له زده‌کړو محرومې نجونې له جبري ودونو سره مخامخ دي

انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې له زده‌کړو د نجونو محرومېدو د جبري او له وخت مخکې ودونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. یو شمېر ځوانې ښځې وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته د خپلو کورنیو د فشار له امله داسې ودونو ته اړې شوې.

یوې ځوانې ښځې، چې له ښوونځي څخه تر محرومېدو وروسته جبري واده ته ایستل شوې ده له ازادي راډیو سره خبري کړي دي . دغه ۱۷ کلنه مېرمن وايي، له یوه ۳۴ کلن سړي سره یې واده کړی، په داسې حال کې چې هیله یې لرله په راتلونکي کې ډاکټره شي.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «زه د ښوونځي په اتم ټولګي کې وم چې طالبان راغلل او ښوونځي وتړل شول. له زده‌کړو څخه تر محرومېدو وروسته زما په ژوند کې ډېر منفي بدلونونه راغلل. یوې کورنۍ شپږ میاشتې زه غوښتلم. پلار مې معلول دی او مور مې مړه شوې ده. پلار مې له انا سره یوځای زه په زور واده کړم او اوس په خپل ژوند کې هېڅ خوشحاله نه یم.»

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو څه باندې لس کاله وړاندې ژمنه کړې وه چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د ماشومانو ودونو ته د پای ټکی ږدي.

خو د «نجونې، نه ناویانې» (Girls Not Brides) شبکې د شمېرو له مخې، چې د ماشومانو د ژغورنې اداره (Save the Children) یې هم غړیتوب لري، هر کال ۱۲ میلیونه له ۱۸ کلنو کم عمره نجونې واده کېږي.

دا شمېر په هره دقیقه کې شاوخوا ۲۳ نجونو او په هرو درېیو ثانیو کې د یوې نجلۍ له واده سره برابر دی.

د ماشومانو د ژغورنې ادارې په راپور کې راغلي چې روانې جګړې، اقلیمي بدلونونه او طبیعي ناورینونه، بې‌ځایه کېدل، اقتصادي ستونزې او د نړیوالو مرستو د بودجې کمېدل، ډېرې کورنۍ دې ته اړ باسي چې د ستونزو د حل لپاره د خپلو لوڼو د ودلو په ګډون، منفي لارې غوره کړي.

په ورته وخت کې یوه بله ځوانه ښځه هم وايي، له ښوونځي څخه تر محرومېدو وروسته، هغه مهال چې ۱۶ کلنه وه، له یوه ۵۰ کلن سړي سره واده کولو ته اړ شوې ده. د نوموړې په خبره، دغه سړي تر دې مخکې دوه نور ودونه هم کړي وو او کورنۍ یې د پیسو په بدل کې هغه دې سړي ته ورکړې وه.

دا چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي. ازادي راډیو ته یې وویل: «کله چې له زده‌کړو پاتې شوم، مور مې هم بې‌کاره شوه او ورور مې هم دنده نه لرله. مور مې پرېکړه وکړه چې ما یوه زوړ سړي ته واده کړي، څو له هغه څخه ډېرې پیسې واخلي او خپل ځان او زوی له بېوزلۍ وژغوري. مور مې په دې باور وه چې زه باید واده وکړم او خپل ژوند جوړ کړم. اوس دوه ماشومان لرم، خو هېڅ خوشحاله نه یم. اجازه نه لرم چې موبایل ولرم، له خپلو ملګرو سره ووینم او ان دا اجازه هم نه لرم چې په یو کال کې له ۱۵ ورځو زیاتې د خپلې مور کور کې تېرې کړم.»

نوموړې وايي، هیله یې لرله چې له ښوونځي تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي کې خپلې لوړې زده‌کړې بشپړې کړي.

طالبانو په افغانستان کې واک ته له بیا رسېدو وروسته افغان نجونې او ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې له زده‌کړو منع کړې دي.

اجازه نه لرم چې موبایل ولرم، له خپلو ملګرو سره ووینم او ان دا اجازه هم نه لرم چې په یو کال کې له ۱۵ ورځو زیاتې د خپلې مور کور کې تېرې کړم.
یوه ځوانه ښځه چې د پیسو په بدل کې جبري واده شوې ده

افغان نجونې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم د زده‌کړو او کار له حق څخه د محرومېدو له امله له جبري ودونو سره مخامخ شوې وې.

یوه له هغو ښځو څخه چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال جبري واده شوې وه، وايي، له کلونو کړاوونو او تاوتریخوالي زغملو وروسته اړ شوه چې له خپل مېړه بېله شي.

دې ازادي راډیو ته ویلي: «د خپل مېړه له خوا به تل له تاوتریخوالي سره مخامخ وم. هېڅ پیسې یې نه راکولې. ما خپله د پولیو واکسین په برخه کې کار کاوه، څو خپل لګښتونه برابر کړم. ان اجازه یې نه راکوله چې سیالۍ او خپلو خپلوانو کره ولاړه شم، د خپلې مور کور ته لاړه شم، مېلمستیا یا واده ته ولاړه شم. ورته به مې وژړل، زارۍ به مې ورته وکړې، خو نه یې منله. بالاخره د طالبانو د دویمې واکمنۍ له پیل وروسته بېرته ایران ته راغلو. ما ورته وویل چې نور له دې ژوند څخه ستړې شوې یم. زما د ژوند ۲۲ کاله په کړاوونو کې تېر شول، نور بس دی.»

خو هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي تجربه لري، وايي، اوس عدالت غوښتنې او خپلو حقونو ته د رسېدو په برخه کې له ګڼو خنډونو سره مخامخ دي.

یوې بلې ښځې هم د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې وویل: «د تاوتریخوالي په خاطر چېرې ولاړې شو؟ زموږ خبرې څوک نه اوري. راته وايي چې ته ښځه یې او مجبوره یې چې دا هر څه وزغمې. موږ په خپلو سترګو لیدلي چې که چا په دې اړه عریضه کړې، د قضیې د څېړلو پر ځای وهل شوې او بندۍ شوې ده. زه د خپل عزت او حیثیت له امله شکایت نه شم کولای. که زه بندۍ شم، بیا به زما په عزت او حیثیت کې څه پاتې شول؟»

د دغو ښځو په وینا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هغه ادارې او بنسټونه تړل شوي چې ښځو کولای شول د تاوتریخوالي د پېښو د څېړلو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ورته مراجعه وکړي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د ښځو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

خو ملګرو ملتونو او د ښځو د حقونو فعالانو د ښځو پر ژوند د طالبانو محدودیتونه غندلي دي.

طالبانو ښځې له ورزش، تفریحي پارکونو او ښځینه حمامونو ته له تګ څخه هم منع کړې دي. پر زده‌کړو او کار د ښځو محدودیتونه لا هم دوام لري.

د دغو محدودیتونو منتقدان وايي، دې وضعیت افغانستان د ښځو لپاره په یوه زندان بدل کړی دی.