د راپورونو له مخې د ایران اکثر ښوونځي د بهرنیو اتباعو او کډوالو د ادارې له معتبر معرفيلیک پرته د افغان ماشومانو نوملیکنه نه کوي.
په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د راپور له مخې تېر کال لږ تر لږه څلور لکه افغان او عراقي ماشومان هلته په ابتدایه او متوسطه ښوونځیو کې شامل شوي و.
ایران لا هم د څه باندې څلورو میلیونو افغانانو کوربه دی چې نږدې یو نیم میلیون یې اسناد نه لري.
اخوا د ځینو راپورونو له مخې چې ایراني چارواکو یې د څېړلو خبر هم ورکړی د ایران ځینو ښوونځیو د مرستې او د لګښتونو په نوم له کډوالو ماشومانو د لسو میلیونو تومانو غوښتنه کړې ده.
په فرانسه کې ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي د بندیز طرحه جوړه شوې
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ویلي چې حکومت یې ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو د لاسرسي د بندولو بیا کتل شوې طرحه اروپايي کمیسیون ته وړاندې کړې ده.
د دې طرحې مخکینۍ بڼه د فرانسې د اساسي قانون شورا رد کړې وه او دلیل یې راوړی و چې د ځینو خلکو د بیان ازادي په غیر ضروري توګه محدودوي.
مکرون په خپله ایکس پاڼه په دې تړاو په بیان کې ویلي چې: له دقیق تخنیکي کار وروسته حکومت نن نوې طرحه اروپايي کمیسیون ته لیږي.
مکرون ټینګار لري چې اروپایي ټولنه کې باید ټولنیزو رسنیو ته د ماشومانو لاسرسی بند شي.
تمه ده دا اوونۍ د اروپايي کمیسیون مشره اورزلا وون درلاین هم په ټوله اروپا کې د ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو د بندیز په امکان خبرې وکړي.
داوود سرخوش وایي په سرطان اخته و خو اوس ښه شوی
افغان وتلی سندرغاړی داوود سرخوش وایي چې په سرطان ناروغۍ اخته و او اوس بېرته ښه شوی دی.
ښاغلي سرخوش په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په شپه خپره شوې ویلي چې تر شاوخوا دوو کلونو سختو درملنو وروسته اوس ښه شوی او غواړي خپل هنري فعالیتونه بېرته پیل کړي.
داوود سرخوش چې له کلونو په اروپا کې اوسیږي په بیلابیلو هېوادونو کې لسګونه کنسرټونه اجرا کړي.
ده په ۱۹۹۸ کال کې د «سرزمین من» سندرې سره چې د ده د لومړي البوم وه د لکونو افغانانو په منځ کې خاص شهرت پيدا کړ.
زیلینسکي ویلي چې غواړي د جي ۲۰ په سرمشریزه کې له پوتین سره وګوري
د اوکرایین په ملکي سیمو د روسیې د بریدونو په دوام سربېره د اوکرایین لسمشر ولودویمیر زیلینسکي ویلي چې غواړي د جي ۲۰ هېوادونو سرمشریزه کې د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره وګوري.
هغه خبره چې کریملین ناممکنه بللې او رد کړې ده.
زیلینسکي له "ډویچ ویله" (Deutsche Welle) سره په مرکه کې ویلي چې دی چمتو دی د سولې په اړه د خبرو اترو لپاره د ډسمبر په ۱۴مه او ۱۵مه له پوتین سره وګوري.
خو د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف دا وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې مخامخ لیدنه یوازې په مسکو کې ممکنه ده.
زیلنیسکي داسې وخت دا خبره کړې چې د روسیې له خوا لا هم په اوکرایین پراخ بریدونه روان دي او لږ تر لږه ۹ کسان د شنبې په ورځ په دغو بریدونو کې وژل شوي.
د راپورونو په اساس روسیې په خپلو ډرونونو سره ان د پولنډ پولې ته څېرمې سیمې هم ویشتلي دي.
ټرمپ بیا ویلي چې له ایران سره جګړه د امریکا د کانګرس تر منځمهاله ټاکنو وروسته پای ته رسیږي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې له ایران سره جګړه به د امریکا د کانګرس د منځمهاله ټاکنو څخه وروسته ژر پای ته ورسیږي خو له تهران سره به یوه بده هوکړه ونه مني.
هغه دا خبره یکشنبه په ایرلنډ کې خبریالانو ته کړې.
ټرمپ دا هم ویلي چې ایران هوکړې ته د رسېدو لیوالتیا لري او په وار وار یې له امریکا سره اړیکه نیولې ده.
خو په تېره یوه اونۍ کې، هغه دا ګواښ هم کړی چې امریکايي ځواکونه ښايي د "کلنګ ګازلا" (Kolang-e Gazla) په غره کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
د "کلنګ ګازلا" غر د نطنز د یورانیمو د بډاینې تاسیساتو ته نږدې موقعیت لري او لویدیځ استخباراتي ادارې شک لري چې ایران ښايي د دغه غره په ژورو برخو کې د یورانیمو د بډاینې داسې تاسیسات جوړوي چې تر اوسه یې په اړه رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي.
ایران کې څلور افغان کډوال مړه او ۵ نور سخت ژوبل شوي
په ایران کې د یوې مرګوني ټرافیکي پېښې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور افغانان وژل شوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.
د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی چې شنبه ناوخته د یاسوج – اصفهان په لویه لار یو وړوکی مسافروړونکی موټر له یوه باروړونکي موټر سره لګېدلی.
د راپور په اساس څلورو افغانانو د پېښې په ځای کې ساه ورکړې او پنځه نور ژوبل دي چې د دوو وضعیت ښه نه دی.
چارواکو ویلي چې د انسانانو قاچاقبران اکثر په بېړه او بې احتیاطۍ له خطرناکو لارو تګ راتګ کوي چې داسې مرګونې پېښې رامنځته کېږي.