د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي الفت الله ازادي راډیو ته وویل: «موږ د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره څو ځلې کابل او یا جلال اباد ښار ته سفرونه کوو، دلته د پاسپورټ د تر لاسه کولو په برخه کې تر ټولو لویې ستونزې د ډېر وخت نیول، اقتصادي ننګونې او د بهیر اوږدوالی یې دي.»
هغه وايي، په ټوله لس کسیزه کورنۍ کې تر اوسه یواځې دی پاسپورټ لري او دا سند یې هم د ستونزو په ګاللو ترلاسه کړی دی.
الفت الله زیاتوي: «د پاسپورټ د اخیستلو لپاره د نوبت اوږد مزل او څو ځلې ښار ته سفرونه او له اقتصادي اړخه یې لګښتونه هم څو چنده ډېرېږي، په ځانګړې توګه د کورنۍ د ټولو غړو لپاره د پاسپورټونو اخیستل اسانه نه دي، بل خوا د ډېریو افغانانو لپاره حتا د ګاونډیو هېوادونو د ویزو تر لاسه کول او سفر ستونزمن دي.»
د هغه په خبره، د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله ډېری وخت ان ګاونډي هېواد پاکستان ته د خپلو ناروغانو په انتقال کې هم له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
په نړیواله درجهبندۍ کې وروستی ځای
د افغانستان پاسپورټ د ۲۰۲۶ز کال د «هنلي پاسپورټ انډېکس» (Henley Passport Index) د نړیوالې درجهبندۍ له مخې، د نړۍ په ۱۰۱م، یعنې وروستي ځای کې راغلی دی.
په لندن کې مېشت دا بنسټ یو نړیوال خصوصي شرکت دی چې د تابعیت، استوګنې، نړیوالې کډوالۍ او د پانګونې له لارې د تابعیت د ترلاسه کولو په برخو کې مشورې او خدمات وړاندې کوي.
دې بنسټ د روان میلادي کال په جنورۍ کې په خپل راپور کې د افغانستان پاسپورټ په وروستي او د سینګاپور پاسپورټ په لومړي ځای کې اعلان کړی دی.
د دې بنسټ د معلوماتو له مخې، د نړۍ د هېوادونو پاسپورټونه د هغو هېوادونو او سیمو د شمېر له مخې درجهبندي کېږي چې د یوه پاسپورټ لرونکی له مخکېنۍ ویزې پرته ورته سفر کولای شي.
که څه هم په دې سروې کې راغلي چې د افغانستان پاسپورټ لرونکي د نړۍ ۲۴ هېوادونو ته له مخکېنۍ ویزې پرته سفر کولای شي، خو په هېواد دننه یو شمېر افغانان وايي، اوس مهال د هېڅ هېواد ویزه په اسانه نه شي ترلاسه کولای.
زموږ د پاسپورټ کمزوری اعتبار د میلیونونو افغانانو د سفرونو، هیلو او حیثیتونو پر وړاندې خنډ دیسونیا، د کندهار د دامان ولسوالۍ اوسېدونکې
د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اوسېدونکې سونیا ازادي راډیو ته وویل چې نه یواځې د پاسپورټ ترلاسه کول، بلکې پر دې سند له هېواده بهر سفر او د نورو هېوادونو د ویزو ترلاسه کول هم ډېریو افغانانو ته ننګونکي دي.
هغې زیاته کړه: «افغانان هم د نړۍ د نورو هېوادونو د وګړو په شان د ازاد سفر، نړیوالو سره د اړیکو او انساني درناوي حق لري، خو زموږ د پاسپورټ کمزوری اعتبار د میلیونونو افغانانو د سفرونو، هیلو او حیثیتونو پر وړاندې خنډ دی... ولې باید موږ د خپل پاسپورټ د کمزوري اعتبار له امله له دومره ستونزو سره مخ واوسو؟»
بهر مېشتي افغانان
یو شمېر بهر مېشتي افغانان هم همدا شکایت لري.
په بریټانیا کې مېشت افغان کمال زمان جبارخېل، چې هلته د کډوالو په برخه کې هم کار کوي، ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د قونسلګرۍ د نشتون له امله افغان پاسپورټ نه لري او له دې درکه له ستونزو سره مخامخ دی.
د هغه په وینا: «د خپل هېواد پاسپورټ ته ډېره اړتیا لرم، زما د پاسپورټ وخت پای ته رسېدلی او بیا مې تمدید کړی نه دی، ځکه بریټانیا کې مو سفارت بند دی او دوبۍ کې چې اپلای ورته کېږي، ډېر پرې باور نه شم کولای، ځکه وېرېږم چې که ډیټا مې خوندي پاتې نه شي، بل هغه پاسپورټ او تذکره مو چې له هغه ځای ایشو کېږي، دلته بریټانیا کې پرې هېڅ باور نه لري.»
جبارخېل وايي، افغان پاسپورټ لرونکي ډېری وخت په بریټانیا کې د سفر او د کډوالۍ د دوسیو د ثبت پر مهال له ډېرو پوښتنو او اوږدو پروسو سره مخامخ کېږي.
د خپل هېواد پاسپورټ ته ډېره اړتیا لرم، زما د پاسپورټ وخت پای ته رسېدلی او بیا مې تمدید کړی نه دی، ځکه بریټانیا کې مو سفارت بند دی
په امریکا او فرانسه کې مېشتو یو شمېر افغانانو هم له ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته شکایتونه او ستونزې شریکې کړې.
دا افغانان غواړي چې اړوندې ادارې دې پاسپورټ ته د دوی د لاسرسي په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو نظر هم واخلي، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت او د پاسپورټ ریاست اعلان کړی و چې د ګڼېګوڼې او بېنظمۍ د مخنیوي او مالي شفافیت لپاره دې خلک په انلاین توګه نوملیکنه وکړي.
دغو ادارو په هغو هېوادونو کې چې د افغانستان سفارتونو ته یې خپل ډیپلوماتان لېږلي، افغانانو ته د پاسپورټ د تمدید بهیر هم پیل کړی دی.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ډېری اروپايي هېوادونو، بریټانیا، امریکا، کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان د سفارتونو تر څنګ د قونسلګریو او قونسلي خدمتونو د بندېدو له امله هغه افغانان چې د پاسپورټ او تذکرې په شان اسنادو ته اړتیا لري، له بېبرخلیکه وضعیت او ستونزو سره مخامخ شوي دي.
له افغانستان سره د نړۍ د ډېری هېوادونو د اړیکو د پرې کېدو له امله په هېواد کې مېشت افغانان اوس ان د ګاونډیو پاکستان او ایران ویزې هم په اسانه نه شي ترلاسه کولای.
له همدې امله دوی د خپلو ناروغانو د انتقال، بهر کې د زدهکړو، سوداګرۍ، سیاحت او عادي تګ راتګ په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.