د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

خبرونه

فوټبال؛ انګلستان او نیدرلینډ نیمه پایلوبې ته ووتل

نیدرلینډ له سیالۍ یو انځور
نیدرلینډ له سیالۍ یو انځور

د یورو جام د کوارټرفاینل په پړاو کې تېره شپه د جولای په ۶مه نېټه لومړۍ سیالي د انګلستان او سویس ترمنځ ترسره شوه چې د پينالټي شوټونو په پړاو کې انګلستان وګټله.

د یادې سیالۍ د دویمې نیمايي په پينځه اویایمې دقیقې کې سویس لومړی ګول ترسره کړ او انګلستان بیا په اتیایمه دقیقه کې د مساوي ګول وواهه.

یاده سیالي د لوبې تر ټاکلي او اضافي وخته پورې مساوي روانه وه چې بلاخره د پینالټي شوټونو په وسیله انګلستان ۵ـ۴ وګټله.

دغه راز د ورځې بله منځلوبه د ترکیې او نیدرلینډ/هالنډ ترمنځ ترسره شوه چې ۲ـ۱ نیدرلینډ وګټله.

که څه هم د دې سیالۍ په لومړۍ نیمايي کې ترکیې ګول وهلی و، خو نیدرلینډ په دویمې نیمايي کې دوه ګولونه ووهل او نیمه پایلوبې ته ووتل.

ټاکل شوې ده چې د نیمه پایلوبې پړاو د جولای په ۹مه نېټه د هسپانیې او فرانسې ترمنځ پیل شي او دویمه نیمه پایلوبه به د انګلستان او نیدرلینډ ترمنځ د جولای په ۱۰مه نېټه وي.

د ویلو ده چې د یورو جام پایلوبه د جولای په ۱۴مه نېټه د جرمني په برلین ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیلېږي

ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال
ارشیف: په ننګرهار کې واکسیناتورانې یوې ماشومې ته د پولیو ضد واکسین د تطبیق پر مهال

ټاکل شوې، سبا دوشنبه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ورکولو کمپاین پیل شي.

له پولیو خلاص افغانستان بنسټ نن پر خپله ایکس­پاڼه یا پخواني ټویټر له خلکو غوښتنه کړې چې له پولیو ناروغۍ د خلاص افغانستان لپاره خپله ونډه ترسره کړي او خپلو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي چې ګوزڼ لا هم په کې ختم شوی نه دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۴م کال له پیل څخه د جون تر ۳۰مې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې او په پاکستان کې یې بیا شمېر اته پېښې ښودل شوی.

راپور: په افغانستان کې د سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې د قحطۍ خطر شته

په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
په غور کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

د قحطۍ د اټکل یوه نړیواله اداره وايي، په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له کبله تر راروانې سپټمبر میاشتې پورې د قحطۍ خطر شته.

د امریکا د نړیوال پرمختګ د ادارې اړوندې د قحطۍ د خبرداري شبکې په یوه راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي چې وروستیو سېلابونو چې د دوامدارې وچکالۍ نښه ده او د لویو اقتصادي فعالیتونو د نشتوالي له وجې خلک خوړو او عوایدو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې یادونه شوې چې د افغانستان په شمال ختیځو، شمالي او جنوبي سیمو کې ښايي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

نوموړې اداره اټکل کوي چې د دې قحطۍ اغېز ښايي په ځینو سیمو کې د سږني کال له اکټوبر څخه نیولې د ۲۰۲۵م کال تر جنوري میاشتې پورې دوام ورکړي.

په افغانستان کې د کمزوري اقتصاد او تېرو جګړو له کبله هسې هم د خلکو د عوایدو کچه ټیټه ده او د هغو خلکو شمېر چې د نړیوالو بشري مرستو ته اړتیا لري د ټولو وګړو له نیمایي اوړي.

طالبانو په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې یو لړ بدلونونه اعلان کړي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې د ریاست سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د سرې میاشتې د ریاست سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د طالبانو سرپرست حکومت د کانونو او پټرولیم په وزارت او نورو وزارتونو او ادارو کې یو لړ بدلونونه اعلان کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا پر خپله ایکسپاڼه د طالبانو د لوی مشر هبت‌الله آخندزاده یو فرمان خپور کړ چې له مخې یې د افغانستان بانک پخوانی سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د شهاب الدین دلاور پرځای د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر او دلاور د سرې میاشتې د ریاست د سرپرست په توګه ګومارل شوي دي.

همداراز د افغانستان بانک پخوانی مرستیال د افغانستان بانک د سرپرست رییس په توګه ټاکل شوی دی.

په عین حال کې د سرې میاشتې مخکینی سرپرست مرستیال ملا نورالدین ترابي د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ملي ادارې د سرپرست او د سرې میاشتې پخوانی سرپرست رییس مطیع‌الله خالص د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د سرپرست په توګه په دنده ګومارل شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت او یو شمېر نورو ادارو کې هم د معینانو او مرستیالانو په کچه نوې ټاکنې شوي، خو اکثر کسان پخواني چارواکي دي چې له یوې دندې څخه پر بله یوه ګومارل شوي دي.

د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو د اورېدلو اټکل شوی

ارشیف: په لغمان کې د باران ورېدو یو انځور
ارشیف: په لغمان کې د باران ورېدو یو انځور

د طالبانو حکومت د هواپېژندنې ادارې په لسو ولایتونو کې د بارانونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې په یوه بیان کې ویلي دي چې نن به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې نسبتاً دروند باران وشي چې کچه به یې د اټکل له مخې د ۱۵ او ۳۰ میلي مترو ترمنځ وي.

دې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون د هېواد په یو شمېر شمالي، لویدیځو، جنوبي او مرکزي سیمو کې د سختو بادونو چې چټکوالی به یې په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو ترمنځ وي، او ورسره د دوړو وړاندوینه کړې ده.

په افغانستان کې په تېرو څو اونیو کې له درنو وریاوو وروسته سختو سېلابونو د هېواد نژدې نیمايي وګړي زیانمن کړل چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان مړه او زرګونه کورونه او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یا پوره او یا څه ناڅه ویجاړ شول.

د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره د عملي اقداماتو د پیل غوښتنه

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان

د تاجکستان ولسمشر وايي، د افغانستان، تاجکستان او چین د دهلیز په اوږدو کې د سړک او رېلګاډي د رغولو لپاره باید عملي اقدامات پیل شي.

د آذربایجان ترند خبري آژانس پرون راپور ورکړ چې امام علي رحمان په دوشنبې کې د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره تر کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې هېواد د کلایي، خمب، ونچ او روشان ولسوالیو په اوږدو کې د سرحدي سړک رغونه به له چین سره د افغانستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او ترکیې د ټرانزیټي دهلیز له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

رحمان زیاته کړه چې په دې سرحدي دهلیز کې د سړک او اورګاډي پټلۍ رغونه به په سیمه کې د اتصالاتو او سوداګرۍ له پراختیا سره مرسته وکړي.

د چین او تاجکستان ولسمشرانو د یوه کمربند، یوې لارې د نوښت په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو د همکارۍ پر دوام هم خوښي څرګنده کړه.

طالبان: د کابل-کندهار لویه لار به د دوو ورځو لپاره تړلې وي

ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال
ارشیف: د کابل-کندهار پر لویه لار طالب وسله وال

د طالبانو ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د کابل-کندهار لویه لار به د دوشنبې د مازیګر له پنځو بجو د چهارشنبې د مازیګر تر پنځو بجو تړلې وي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي د میدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالۍ په شیخ اباد پله سیمه کې پر دغه سړک د قیر اچولو چارې پیل شوي، ځکه نو د دوو ورځو لپاره دغه لار د مسافروړونکو او باروړونکو موټرو پرمخ تړل کېږي.

دغه وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې په دغو ورځو کې د کابل-لوګر پر لویه لار د تنګي پر مسیر تګ راتګ وکړي.

حماس د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو پیل لپاره د امریکا وړاندیز ومانه

حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۸مه یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي.
حماس د ۲۰۲۳م کال د نومبر په ۲۸مه یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان خوشې کړي.

حماس ډلې، د سرتېرو او نارینه‌وو په ګډون د اسراییلي برمته شویو د خوشې کولو د پیل لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو وړاندیز ومانه.

ویل شوي دغه یرغمل شوي کسان به د هغې موافقې چې په غزه کې د جګړې د ختمولو لپاره ده، تر لومړي پړاو ۱۶ ورځې وروسته خوشې کېږي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د حماس یوه لوړرتبه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د شنبې په ورځ له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې دا موضوع تایید کړه.

حماس ډلې له خپلې هغې غوښتنې تر شا شوې چې لومړی یې له اسراییل غوښتي وو د موافقې تر لاسلیک مخکې د دایمي اوربند ژمنه وکړي.

یوه فلسطیني چارواکي چې د سولې د ټینګښت لپاره له نړیوالو هڅو خبر و، ویلي که اسراییل یې ومني، د یرغمل شویو د خلاصون لپاره د امریکا وړاندیز ښايي د یوې موافقې چوکاټ ته زمینه برابره کړي چې په مرسته یې په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ نهه میاشتنۍ جګړه ختمه شي.

اوکرایني چارواکي: د روسیې د توپونو په ډزو درې ملکیان وژل شوي

چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.
چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.

د اوکراین چارواکي وايي، پرون شنبه د دغه هېواد پر یوه جنوبي سیمه د روسیې د توپونو په ډزو درې ملکیان وژل شوي دي.

چارواکو ویلي چې دوه مړي پرون سهار له یوه نړېدلي کور ترلاسه شوي.

د جنوبي سیمې خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، ماښام مهال د توپونو په ډزو بل کس د خرسون د جنوب په یوه کلي کې ووژل شو.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې دغه ادعاوې په بې پرې ډول نه شي تاییدولی.

د اروپا د ملتونو جام؛ انګستان سویس ته ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووت

د انګلستان د فوټبال ملي لوبډله
د انګلستان د فوټبال ملي لوبډله

د اروپا د ملتونو د جام د ۲۰۲۴م کال د لوبو په لړۍ کې تېره شپه انګستان سویس ته ماتې ورکړه او نیم پایلوبې ته ووت.

دا دوه لوبډلې تېره شپه د جرمني په دوسلدورف ښار کې سره مخامخ شوې.

دواړه لوبډلو په قانوني او اضافي وخت کې لوبه ونه ګټله، خو د پنالټي په شوټونو کې انګلستان د درېیو پر وړاندې په پنځو ګولونو ګټونکی شو او نیم پایلوبې ته ووت.

د اتو غوره لوبډلو په پړاو کې بله لوبه تېره شپه د برلین د المپیک په سټوډیوم کې د ترکیې او هالنډ ترمنځ وه.

دا لوبه دوه-د یو پروړاندې د هالنډ په بریا سره پای ته ورسېده او په دې توګه هالنډ نیم پایلوبې ته ووت.

د اروپا د ملتونو د جام لوبې د ۲۴ لوبډلو په ګډون د جون له څوارلسمې څخه د جرمني په لسو ښارونو کې پیل شوې دي، د جولای تر ۱۴مې دوام کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG