تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۲

پاکستان غواړي د ګوادر بندر اداري چارې یوې چینايي کمپنۍ ته وسپاري

 Pakistan Flag
Pakistan Flag
د پاکستان د بندرونو او ټرانسپورټ وزیر ویلي دي، چې د سنګاپور له PSA نومي نړیوال شرکت سره یې موافقه کړې او هغو هم منلې ده؛ چې له ګوادر بندر څخه به وځي.

بابرغوري فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د بندر د چارو اداره ښايي یوه چینايي شرکت ته وسپارل شي. غوري زیاتوي، چې په دې اړه به له چینايي شرکت سره خبرې وشي.

د ګوادر بندر چارې PSA شرکت پنځه کاله مخکې د هغه تړون له مخې چې د اعتبار موده یې څلوېښت کاله ټاکل شوې وه؛ په غاړه واخیستې خو دا دی اوس له دې ځایه وځي.

د پاکستان د بندرونو او ټرانسپورټ وزارت او سنګاپوري چارواکو د ګوادر بندر د چارو د انتقال خبره تایید کړې؛ خو دوی د چارو د انتقال په دلایلو کې یو دا یادوي، چې پاکستان خپلې ژمنې او له هغې ډلې بندر ته د ورغلي سړک د رغولو او د بندر د پراخولو لپاره د ځمکې د ورکولو ژمنې نه دي پرځای کړي.

د پاکستان یوه جګپوړي مقام ورځپاڼې ته ویلي، چې چین ته د دې بندر د چارو سپارل هم د اسلام آباد او هم د پيکېنګ لپاره مهم پرمختګ دی.

یادشوی مقام زیاتوي، دا قرارداد د چین لپاره ډېرزیات ارزښت لري او دی فکر کوي، چې ښايي چینایان په ګوادر بندر کې له خپل حضور څخه د یوه پایپ لاین د جوړولو په مقصد کار واخلي؛ څو د منځني ختیځ تېل د چین لویدیځ ته ولېږدوي.

په بلوچستان صوبه کې ګوادر بندر چې د چین په مرسته جوړ شوی؛ له ایران او د هرمز له تنګي سره نژدې پروت دی او د خلیج پر غاړه د پرتو هېوادونو د تېلو زیاته اندازه د کشتیو په وسیله له همدې لارې نړیوالو بازارونو ته انتقالېږي.

یو بل پاکستاني مقام فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د ګوادربندر د چارو د سپارلو تړون د قراقرم له لویې لارې وروسته په پاکستان کې د چین دوهمه ستره پانګونه ده. خو ورځپاڼه لیکي، چې د آسیا د جنوب له بندرونو سره د چین د لېوالتیا زیاتېدل ښايي په هند کې دا اندېښنې زیاتې کړي؛ چې ګنې د چین له لوري محاصره شوی دی.

تېرکال د پاکستان دفاع وزیر چودري احمد مختار ورځپاڼې ته ویلي وو؛ چې هېواد یې له چین څخه غوښتنه کړې، چې په ګوادر بندر کې یوه پوځي سمندري اډه جوړه کړي او دی هیله لري، چې د چین سمندري ځواکونه به په هغه ځای کې خپل منظم حضور وساتي.

خو د چین د دفاع وزیر لیانګ ګوانګلي Liang Guanglie ویلي وو؛ چې د چین حکومت د دې وړاندیز په اړه بحث نه دی کړی.

فایننشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د ګوادر بندر د اداري چارو انتقال ته که څه هم په پاکستان او سنګاپور کې ښايي د یوې تجارتي پرېکړې په سترګه وکتل شي؛ خو هر هغه اقدام به د هند او امریکا اندېښنه زیاته کړي؛ چې پر پاکستان د چين د نفوذ د زیاتېدو باعث کېږي او دا دواړه هېوادونه به له نژدې څارنه پرې وکړي.
​
XS
SM
MD
LG