خبرونه
ایران: د قاسم سلیماني د وژل کېدو د پنځم کال په مناسبت لاریونونه وشول
پرون د ایران په عمده ښارونو کې د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان د وژل کېدو د پنځم کال پوره کېدو په مناسبت لاریونونه وشول.
جنرال قاسم سلیماني د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ میاشتې پر درېیمه د عراق پلازمېنې بغداد ته نږدې د امریکا د متحدو ایالتونو د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.
په تهران کې پرون لاریونوالو چې د سلیماني عکسونه یې له ځانونو سره لېږدول، مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکول.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تهران کې د امام خمیني جامع جومات په انګړ کې راټولو شویو لاریونوالو ته وویل، د دښمن هغه طرحې به شنډوي، چې هدف یې د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل دي.
دغه ډول لاریونونه د سلماني د زېږېدو د ټاټوبي کرمان په ګډون د ایران په نورو ښارونو کې هم وشول.
ناروې: په ۲۰۲۴م کال کې د برېښنايي موټرو پېرودل زیات و
یو نوی راپور وايي، په ناروې کې د ۲۰۲۴م کال پر مهال د نویو پلورل شویو موټرو ۸۹ فیصده یې برېښنايي موټر وو.
دغه راپور چې پرون خپور شو وايي، چې ناروې خپل هغه هدف ته نږدې شوی، چې له مخې یې غوښتل په ۲۰۲۵م کال کې دغه هېواد کې یوازې برېښنايي موټر وپلورل شي.
د ناروې د ټرانسپورټ فډراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ۲۰۲۵م کال لپاره ټاکل شوي هدف ته د رسېدو لپاره یوازې ۱۰ فیصده شاته یو.
د اعلامیې له مخې په ۲۰۲۴م کال کې د ۱۲۸زره ۶۹۱ نویو پلورل شویو موټرو له جملې ۱۱۴زره ۴۰۰ یې برېښنايي موټر وو.
د سوریې د باندنیو چارو وزیر: تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سوریه کې د ایران حضور او نفوذ د دې هېواد د خلکو لپاره پاروونکی او یوازې د بشار اسد د حکومت د بقا لپاره و.
هغه ټینګار کړی چې تهران باید په خپله پالیسي کې اساسي بدلون راوړي ترڅو د دواړو هېوادونو اړیکې بیا ټینګې شي.
اسعد حسن الشیبانی د الجزیرې له تلویزیوني چاینل سره په مرکه کې، چې د چهارشنبې په ورځ د جدی ۱۲ خپره شوه، وویل: "ایران باید د سوریې په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي."
ده زیاته کړه چې ایران د سیمې یو هیواد دی او دوی په اوس وخت کې له ایران سره د اړیکو د پرې کولو غوښتونکي نه دي. خو غواړي چې ایران د سوریې او د دې هیواد د خلکو په اړه پر خپلو دریځونو او محاسبو بیاکتنه وکړي.
ښاغلي شیباني همداراز وویل:
"که موږ په راتلونکي کې له ایران څخه مثبت پیغامونه ترلاسه کړو چې له اصولو سره سم وي، او زموږ خلک هم احساس وکړي چې ایران نور زموږ په کورنیو چارو کې مداخله یا نفوذ نه کوي، نو موږ به هم متقابل چلند غوره کړو."
د سوریې د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر تېره اونۍ هم ایران ته ویلي و چې په سوریه کې د ګډوډۍ د تخمونو له کرلو څخه ډډه وکړي.
افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۵۷ منډې وکړې
د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ دویمه ټیسټ لوبه پیل شوې ده او افغان ملي لوبډلې د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ لوبولې ده چې ټول لوبغاړي یې په ۱۵۷ منډو سوځېدلي دي.
دغه سیالي چې د جنورۍ په دویمه نېټه د زمبابوې په بولایو ښار کې پیل شوې ده، زمبابوې د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې انتخاب وکړ.
د لوبې په سهار شدید ورښت څو ساعتونو ضایع کړل، خو بیا هم افغان توپوهونکو ته په لومړۍ ورځ د توپوهنې پوره موقع ورغله او ۱۵۷ منډې یې وکړې.
په دې پاڼۍ کې د افغان توپوهونکو له ډلې راشدخان ۲۵، رحمت شاه ۱۹ او فریدملک ۱۷ منډې وکړې.
د زمبابوې په توپ اچونکو کې نیومن نموري او سکندر رضا درې درې افغان لوبغاړي وسوځول. کوربه لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه پورې ۶ منډې وکړې او هېڅ لوبغاړی یې ونه سوځېد. د لوبې دویمه ورځ به د جنورۍ په درېیمه نېټه د کابل پر وخت غرمې دولس بجې پیل شي.
د ویلو ده چې په دویمې ټيسټ سیالۍ کې افغان لوبډلې پینځه لوبغاړي بدل کړي دي چې په لومړي ځل یې په ټیسټ کرکټ کې عصمت عالم، ریاض حسن او فرید ملک ته هم چانس ورکړی دی.
د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی
د هواپېژندنې ریاست نن جمعه او سبا شنبه د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل کړی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرداري کې ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په: کندهار، زابل، روزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندوز، بغلان، پروان، کابل، پنجشېر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې به د باران کچه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو او د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانټي مټرو پورې وي.
وړاندې په خبرداري کې ویل شوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو د لګېدو اټکل شوی، چې سرعت به یې په یوه ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو پورې وي.
پرون هم د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې باران او واوره واورېده چې خلکو د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د سږکال د لومړۍ واورې د اورېدو هرکلی وکړ.
ندیم: رسنۍ دې واقعتیونه منعکس کړي
د طالبانو لوړو زده کړو سرپرست وزیر له رسنیو د بې پرېتوب او د واقعیتونو د انعکاس غوښتنه کړې ده.
ملي راډیو ټلویزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی پرون پنج شنبه خبر ورکړی، چې ندا محمد ندیم دغه څرګندونې د رسنیو له مسوولانو سره د همغږۍ په غونډه کې کړې دي.
دا غوښتنه داسې وخت کېږي، چې ندا محمد ندیم دوه کاله مخکې په یوه غونډه کې ویلي وو، هغه کسان چې د طالبانو نظام تخریبوي بغاوت کوونکي او واجب القتل ګڼل کېږي.
پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر رسنیو او د رسنیو پر کارکوونکو ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، ۲۰۲۴د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و، چې د خبریالانو له حقونو د سرغړونو ۱۸۱ پېښې په کې ثبت شوې وې.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، د پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت له یوه محلي مشر سره پر افغانستان خبرې وکړې.
محمد صادق پرون پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي، چې په اسلام اباد کې یې د یوناما د دفتر له مشر مالک سیسې سره پرون پنج شنبه بحث وکړ.
هغه د نورو تفصیلاتو له ورکولو پرته لیکلي، چې په دې کتنه کې یې د سیمه ییز امنیت په ګډون پر دوه اړخیزو ګټو خبرې وکړې.
سیسې په پاکستان کې د یوناما د څانګې مشري کوي.
صادق خان د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ داسې مهال کابل ته تللی و، چې په شپه یې د پاکستان جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل ولسوالي بمباري وکړه چې په نتیجه کې یې ۵۱ تنه ووژل شول.
د اسرائیل پوځ: سوریه کې مو د میزاییلو جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړې
د اسرائیل پوځ پرون پنج شنبه تایید کړه، چې لسګونه پوځیان یې په سپټمبر میاشت کې سوریې ته داخل شوي وو، چې د میزاییلو د جوړولو یوه فابریکه ویجاړه کړي.
د اسرائیل د پوځ په وینا، دغه فابریکه تر ځمکې لاندې جوړه شوې وه، چې ایران تمویلوله.
دغه پوځ چې په سوریه کې دننه د خپلو تحرکاتو او پوځي عملیاتو په اړه لږې څرګندونې کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سپټمبر د اتمې په حمله کې د اسرائیل د کومانډو سلو سرتېرو برخه درلوده.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د دغو عملیاتو پر مهال د مدیترانې سمندرګي ساحل ته نږدې په مصیاف کې دغه فابریکه ویجاړه کړل شوه.
د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ هغه وخت په دې حمله کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د مالدارۍ په اړه پراخه سروې پیل کړې
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۸مه نېټه یې د افغانستان په کچه د مالدارۍ دویمه سروې پیل کړې.
دې ادارې نن پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) ویلي، دا پراخه سروې به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو، ۴۵۲ ولسوالیو، او ۳۶۹۰۰ کلیو کې ترسره شي.
ملګري ملتونه هیله لري چې دا سروې به په افغانستان کې د مالدارۍ سکتور د پروګرامونو د بهبود، د خوراکي توکو د خوندیتوب د ښهوالي، او د کلیو د معیشت د ملاتړ لپاره مهم معلومات چمتو کړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له خلکو غوښتي چې د دې سروې په بشپړولو کې ورسره همکاري وکړي.
د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه
د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند، محمد اشرف حقشناس، نن په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دا لویه لاره یو ځل بیا د زیاتو واورو د ورښت له کبله د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې، خو د مسافر وړونکو موټرو پر مخ خلاصه ده.
هغه زیاته کړه چې په سالنګ کې د واورې اورښت دوام لري او تر اوسه دغلته له ۴۰ تر ۵۰ سانتيمترو پورې رسېدلی دی.
د حقشناس په وینا، د میدان وردګو ولایت د کوتل اوني په سیمه کې هم د واورې ورېدو له امله د کابل – بامیانو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سالنګ لویه لار یو له مهمو ترانزیتي لارو څخه ده چې د افغانستان ۹ شمالي او شمالختیځ ولایتونه له کابل او ختیځ او سویلي ولایتونو سره نښلوي، او هره ورځ له دې لویې لارې سلګونه موټر تګ راتګ کوي.