د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۹

خبرونه

په ۱۵ ولایتونو کې د اوبو د ۵۸ بندونو د جوړېدو چارې پیلیږي

ارشیف

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې په نږدې راتلونکې کې به په ۱۵ ولایتونو کې ۵۸ د اوبو د وړو بندونو د جوړېدو چارې پیل شي.

د دغه وزارت ویاندې مژدې بهنود نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو بندونو ټول لګښت ۲۲۷ میلیونه افغانۍ کیږي، چې په بېلابېلو ولایتونو کې جوړیږي.

هغې زیاته کړه: "د چیک ډیمونو له جوړېدا هدف له موسمي سیلابونو نه مخنیوی، د اوبو سم مدیریت، د مځکې لاندې اوبو سطحې لوړوالی، کرنیزو او څښاک د اوبو چمتوالی او له ۱۳ زره هکتاره نه زیاته ځمکه تر اوبو لاندې کېږي."

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د ۳۳۴ نورو بندونو د تړونونو چارې هم چې ۵۶ میلیونه امریکايي ډالره پرې لګښت راځي هم ورستۍ شي.

د دغو بندونو د جوړولو لګښت ټول له دولتي بودجې ورکول کېږي.

فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان لاریونونه کوي

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو په نوم معترضان غواړي نن او سبا لاریونونه وکړي.

دا لاریونونه د هغه حکومت ضد غورځنګ د رامنځته کېدو د لومړۍ کالیزې په مناسبت ترسره کېږي چې یو کال مخکې په فرانسه کې راپورته شو.

د فرانسې پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي د پاریس پر مشهور واټ شانزالیزه له لاریون منع شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې د تاوتریخوالي او وارنکارۍ په صورت کې به مداخله وکړي.

یوې مخکښې اعتراض کوونکې پریشلا لوډوسکي ویلي د پلازمېنې پاریس په بېلابېلو برخو کې به دا لاریونونه ترسره شي.

په فرانسه کې د زیړ واسکټو اعتراضونه د 2018 میلادي کال په اکټوبر کې د تېلو د مالیې پر لوړېدو په پاریس کې پراخ لاریون پیل شو چې تقریباً 300 زره کسانو په کې ګډون کړی و.

دې اعتراضونو دوام وکړ خو وروسته یې ګډوانوال کم وو.

افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې نن وروستۍ شل اوره لوبه کوي

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن، د نوامبر په ۱۷مه ، د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ درېیمه او وروستۍ مسابقه لري.

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په شپږمه پېل شوې.

له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو مسابقې ویسټ انډیز ته ور وبایللې.

د افغانستان لوبډلې یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې ده.

خو په دوهمه شل اوریزه مسابقه کې چې تېره شپه وه، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ویسټ انډیز ته په ۴۱ مڼډو ماته ورکړه.

د افغانستان او ویسټ انډیز ترمنځ دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ټسټ مچ دی.

رسولي: بګرام زندان ته پر تلوونکو څارنوالانو برید شوی

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، هغه ۴ څارنوالان چې د شمالي په قره باغ کې وویشتل شول، د بګرام زندان ته روان وو.

دا خبره د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشېد رسولي پرون د اسوشیټېډپرس خبري اژانس ته کړې ده.

د بګرام په توقیف ځای کې د انس حقاني په شمول د وسله والو طالبانو مهم وګړي بندیان دي.

په پرونۍ حمله کې دوه څارنوالان وژل شوي او دوه زخمیان دي.

د زخمیانو د وضعیت په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

خو د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون ټویټ وکړ چې انس حقاني او ملګري يې د بګرام په توقیف ځاي کې دي، حکومت یې د تبادلې مسئله څېړي او د ملي ګټو پر اساس به پرېکړه کوي.

دا لا نه ده څرګنده شوې چې د بګرام زندان ته پر لاره پر څارنوالانو خونړۍ حمله له دې مسئلې سره تړاو لري که نه.

ولسمشر غني تېره اونۍ وویل چې انس حقاني او دوه نور ملګري به یې د افغانستان د امریکایي پوهنتون له دوو استادانو سره تبادله شي.

خو اسوشیټېډپرس پرون د وسله والو طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په حواله ویلي چې هغوی نه پوهېږي چې انس حقاني او دوه نور کسان ولي نه دي خوشې شوي.

د ایران په اعتراضونو کې یو کس وژل شوی

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

د رپوټونو پر اساس، په ایران کې د دګاز د نرخ او تېلو د نرخ د لوړېدو پر ضد په اعتراضي مظاهرو کې یوتن وژل شوی دی.

د ایران د سیرجان ولایت والي، پرون د نوامبر په ۱۶مه، ویلي چې د یوه اعتراض کونکي د وژل کېدو شرایط لا نه دی څرګند شوی خو یو شمېر نور وګړي زخمیان شوي دي.

تردې وړاندې له ایرانه په رپوټونو کې وویل شول چې د سیرجان په ښار کې یو شمېر اعتراض کونکو د جمعې په ورځ هڅه کوله چې د تېلو یوې سترې زېرمې ته اور ور واچوي خو امنیتي ځواکونو یې د مخنیوي هڅه کوله.

د ایران له نورو سیمو مشهد، اهواز او شیراز څخه هم د خلکو د اعتراضونو او د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ د اخ و ډب خبرونه خپاره شوي دي.

د ایران اقتصاد د امریکا د مالي بندیزونو له امله تر سخت فشار لاندی دی.

په داسې حالت کې بیا د ایران حکومت ویلي چې د تېلو او ګاز نرخ لوړوي.

د حکومت د دې اعلان پر ضد د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خلکو مظاهرې پېل کړې دي.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو کانګو کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

مشکوکو اسلامپالو وسله والو د کانګو په ختيځ کې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

سیمه ییزو چارواکو پرون، د نوامبر په ۱۶مه، وویل چې پېښه د جمعې په ماښام شوې ده.

د کانګو پوځ د اکټوبر په ۳۰مه، د ملګرو ملتونو د سوله ساتي ځواک په همکارۍ د اسلامپالو وسله والو پر ضد پراخ عملیات وکړل.

د رپوټونو پر اساس، له ۲۰۱۴میلادي کال راهیسې د کانګو او یوګاندا ترمنځ په ځنلګي سیمو کې د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو په نوم وسله وال ملېشه فعالیت لري.

هغوی تېره اونۍ د پوځ د عملیاتو په ځواب کې پر ملکي وګړو حمله وکړه او ۴۰ تنه یې ووژل.

د کانګو حکومت د متحدو ډیموکراتیکو ځواکونو وسله وال په هغه هېواد کې د سلګونو ملکي وګړو په قتل تورونوي.

پاکستان کې چاودنې درې سرتیري وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې یوې چاودنې درې سرتیري وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزارت یو ویاند ضیا لانګو نن خبریالانو ته وویل، چې د لرې ځایه کنټرولیدونکې دا بم د کوټې ښار په کوچلاغ کې چول شوی دی.

د نوموړې په وینا بم په یو موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی و.

د دې پېښې مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د پاکستان بلوچستان ایالت کې پر سخت دریځو اسلامپالو ډلو سربېره بلوڅ بیلتونپالې هم د حکومت ضد فعالیتونه کوي.

چارواکو د غیر قانوني کانونو کیندنې مخنیوي لپاره له پروګرامونو خبر ورکړ

ارشیف

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت د ولسمشر له لارښونې سره سم د غیر قانوني کانونو د کیندنې د مخینوي لپاره پروګرامونه تر لاسه لاندې لري.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن د دغه څرګندونو تر څنګ ازادي راډيو ته وویل، چې دغه اقدام به کانونو او پترولیم وزارت ته په یوه عایداتي سرچینې بدل شي.

مطفي زیاته کړه: "زموږ اساسي هدف دا دی چې له دې وروسته دغه وزارت د دولت پر یوې عایداتي سرچینې بدل شي او تر ډېره زمونږ تمرکز په هغو پروژو دی چې هغه مونږ هدف ته رسوي."
د ښاغلي مطفي په وینا د کانونو د استخراج د یو شمېر تړونونو د ارزولو او بیا غور بهیر هم پیل کړی دی.

د یادونې ده چې مخکې له دې د افغانستان د یو شمېر کانونو د غیر فني او د زورواکو او وسله والو مخالفینو له خوا یې د غیر قانوني کیندنې په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

چارواکي: د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال بودجې سند ملي شورا ته استول شوی

ارشیف

د افغانستان مالیي وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودجې سند د تصویب لپاره ملي شورا ته استولی.

د دغه وزارت ویاند شعمروز مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د راتلونکي مالي کال په پراختیايي بودجه کې د تېر په پرتله لس فیصده کموالی راغلی دی.

ښاغلي مسجدي زیاتوي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ تخمین شوې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ له استماعیه جلسو، ولایتونو ته له سفرونو او د افغانستان اقتصادي پروګرامونو ته په پام سره دغه مسوده چمتو کړې، چې ۲۸۹ میلیارده افغانۍ عادي بودجه چې معاشونه او دولتي خدمتونو کې ورنه استفاده کیږي، او ۱۳۹ میلیارده پراختيايي بودجه مو په پام کې نیولې."

د مالیې وزارت تمه ښيي، چې ملي شورا د نوي مالي کال له پيل وړاندې دغه سند تصویب کړي، څو د راتلونکي مالي کال پروګرامونه له بودجې سره سم پیل شي.

افغانستان او ویسټ انډیز نن د شل اورونو کرکټ لوبه کوي

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره د شل اورونو کرکټ مسابقه لري.

د کرکټ بورد د رسنیو مسئول، فرید هوتک تېره شپه ازادي راډیوته وویل: "د شل اوره کرکټ د دویمې سیالۍ کوربه افغانستان دی، دریمه شل اوره مسابقه به سبا وي، افغانانو ځانونه ښه ورته تیار کړي دي."

د ویسټ انډیز او افغانستان د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د شل او پنځوسو اورونو کرکټ سیالۍ د نوامبر په ښپږمه پېل شوې.

له هغه راهیسې، افغانستان درې د پنځوسو اورونو او یوه د شلو اورونو سیالي ویسټ انډیز ته ور بایللې دي.

دا مسابقې د هند په لکنهو ښار کې روانې دي.

د نوامبر په ۲۷مه د دواړو ترمنځ د ټسټ لوبه ده.

چارواکي: د سالنګونو لاره یوازې د کوچنیو موټرو ته خلاصه ده

ارشیف: د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د څارنې او ساتنې اداره وايي چې نن شنبه د نومبر ۱۶مه، د سالنګ لار کوچنیو موټرو ته خلاصه ده.

خو لوی موټرلا هم پر دې لار دتګ راتګ اجازه نه لري.

په سالنګونو کې د واورې د سخت اورښت له امله د سالنګ لار د مسافرو موټرو ته هم بنده شوې وه.

خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ادارې مشر ضمیر امرخېل پرون، د نوامبر په ۱۵مه، ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو لپاره خلاصه ده.

ضمیر امرخېل: "د شنبې په ورځ نن د سالنګ لار مسافر وړونکو موټرو ته خلاصه ده خو ټېلر او لوی موټر نه شي تېرېدلی، مسافر وړونکي موټر هم یوازې په دې شرط چې ټیرونو ته یې ځنځيرونه اچولي وي او په معین سرعت د تګ اجازه لري."

ضمیر امرخېل وویل چې په سالنګونوکې ۵۳ سانتي متره واوره شوې ده.

د امریکا پخوانۍ سفیرې د ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېروونکي بللي

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیره ماري یوانویچ

په اوکراین کې د امریکا پخوانۍ سفیرې، ماري یوانویچ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټويټونه وېرونکي بللي دي.

ماریا یوانویچ پرون (د نومبر ۱۵مه) د کانګرس د استازو مجلس په خلاصه غونډه کې د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د امریکا په کانګرس کې د ولسمشر د استیضاح د امکان په اړه د تحقیقاتو لړۍ تېره اونۍ پېل شوه.

په اوکراین کې د امریکا مخکنۍ سفیرې وویل: "زه نه شم ویلی چې ولسمشر څه کول غواړي خو فکر کوم چې هدف یې ویرول دی."

هغې دا خبره د ولسمشر ټرمپ د پروني ټویټ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ټرمپ پرون په یوه ټویټ کې ولیکل: "هرځای چې ماري یووانویچ ولاړه شي خرابي پېښېږي، هغې په سومالیا کې کار پېل کړ او وګورئ چې هلته څه پېښ شول؟"

ماري یانوویچ د امریکا یوه پخه دپلوماته ده .

ولسمشر ټرمپ هغه د روان میلادي کال په مې میاشت کې د اوکراین د سفارت له چوکۍ لرې کړه.

اوکراین د داعش ډلې مهم غړی نیولی 

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی

د اوکراین د امنیت ادارې ویلي چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې مهم غړی، براء شیشاني نیولی دی.

براء شیشاني په خټه د ګرجستان دی.

هغه د اوکراین پلازمېنې، کیف ته نږدې نیول شوی دی.

دا معلومات د اوکراین استخباراتو ادارې پرون پر فېسبوک خپاره کړي دي.

د اوکراین داستخباراتو ادارې په بیان کې ویل شوي چې د براء شیشاني د نیولو لپاره په عملیاتو کې د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې او د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت ګډون درلود.

براء شیشاني د داعش د ډلې د بل مشر عمر الشیشاني چې د امریکا د دفاع وزارت د داعش د جنګ وزیر بلل، مرستیال و .

خوست کې د وزیرستان کډوال له حکومته مرستې غواړي

ارشیف

په خوست کې د وزیرستان پراته کډوال له حکومته مرستې غواړي.

د هغوی یو شمېر مشرانو پرون د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د ژمي له را رسېدو سره په بېړني ډول خوراکي توکو ته اړتیا لري.

د وزیرستان یو کډوال احمد افغان: "ملګرو ملتونو به مخکې، موږ ته په ژمي کې ۲۰۰ ډالر د لرګیو لپاره راکول، همدا رنګه به یې دال، غوړي او نور خوراکي مواد را رسول< خو دلته ساړه ډير دي، دلته کمپلو، بسترو او نورو موادو ته اړتیا لرو، سخت حالت دی."

د ازادي راډیو دخبریال په حواله، د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د مرستې ادارې په خوست کې له مېشتو وزیرو سره مرستي د پخوا په پرتله ډېر کم کړي او ښايي په راتلونکو څو میاشتو کې مرستي پرې بند کړي.

په خوست کې د مېشتو کډوالو مشران وايي چې د وزیرو لږترلږه ۱۵ زره کورنۍ له وزیرستانه د امنیتي ستونزو له امله خوست ته ور کډه شوې دي.

روسیې د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې انټرنټ پاڼې پر ضد اقدام وکړ

ارشیف

د روسیې عدلیې وزارت پرون، د (نوامبر ۱۵مه) د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسیې دبرخې انټرنټي پاڼه د بهرنیو اېجنټانو په لست کې واچوله.

د ازادې اروپا/ازادي راډیو د روسي برخې وېب پاڼه د روان میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې فعاله شوه.

د روسیې د عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي چې دا پرېکړه یې د پارلمان د کورنیو چارو د کمېټې د سلا پر اساس کړې ده.

د روسیې پارلمان په ۲۰۱۷ میلادي کې نوی قانون جوړ کړ چې له مخې یې حکومت کولای شي چې بهرنۍ رسنۍ د خارجي اېجنټانو په لست کې شامل کړي او په دې ډول یې په روسیه کې د کار مخنیوی وکړي.

جرمني لسګونه اذربایجاني وګړي بیرته خپل هېواد ته استولي

د ازربایجان د کډوالو دولتي ادارې د جمعې په ورځ وویل، ۶۱ اذري وګړي له جرمني څخه په یوې چارټر شوې الوتکې کې بیرته باکو ته ستانه کړی شوي دي.

تر دې مخکې په جرمني کې د غیرې قانوني کډوالو د موندلو لپاره د پولیسو د چاپو راپورونه ورکړل شوي وو.

ددې ادارې په وینا دا ستنېدنه د اذربایجان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بې اسنادو افرادو د بېرته منلو په اړه له شته هوکړې سره سمه ترسره شوې ده.

د اذربایجان د کډوالو دولتي اداره وايي، په ستنو شویو کسانو کې ۲۲ نارینه، ۱۸ ښځې او ۲۱ ماشومان دي.

د جرمني شپیګل مجلې د نومبر په ۱۳مه نېټه راپور ورکړ چې د جرمني پولیسو په یو لړ چاپو کې ګن اذربایجاني وګړي موندلې چې ویل کیږي په قاچاقي توګه جرمني ته وروړل شوي.

د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان درېیو ساتونکو سره بغلان کې ووژل شو

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و.

د افغانستان په شمال ختیځ کې چارواکي وايي، د تخار د ورسج ولسوالۍ امنیه قومندان محمد افضل حکیمي له خپلو درېیو ساتونکو سره نن سهار د بغلان ولایت په پلفي کوتل کې وژل شوی دی.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، پر حکیمي هغه مهال برید وشو چې د بغلان ولایت له جلګې ولسوالۍ څخه د تخار په ورسج ولسوالۍ کې خپل کار ته پر لاره و.

بشارت بریدګر د حکومت وسلوال مخالفان بللي دي. په برید کې پر حکیمي سربیره د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي دي.

شپېته کلن محمد افضل حکیمي د بغلان په جلګه ولسوالۍ کې پخوانی جهادي قومندان و او د څه وخت لپاره یې په دې ولسوالۍ کې د امنیې قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د پاکستان په سند ایالت کې د تندر پرېوتو ۲۷ کسان وژلي

ارشیف

د پاکستان په جنوبي صحرايي سیمه کې تېره شپه د سختو بارانونو وریدو او د تندورونو پرېوتو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.

د سند د ایالتي حکومت ویاند سید غني ویلي، چارواکو په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د سند ایالت تهر دښتې ته یې ژغورونکې ډلې استولي دي.

د سید غني په وینا په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هغو لسګونو کسانو درملنه شوې چې د تندرونو او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د پرېوتو له کبله ټپیان شوې وو.

د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویاند انور کاظمي ویلي، په داسې حال کې چې ژغورنکي لرې پرتو کلیو ته رسیدلي، د وژل شویو د شمېر د زیاتېدو اندېښنه شته.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تندرونو د پرېوتو او ورپسې په اغېزمنه شوې سیمه کې اورلګېدونو سلګونه څاروي هم وژلي دي.

کرکټ: افغانستان ویسټ انډیز ته لومړۍ شل اووریزه لوبه وبایلله

ارشیف

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ویسټ انډیز پر وړاندې د درېیو شل اووریزو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه د ۳۰ منډو په توپیر وبایلله.

دا لوبه پرون د نومبر په ۱۴مه د هندوستان د لکنوو ښار په لوبغالي کې وشوه. ویسټ انډیز لوبه پیل کړه او افغانستان ته یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبغاړو د پام وړ لوبه ونه کړه. حضرت الله ځاځي په ۲۹ بالونو ۲۳، اصغر افغان په ۲۱ بالونو ۲۵، نجیب الله ځدراڼ په ۲۲ بالونو ۲۷ او فرید احمد په ۱۵ بالونو ۲۴ منډې وکړې.

افغان لوبډلې مخکې له ویسټ انډیز سره درې یو ورځنۍ لوبې هم کړي چې درې واړه یې بایللې دي. د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه او دریمه شل اووریزه لوبه به د شنبې او یکشنبې په ورځو وي.

اندرابي: داعش ډلې افغانستان کې ماته خوړلې ده

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د ننګرهار ولایت اچین ولسوالي او یوشمېر نورې سیمې د داعش ډلې ځالې ګڼل کېدې، خو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي د یکشنبې په ورځ وویل چې داعش ډلې په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

د ننګرهار ولایت په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند یو زندان او یو کلینیک د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې ویجاړ شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاوالله خوږیاڼي ازادي راډیو ته وویل: "د عملیاتو پرمهال په زندان او کلینیک کې څوک نه و، نو ځکه څوک نیول شوي یا ازاد شوي نه دي، خو مخکې هغه کسان چې دوی نیول یا به یې ځورول له همدې زندانه به یې کار اخیست."

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ښاغلي خوږیاڼي په خبره، په شېرزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد عملیات له دوو اونیو راهیسې روان دي.

سټولټنبرګ: ناټو د افغانستان د امنیتي ځواکونو مرستې ته دوام ورکوي

سټولټنبرګ داسې مهال دا خبرې وکړې چې کې په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیوچارو وزیر مایک پومپیو په څنګ کې ولاړ و.

د ناټو عمومي منشي وايي، دغه تړون د افغانستان له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي او روزي یې، ترڅو دا خبره یقیني کړي چې د اسلامي دولت (داعش) ډله بیا هېڅکله په افغانستان کې ځاله نه کوي.

یینس سټولټنبرګ پرون (نومبر ۱۴مه) د داعش ډلې پرضد ائتلاف کې د شاملو ۳۰ هېوادونو د چارواکو په ګډون په واشنګټن کې په یوه غونډه کې وویل، ناټو او متحده ایالاتو موافقه کړې چې د دوستو هېوادونو د پوځي ځواکونو د وړتیا لوړولو لپاره به هڅو ته دوام ورکوي، ترڅو د تروریزم پرضد مبارزه کې پیاوړي شي.

د ناټو عمومي منشي د داعش ډلې د مشر ابوبکرالبغدادي وژل کېدل یو مهم پرمختګ وباله او زیاته یې کړه چې دا ډله به هغه ځای بیا هېڅکله ترلاسه نه کړي چې په سوریه او عراق کې له ماتې وروسته یې په افغانستان کې ځان ته موندلی و.

ګرجستان کې خلکو د پارلمان د پرېکړې پرضد اعتراض وکړ

معترضانو په تېر دوبي کې د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې وه.

زرګونو کسانو پرون د ګرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې د پارلمان د هغې پرېکړې پر وړاندې اعتراض وکړ چې د انتخاباتو په قانون کې یې د اصلاحاتو وړاندیز رد کړ.

د انتخاباتو په قانون کې د اصلاحاتو غوښتنه معترضانو په دوبي کې کړې وه، خو وکیلانو پرون د نومبر په ۱۴مه په اساسي قانون کې د متناسب انتخاباتي سیسټم طرحې ته د اړتیا وړ ۱۱۳ رایې ورنه کړې او په دې توګه یې رد کړه.

د اپوزیسیون پلویان او فعالان وروسته په تبلیسي کې د پارلمان مخې ته راټول شول، د ښار عمومي لاره یې بنده کړه او د حکومت د استعفی او د نویو پارلماني انتخاباتو غوښتنه یې وکړه.

پولیسو قهرجن مظاهره چیان هغه مهال په ربړي ګولیو وویشتل او اوبه یې پرې وشیندلې چې هغوی پارلمان ته د ننوتو هڅه وکړه او په دې ترڅ کې له ۲۴۰ زیات کسان ټپیان شول.

کلیفورنیا کې د ښوونځي دوه زده کوونکي په ډزو ووژل شول

په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.

یوه شپاړس کلن هلک پرون د امریکا متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې په یوه لېسه کې دوه زده کوونکي په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.

چارواکي وايي، دا پېښه پرون په سانتا کلاریتا ښارګوټي کې د درسي ساعت له پیلېدو څو دقیقې مخکې رامنځته شوه.

په دې ډزو مشکوک زده کوونکی چې ټپی دی، نیول شوی او ډاکټران وايي چې حالت یې نازک دی.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یو ۱۴ کلن هلک چې په دې ډزو کې ټپي شوي وو، وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. دوه نجونې چې یوه یې ۱۵ کلنه او بله ۱۴ کلنه ده او یو ۱۶ کلن هلک په ډزو کې ټپیان شوي دي.

ولادیمیر پوتین: ډونالد ټرمپ سره د لیدو پلان نه لرم

روسیې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته بلنه ورکړې چې راتلونکی مې په نهمه پر فاشیزم د بریا کلیزې په مناسبت مسکو کې په جوړېدونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدو هېڅ کوم پلان نه لري، خو هیله مند دی چې د امریکا ولسمشر پر فاشیزم د بري کلیزې په مناسبت راتلونکی کال مسکو ته سفر وکړي.

پوتین په یوه خبري غونډه کې د فاشیزم پرضد د امریکا ونډه د پام وړ وبلله او ویې ویل، د مې نهمې بریا د نمانځنې په مناسبت غونډه کې د ټرمپ ګډون مناسب کار دی.

ښاغلي پوتین زیاته کړه: "فکر کوم د هغه هېواد د مشر راتګ به ډېر پرځای او مناسب کار وي چې د نازیزم پرضد جګړه کې یې د پام وړ برخه اخیستې. که څه هم دا زموږ کار نه دی، که د امریکا ولسمشر دلته راشي، موږ به حتما په مسکو کې سره وګورو او خبرې به وکړو."

پوتین په داسې حال کې ټرمپ ته د مسکو د سفر بلنه ورکوي چې له روسیې سره د امریکا او د هغه د متحدانو اړیکې د اوکراین او سوریې د کړکېچونو او یو لړ نورو مسایلو له کبله ترینګلې دي.

ولسمشر ټرمپ تېره اونۍ وویل چې پر فاشیزم د بریا د کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره د پوتین د بلنې په اړه غور کوي، خو ده زیاته کړه چې دا مناسبت له یو مهم سیاسي فصل سره هم مهاله دی او ځکه ډاډه نه دی چې ګډون به په کې وکړي.

روسیې د سوریې هغه ښار کې د هلیکوپټرو بېس جوړ کړی چې امریکایان ترې ووتل

آرشیف

روسیې نن د نومبر په ۱۴مه اعلان وکړ چې د سوریې په شمال ختیځ کې یې په هغه ښار کې د هلیکوپټرو بیس جوړ کړی چې تېره میاشت امریکایې سرتېري ترې ووتل. دا ښار قمیشلي نومیږي.

زویزدا ټلویزیوني چینل چې د روسیې د دفاع وزارت اړوند دی، د پوځي هلیکوپټرو انځورونه خپاره کړي چې دغه مرکز ته رسیدلي دي.

دا مرکز د پانڅیر په نوم له ځمکې څخه هوا ته په ویشتونکو توغندویي سیستمونو باندې ساتل کیږي.

په رسېدلو هلیکوپټرو کې دوه ام‌ای-۳۵ ډوله جنګي او یوه ام‌ای-۸ ډوله پوځي ترانسپورتي هلیکوپټره ده.

د دغه ټلویزیون یوه نطاق دا یوه تاریخي شېبه وبلله او ویې ویل: "سر له همدې ورځې به زموږ د هوایې چلند ډلې په دایمي توګه د قمیشلي ښار په هوایې ډګر کې عملیات کوي."

روسیې تر دې وړاندې د سوریې او ترکیې ترمنځ پولو ته نزدې سیمو کې په پوځي هلیکوپټرو ګزمې پیل کړې، ترڅو په سیمه کې روسي پولیس خوندي کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG