د کندهار اوسېدونکي: په شپه او ورځ کې یوازې دوه درې ساعته برېښنا لرو

په کندهار کې یوه فابریکه. انځور له ارشیف څخه

د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، درې میاشتې کېږي چې په شپه او ورځ کې یوازې دوه درې ساعته برېښنا لري. د دغه ولایت د کانونو او صنایعو خونه هم وايي، فابریکو ته کافي برېښنا نه ورکول کېږي. د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت وايي، د ستونزې د هوارولو لپاره یې ګامونه اخیستي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي محمد صادق ازادي راډیو ته وویل: «درې میاشتې کېږي چې په ۲۴ ساعتونو کې دوه یا درې ساعته برېښنا راځي، د هغې هم وخت معلوم نه وي.» هغه زیاتوي: «کله سهار وي، کله غرمه وي، کله مازدیګر وي، ښه ورځ هغه ده چې دوه ساعته پرله‌پسې برېښنا ولرو... دوه ساعته برېښنا په څلور پنځه پرچاویو راځي.»

ښه ورځ هغه ده چې دوه ساعته پرله‌پسې برېښنا ولرو
محمد صادق، د کندهار ښار اوسېدونکی

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «په کندهار کې دلته لوی مشکل د برېښنا دی، د شپې نشته، د ورځې چې راځي یو ساعت نیم ساعت راځي، خو موږ ترې استفاده نه شو کولی، د کار پر مهال ځي.»

په کندهار کې د کانونو او صنایعو خونې مسوولین هم وايي، فابریکو ته په کافي اندازه برېښنا نه ورکول کېږي.

د دې خونې رییس احمد نبي‌زاده ازادي راډیو ته وویل: «د فابریکو لپاره ۲۴ ساعته برېښنا کفایت کوي، اوس اته ساعته برېښنا راکوي، کله نهه ساعته او لس ساعته هم شي، خو حالات مخ په ښه کېدو روان دي.»

د فابریکو لپاره ۲۴ ساعته برېښنا کفایت کوي
احمد نبي‌زاده، د کندهار د کانونو او صنایعو خونې رییس

د برېښنا شرکت ځواب

په کندهار کې د برېښنا شرکت مسوولینو په غږیز ډول د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو په لیکلي بڼه یې ځینې معلومات شریک کړل. د دې شرکت ویاند محمد صادق حق‌پرست همدا معلومات په دې وروستیو کې په خپله اېکس پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې هم خپاره کړي دي.

هغه ویلي: «اوس مهال په کندهار کې د برېښنا اړتیاوو پوره کولو لپاره ډیزلي جنراتورونه هره ورځ شاوخوا ۲۲ ساعته فعال ساتل کېږي... چې په دې سره په استوګنیزو سیمو کې په یوه شپه او ورځ کې څلور ساعته برېښنا ورکول کېږي او فابریکو ته بیا اته ساعته برېښنا وېشل کېږي.»

د حق‌پرست په خبره، په لمر ورځو کې د لمریزې برېښنا دستګاوې په عادي ډول برېښنا تولیدوي، خو د ورېځو او خرابې هوا پر مهال یې تولید کمېږي او د برېښنا د وېش موده هم راټیټېږي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کجکي بند د اوبو د کچې د ټیټوالي له امله اوس مهال برېښنا نه تولیدوي. دا شرکت وايي، د اوبو د وضعیت په ښه کېدو سره به د اوبو او انرژۍ وزارت په همغږۍ د دې بند توربینونه بېرته فعال شي.

د دې شرکت په وینا، د غزني–کندهار ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برېښنا د لېږد مزي غځول او په اړوند مسیر کې د سب‌سټېشنونو جوړول روان دي او د دغو پروژو په بشپړېدو سره به کندهار ته د برېښنا د وارداتو او وېش ظرفیت د پام وړ لوړ شي.

په ټول هېواد کې د برېښنا کمښت

تر دې مخکې د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته د برېښنا له زیاتو پرچاویو شکایت کړی و.

د برېښنا شرکت په دې وروستیو کې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ژمي په پیل سره یې په کابل کې د پرچاویو د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د تره‌خیلو ۵۰ میګاواټه حرارتي دستګاه چالانه او له عمومي شبکې سره نښلولې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د نومبر په ۹مه او ۱۰مه د «د افغانستان د انرژۍ اوونۍ ۲۰۲۶» په ګډه غونډه کې د انرژۍ ستونزو ته د عملي حل‌لارو او د نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې د پانګونې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې سلاکار خان‌جان الکوزي هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو، چې افغانستان د جګړو له امله د انرژۍ په ګډون په زېربنايي برخو کې ډېر شاته پاتې شوی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د شمېرو له مخې، د افغانستان نږدې ۸۰ سلنه وګړي باوري او دوامداره برېښنا نه لري او په دې هېواد کې د انرژۍ د عرضې او تقاضا ترمنځ تشه شاوخوا پنځه ګیګاواټه اټکل شوې ده.

د طالبانو د حکومت د برېښنا د انرژۍ په پنځه کلن پراختیايي پلان کې، چې د دې حکومت مشر د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې منظور کړ، له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې شاملې دي.

د طالبانو د حکومت په خبره، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به پر وارداتي برېښنا اتکا راکمه شي.

افغانستان اوس مهال د خپلې اړتیا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.