د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۴

خبرونه

د افغانستان د فوټبال فدراسیون غړی محمد حامد میوند وفات شو

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تخنیک ډایرکټر او د تدریساتو د برخې مسوول محمد حامد میوند د پنجشنبه په ورځ په کابل کې ومړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه بیان کې د هغه پر مړینه خواشیني څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې محمد حامد میوند کلونه کلونه د افغانستان د فوټبال د روزونکو او حکمانو په روزونه کې مهمه ونډه لرله.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د محمد حامد میوند د مړینې علت نه دی څرګند کړی، خو یوشمیر کورنیو رسنیو لکه طلوع نیوز یوازې دومره ویلي دي چې نوموړي په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هرات کې د نژدې څلور میلیارډه افغانۍ په ارزښت پروژې پرانیستل شوې

د هرات جامع جومات
د هرات جامع جومات

په هرات کې د بریښنا د لیږد او ویش څلور پروژې پيل او پنځه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دغه پرروژې چې نژدې څلور میلیارډه افغانۍ لګښت لري، پرون پرانیستې.

د پرانیستو په غونډه کې ښاغلي برادر وویل چې د دې ټولو پروژو له بشپړیدو سره به د هرات صنعتي پارکونو او صنعت کارانو ته څلرویشت ساعته بریښنا چمتو شي.

افغانستان خپله لویه برخه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو واردوي او په ژمي کې چې د بریښنا لګښت ډیریږي د کابل په شمول په لویو ښارونو کې د بریښنا پارچوي زیاتیږي.

د افغانستان او پاکستان له ۱۹ کلنو لږ عمره کرکټ لوبډلو سیالي

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ټیم
د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ټیم

ټاکل شوې ده چې سبا شنبه د افغانستان د کرکټ له نولس کلونو کم عمره لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې سره یو ورځنۍ لوبه وکړي.

دا لوبه به د زیمبابوې په پلازمېنې هرارې کې ترسره شي.

د افغانستان، پاکستان او زیمبابوې له نولس کلونو کم عمره لوبډلو په خپلو کې یو لړ مسابقې پیل کړې دي چې پرون یې لومړۍ لوبه د افغانستان او کوربه زیمبابوې ترمنځ وه. په دې لوبه کې افغان بالرانو د زیمبابوې ټول لوبغاړي د (۹۰) منډو په له لاسه ورکولو سره وسوځول او په ځواب کې یې د افغانستان لوبغاړو اته شپیته منډې کړې وې، یو لوبغاړی یې سوځیدلی و، خو باران وشو او لوبه بې نتیجې پای ته ورسیده.

د دغو دریو هیوادونو تر منځ دا لوبې له نولس کلنو لږ عمره کرکټ نړیوال جام ته د چمتوالي لپاره روانې دي چې ټاکل شوې ده د راتلونکې جنوري میاشتې په نیمایي کې د زیمبابوې او نامیبیا په کوربتوب پيل شي.

هه نګاو: ایران سږ کال ۶۵ افغانان اعدام کړي

ایران د نذیر په نوم یو افغان اعدام کړ. د بشري حقونو سازمان ( هه نګاو) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې د یوه افغان په ګډون د ایران په څو زندانونو کې دولس بندیان اعدام شول.

د بشري حقونو موسسې له اوږدې مودې راهیسې په ایران کې د اعدام پر سزاګانو نیوکې کوي او وایي چې نه محکمې عادلانه دي او نه هم شفافې.

د هه نګاو د راپور له مخې د کال له پیله تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه یو زر دوه تنه اعدام شوې دي چې پنځه شپیته یې افغانان دي.

اسراییل په لبنان کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان وژلی

د لبنان په جنوب کې د ډسمبر په ۱۸ د اسراییلي الوتکو بمباري-ارشیف
د لبنان په جنوب کې د ډسمبر په ۱۸ د اسراییلي الوتکو بمباري-ارشیف

اسراییل وایي، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب یو مهم غړی یې په لبنان کې وژلی دی.

د اسراییل پوځ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې حسین محمود مرشد الجوهري د استخباراتو او داخلي امنیت د ادارو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د لبنان په نصریه سیمه کې ووژل شو.

د اسراییل د پوځ په وینا الجوهري له سوریې او لبنان څخه د اسراییل پرضد پلانونه جوړل.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

په شمالي وزیرستان کې د جګړې پرمهال ملکیان ټپيان شوي

شمالي وزیرستان-ارشیف
شمالي وزیرستان-ارشیف

د شمالي وزیرستان د میرلي سیمې اوسیدونکي وایي چې د پوځیانو او وسله والو د نښتې پرمهال د خلکو پر کورونو توغندي او مرمۍ لګیدلې دي چې د ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځلس ملکیان ټپيان شوې دي.

ملک نثار علي خان چې په سیمه کې د عوامي نشنل ګوند مشر دی، مشال راډیو ته وویل چې دا نښته نن سهار پيل شوه او د ده پر کور د توغندي د لګیدو له امله د ده لور، ورور او وراره ټپیان شوې دي.

د وزیرستان ملکي ادارې او د پاکستان پوځ تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دې ویلي، خو تر دې مخکې یې بیا بیا د پوځي عملیاتو پرمهال د ملکیانو د خوندیتوب ژمنې کړې دي.

اسراییل وایي، د ایران جاسوس یې نیولی

د ایران او اسراییل بیرغونه
د ایران او اسراییل بیرغونه

اسراییل نن ایران ته د جاسوسۍ په تور د یوه اسراییلي د نیولو خبر ورکړ. دا کس څو ورځې وروسته تر دې نیول شوی دی چې ایران یو ایرانی اسراییل ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړ.

په اسراییل کې نیول شوی تورن کس څو څلویښت کلن دی چې په ریشون لتسیون ښار کې ژوند کوي.

د اسراییلي پولیسو او استخباراتو په ګډه اعلامیه کې راغلې دي چې پر دې کس د پخواني صدراعظم نفتالي بینت کور ته څیرمه عکس اخیست. په بیان کې ویل شوې دي چې دې سړي په خپل ښار کې د بیلابیلو ځایونو عکسونه اخیستې دي او د پیسو په بدل کې یې پلورلي دي.

اسراییل او ایران له اوږدې مودې راهیسې یو بل په جاسوسۍ تورنوي.

د تاجکستان او افغانستان پر پوله نښته شوې

له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف
له افغانستان سره د تاجکستان سرحدي سیمه-ارشیف

د تاجکستان سرحدي ځواکونو نن وویل چې د افغانستان له سرحد سره یې د یوې نښتې پرمهال دوه افسران وژل شوې دي.

د تاجکستان د ملي امنیت د دولتي کمیټې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې راغلې دي چې دا پيښه د چهارشنبې په ماسپښن د شمس الدین شاهین په ولسوالي کې رامنځته شوه.

تاجک چارواکي وایي، په دې نښته کې درې برید کوونکي هم وژل شوې دي او درې ماشیندار، درې ټوپک، لس لاسي بمونه، د شپې لیدو لپاره یوه دستګاه او یوشمیر مهمات له برید کوونکو څخه نیول شوې دي.

د تاجکستان سرحدي ځواکونو افغان طالبان تورن کړل چې د سیمې د ثبات او د ترهګرو او قاچاق وړونکو د مخنیوي لپاره یې خپلې ژمنې نه دې ترسره کړي.

ترکیې د داعش ۱۱۵ غړي نیولي

استانبول
استانبول

د ترکیې د استانبول د لوی څارنوال دفتر نن وویل چې د اسلامي دولت( داعش) په لسګونو مشکوک غړي نیول شوې دي.

د استانبول د لوی څارنوالي دفتر په ایکسپاڼه کې لیکلي دي پولیسو معلومات ترلاسه کړې وو، چې د اسلامي دولت غړي په ترکیه کې پلان لري چې د کرسمس او نوي کال پر مراسمو حملې وکړي.

د دې څارنوالي د بیان له مخې پولیسو په استانبول کې یوسل او څلرویشت ځایونه پلټلي او له یوسل او اووه دیرش مشکوکو کسانو څخه یې یوسل او پنځلس نیولي دي. په بیان کې د یوشمیر تومانچو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکړل شوی دی.

د افغانستان او زیمبابوې تر ۱۹ کلنو د لږه عمره کرکټ لوبډلو مسابقه

ارشیف
ارشیف

نن د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د زیمبابوې له نولس کلنو کم عمره کرکټ ټیم سره مسابقه کوي.

دا د پنځوس اورونو لوبه په پلازمینې هرارې کې ترسره کیږي.

په دې لړۍ کې د افغانستان او زیمبابوې ترڅنګ د پاکستان تر نولس کلنو کم عمره لوبډلې برخه اخیستې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ څرګندوي چې د افغان لوبډلې دوهمه لوبه به د شنبې په ورځ له پاکستان سره وي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG