کابل ښاریان د عامه تشنابونو له کمښته شکایت کوي

انځور له ارشیف څخه

یو شمېر کابل ښاریان وايي، په ښار کې عامه تشنابونه ډېر کم دي او خلک اړ کېږي چې په نامناسبو ځایونو کې حاجت رفع کړي. د دوی په خبره، دې کار ښار ناپاک کړی او بد بوی خپروي. د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالي ستونزه مني، خو وايي سږ کال ۴۰ نور عامه تشنابونه جوړوي.

د دشت برچي سیمې اوسېدونکې تبسم وايي، کله چې له خپلو ماشومانو سره ښار ته ځي او ماشومان یې تشناب ته اړتیا پیدا کړي، د تشنابونو د کمښت له امله له ستونزو سره مخامخ کېږي: «په کابل ښار کې تشنابونه کم دي. کله چې بهر، بازار ته ځو او ماشومان مو تشناب ته اړتیا پیدا کړي، اړ یو چې هغوی بېرته کور ته راولو، ځکه په بازار کې تشناب نشته. دا یوه ډېره جدي ستونزه ده.»

د کابل د دهمزنګ سیمې اوسېدونکی مصطفی هم ورته خبره کوي. هغه وايي، د تشنابونو د کمښت له امله یو شمېر خلک په نامناسبو ځایونو کې حاجت رفع کوي، چې ښار یې ناپاک کړی او بد بوی خپروي.

مصطفی ازادي راډیو ته وویل: «په کابل کې د تشنابونو موضوع ډېره مهمه ده، ځکه دلته نفوس زیات دی او اړتیا ده چې ډېر تشنابونه جوړ شي. کله چې موږ له کوم ځایه تېرېږو، وینو چې یو شمېر کسان په نامناسبو ځایونو کې ناست وي او خپل حاجت رفع کوي، چې یوازینی دلیل یې د تشنابونو کمښت دی.»

کله چې بهر، بازار ته ځو او ماشومان مو تشناب ته اړتیا پیدا کړي، اړ یو چې هغوی بېرته کور ته راولو
تبسم، د دشت برچي اوسېدونکې

په کابل کې ځینو موجودو عامه تشنابونو ته تګ هم په پیسو دی او له هر کس لس افغانۍ اخیستل کېږي.

په کابل کې د یوه عامه تشناب د پاکۍ مسوولې، چې نه یې غوښتل نوم او غږ یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، هغه پیسې چې له خلکو یې راټولوي، د دوی جیب ته نه ځي، بلکې قراردادي ته یې سپاري او دوی ته یوازې د ورځې ۲۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

د ښاروالۍ غبرګون

د طالبانو تر واک لاندې کابل ښاروالي وايي، دا مهال په کابل کې ۴۰ بابه عامه تشنابونه فعال دي، چې د نارینه‌وو، ښځو او معلولیت لرونکو کسانو لپاره بېلې برخې لري.

د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل، سږ کال یې هم په خپل پلان کې د ۴۰ بابه عامه تشنابونو جوړول شامل کړي، چې کار یې وروستیو پړاوونو ته رسېدلی دی. خو هغه مني چې دا شمېر تشنابونه د کابل اړتیاوې نه شي پوره کولای.

هغه وویل: «که څه هم په ښار کې ټول مارکېټونه تشنابونه لري، خو بیا هم د دغو ۴۰ بابه تشنابونو په جوړېدو سره د کابل ښار اړتیاوې نه پوره کېږي او په راتلونکو کلونو کې به یې هم په خپلو پلانونو کې شامل کړو.»

بارکزي د عامه تشنابونو د قراردادونو او عوایدو په اړه جزیات ورنه کړل. هغه له کابل ښاریانو وغوښتل چې خپل ښار خپل کور وګڼي او پاکۍ ته یې پام وکړي.

د «ورلډ پاپولېشن ریویو» (World Population Review) د شمېرو له مخې، د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ز کال کې نږدې یو میلیون اټکل شوی و، اوس شاوخوا پنځه میلیونه ته رسېږي.

کابل ښاریان وايي، د نفوس له زیاتوالي سره باید ښاري خدمتونه هم پراخ شي، ځکه د دوی په خبره، که دا کار ونه شي، پر شته خدمتونو به فشار زیات او کیفیت به یې ټیټ شي.

روغتیايي اندېښنې

د تشنابونو کمښت یوازې د افغانستان نه، بلکې یوه نړیواله ستونزه ده. د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې ۱.۲ میلیارده کسانو خوندي تشنابونو ته لاسرسی موندلی، خو لا هم ۳.۴ میلیارده کسان له خوندي تشنابونو بې‌برخې دي، چې ۳۵۴ میلیونه یې په ازاده فضا کې حاجت رفع کوي.

روغتیا پالان او د چاپېریال ساتنې کارپوهان وايي، له تشناب بهر حاجت رفع کول اوبه ککړوي او د مچانو او نورو حشراتو له لارې مکروبونه خوړو ته انتقالوي، چې د بېلابېلو ناروغیو لامل ګرځي.

د هغوی په خبره، دا کار چاپېریال ککړوي، بد بوی خپروي، د هوا د ککړتیا لامل کېږي او حیواناتو ته هم ناروغۍ انتقالولی شي.