د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۸

خبرونه

د شفافیت نړیوال سازمان تیرکال په نړۍ کې د فساد په اړه په راپورکې افغانستان په ۱۶۹ ځای کې راوستی

د شفافیت نړیوال سازمان تیرکال په نړۍ کې د فساد په اړه د خپلو موندنو په راپورکې چې د سې‌ شنبې په ورځ یې خپورکړ افغانستان د نړۍ د ۱۸۲ هېوادونو په ډله کې په ۱۶۲م ځای کې راوستي.

د شفافیت د نړیوال سازمان په شاخص کې، ترکمنستان له افغانستان څخه یوه درجه مخکې دی او شمالي کوریا، سوریه، یمن او لیبیا د امتیاز له مخې تر افغانستان هم په بدو درجو کې شامل دي.

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ ډېری هېوادونه د فساد په کابو کولو کې پاتې راغلي او له ۱۸۲ هېوادونو څخه ۱۲۲ یې له ۵۰ څخه کم امتیازونه لري.

په دې شاخص کې افغانستان ۱۶ امتیازه ترلاسه کړي، حال دا چې تېر کال یې ۱۷ امتیازه لرل او په دې توګه په افغانستان کې په ادارو کې فساد یوه درجه نور هم خراب شوی دی.

د دې ادارې د راپورله مخې د نړۍ "تر ټولو شفاف لرونکی" هېواد ډنمارک بلل شوی او "تر ټولو غیرشفاف لرونکی" هېواد هم جنوبي سودان بلل شوی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان، چې یوه نادولتي اداره ده او مرکزي دفتر یې په جرمني کې دی، د نړۍ په شاوخوا سلو هېوادونو کې استازي لري. دا سازمان له ۱۹۹۵ کال راهیسې هر کال د فساد په اړه راپورونه خپروي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا سره په وروستیو خبرو کې "پر عمومي موضوعاتو تمرکز شوی و"

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، په عمان کې له امریکا سره په وروستیو خبرو اترو کې "دواړه لوري جزیاتو ته داخل نه شول" بلکې د خبرو "تمرکز پر عمومي موضوعاتو و."

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سه ‌شنبې په ورځ د دغو خبرو د دوام د بهیر په اړه وویل چې باید منتظرشو او وګورو چې د راتلونکو اقداماتو په ترڅ کې دغه ډیپلوماټیک بهیر په څه ډول دوام مومي.

خو د امریکا مرستیال ولسمشرجي ډي ونس ویلي چې له ایران سره په خبرو کې د اعتراض کوونکو تاوتریخجنه ځپنه د خبرو یوه موضوع ده.

هغه د دوشنبې په ورځ د ارمنستان په پلازمینه ایریوان کې د دې هیواد له صدراعظم نیکول پاشینیان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دغه راز ټینګاروکړچې د ایران اټومي موضوع او ورته د سرو کرښو ټاکل یوازې د ولسمشرډونالډ ټرمپ کاردی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه، امریکا ته د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سفر او له ډونالډ ټرمپ سره یې د کتنې په درشل کې، د هغه څه په اړه چې "پر ډیپلوماسۍ ناوړه اغېز" یې وباله، خبرداری ورکړ.

ټاکل شوې چې بنیامین نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشرټرمپ سره وګوري.

د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې نن درې لوبې ترسره کیږي

د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړکې هالنډ نن نامیبیا ته د اوو ویکټو په توپیرماتې ورکړه. نن دغه راز پاکستان له امریکا او نیوزیلنډ له متحده عربي اماراتو سره لوبه کوي.

په دې جام کې د افغانستان دوهمه لوبه سبا چهارشنبه له جنوبي افریقا سره پلان شوې ده.

دا لوبه د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.

په پرونیو لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.

افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلند ته بایللې وه.

پاکستان وایي د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه کوي

پاکستان وايي چې د کرکټ ملي لوبډله به یې د کرکټ په شل اوره نړیوال جام کې له هند سره لوبه وکړي.

له دې مخکې پاکستان په دې سیالیو کې د هند له لوبډلې سره له لوبیدو ډډه کړې وه. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان لوبډله به د فبرورۍ په ۱۵ د سریلانکا په پلازمینه کولمبو کې د هند له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ووځي. د پاکستان جیو نیوز او نورو رسنیو ویلي چې دا پرمختګ د سریلانکا د ولسمشر انورا کمارا دېسانایکا او د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف ترمینځ له ټیلیفوني اړیکې وروسته شوی دی. د پاکستان د صدراعظم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سریلانکا ولسمشر له شریف څخه هیله کړې وه چې د پاکسان لوبډله دې په سریلانکا کې له هند سره لوبه وکړي.

پاکستان تر دې وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه اعلان کړی وو چې لوبډله به یې د ۲۰۲۶ کال په ۲۰ اووره نړيوال کرکټ جام کې له هند سره سیالي نه کوي.

د پاکستان حکومت هغه مهال د خپلې پرېکړې لپاره کوم دلیل نه وو وړاندې کړی خو د پاکستان کرکټ بورډ مخکې ویلي ول چې د بنګلادېش په ملاتړ یې دا پرېکړه کړې ده.

د کرکټ نړیوالې شورا بنګلادېش د جنورۍ پر ۲۴مه تر هغې وروسته له نړیوال جامه وایست چې په هند کې یې له لوبو کولو ډډه وکړه.

د ازبکستان ولسمشر له افغانستان او پاکستان سره د نښلیدونکې د اورګاډي د یوې نوۍ پټلۍ د سروې موافقه منظور کړې

د راپورونو له مخې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ټرانس-افغان اورګاډي پټلۍ د جوړولو لپاره د تخنیکي او اقتصادي سروې د چمتو کولو موافقه منظور کړې ده. کاسپین پوسټ ورځپاڼې د ازبکستان د رسنیو له قوله راپورورکړی چې د بین ‌الحکومتي چوکاټ دغه تړون د ازبکستان د ڼرانسپورت وزارت، د افغانستان د ټولګټو وزارت، او د پاکستان د اورګاډو وزارت ترمنځ لاسلیک شوی دی.

دا پروژه د اورګاډي د یوې نوې پټلۍ پر جوړولو متمرکزه ده چې د ازبکستان نایباباد به د افغانستان تر هرلاچي پورې نښلوي. دغه موافقه د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۷مه په کابل کې لاسلیک شوې وه. له ازبکستانه افغانستان او پاکستان ته د اورګاډي د دغې نوې پټلۍ د جوړولو لپاره د تخنیکي سروې راپور داسې مهال ورکول کیږي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون دوشنبې د ازبکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انسټیټوټ د ریس او د هغه هیواد د ولسمشر د مرستیال سلاکار جولان وهابوف په مشرۍ له پلاوي سره وکتل. د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې په دې کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پرلا پیاوړتیا او سیمه ییزو مسایلو بحث وشو. د بیان له مخې دواړو لورو په مختلفو برخو کې خپل ترمنځ اړیکې وستایلې او د لا پیاوړتیا لپاره یې ځینو وړاندیزونه وکړل.

سورصلیب: افغانستان تیرکال له سخت بشري وضعیت سره مخامخ و

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي په افغانستان کې په تیر۲۰۲۵ کال کې بشري وضعیت د نړۍ له ترټولو سختو وضعیتونو څخه وو. دې کمیټې پرون دوشنبې په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې د دې هیواد میلیونونه وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ وو. اقتصادي تنګسیا، بې ‌وزلي، او د تېرو لسیزو جګړو د کورنیو د مقاومت او د ځان ‌بسیا وړتیا کمزورې کړې وه، په داسې حال کې چې پر اقلیم پورې تړلي ناورینونو لکه وچکالۍ، سېلابونو او زلزلې د زیانګالو خلکو مقاومت لا له خطرسره مخامخ کړی و.

په راپورکې ویل شوي چې د خوړو ناامني، روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی، او د پاکو اوبو او حفظ الصحې د خدمتونو کمښت د هېواد په ډېرو سیمو کې دوام درلود. د دې په پایله کې، د نفوس لویه برخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره پر بشري مرستو متکي پاتې شوې وه، چې دا د دوامدارو او اصولي بشري اقداماتو پر بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

سره صلیب همدارنګه ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د جګړې له ناچاودو وسیلو او چاودېدونکو توکو له پاتې شونو څخه ډېر ککړ دی او د دوی ټیمونو له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره نږدې کار وکړ څو په ټولنو کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه پوهاوی لوړ او خوندي چلندونه تبلیغ کړي، تر څو پېښې راکمې او د خلکو ژوند وژغورل شي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ملګرو ملتونو د راپور موندنې ردکړې

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د هغه نوی راپور ځینې برخې ردکړې چې په هېواد کې یې د بشري حقونو سرغړونې مستندې کړې دي. د دې وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبرد دې راپور موندنې «بې ‌بنسټه» وبللې او له خلکو یې وغوښتل چې د ملګرو ملتونو پر ارزونو باور ونه کړي. د هغه په خبره د یوناما په راپورکې معلومات ناسم او د خپل سرو نیونو، تاوتریخوالي او له ښځو او نارینه وو سره د ناوړه چلند تورونه ردوي.

هغه ویلي چې د وزارت ټول فعالیتونه یې د شریعت او نافذه قوانینو سره سم ترسره کېږي.

یوناما په خپل وروستي درې میاشتني راپورکې چې د تیرې یکشنبې په ورځ یې خپورکړی ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو په درې میاشتو کې لږ تر لږه ۵۲۰ کسان په خپل ‌سري ډول نیولي او د ښځو او نارینه وو پر وړاندې یې د ناوړه چلند ۵۰ پېښې ثبت کړې دي.

یوناما په دغه راپورکې د څو ولایتونو کې یادونه کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو پکې ښځې عامه ځایونو ته له لاسرسي منع کړې دي.

د افغانستان د کریکټ ملي ټیم نړیوال جام کې سبا جنوبي افریقا سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، چهارشنبه (د فبروري ۱۱ مه ) د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دویمه لوبه کې د سویلي افریقا سره مخ شي.

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د کابل په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو د هند د ګجرات ایالت په احمد آباد ښار کې د نریندرا مودي په لوبغالي کې پیلیږي.

د پرون په لوبو کې، سکاټلینډ د ایټالیا په وړاندې، زمبابوې د عمان او سویلي افریقا د کاناډا په وړاندې بریا ترلاسه کړه.

افغانستان د یکشنبې په ورځ په دې سیالۍ کې په خپله لومړۍ لوبه کې نیوزیلند ته وبایلله.

د متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د ارمنستان لیدنه کوي

(له ښی خوا) صدرعظم پاشینیان له مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره یریوان کې
(له ښی خوا) صدرعظم پاشینیان له مرستیال ولسمشر جي ډي وینس سره یریوان کې

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي وینس د دوشنبې په ورځ (د فبروري ۲۹مه) ارمنستان ته ورسېد.

هغه پلازمینې یریوان ته په رسیدو سره د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ولیدل.

وینس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې څخه ترټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې ارمنستان ته سفر کوي.

دا سفر نږدې شپږ میاشتې وروسته له هغه کیږي چې ارمنستان او اذربایجان د امریکا په منځګړیتوب د ناګورنو قره باغ سیمې په اړه د اوږدې مودې شخړې د پای ته رسولو لپاره د تړون لاسلیک وکړ.

د RFE/RL د ارمني څانګې د راپور سره سم، ارمنستان ته د امریکا د مرستیال ولسمشر سفر د اعتماد جوړونې لپاره د یریوان او باکو ترمینځ د اقتصادي اړیکو پراختیا باندې متمرکز دی.

سپینې ماڼۍ وویل چې جي ډي وینس به ارمنستان ته له خپل سفر وروسته د اذربایجان پلازمینې باکو ته ولاړ شي.

د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی

افغانستان کې د درنو واورو یو انځور، ارشیف
افغانستان کې د درنو واورو یو انځور، ارشیف

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې نن سه شنبې د افغانستان په نهو ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې بادغیس، فاریاب، سرپل، غور، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، پکتیکا او بدخشان ولایتونکې به نن، سې شنبه (د فبروري ۱۰مه) باران او واورې وشي.

د هوا پیژندنې اداره زیاتوي چې تمه کیږي چې په مختلفو ځایونو کې د واورې اندازه د ۱۰ او ۲۰ سانتي مترو ترمنځ او د باران اندازه د ۱۰ او ۲۰ ملی مترو ترمنځ وي.

مخکې له دې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو وړاندوینه شوې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG