افغان ټولنه: د ۲۸ افغان کډوالو جسدونه په ترکیه کې افغانستان ته د لېږد په تمه دي

د ترکیې د وان د جهیل غاړې ته نږدې یو شمېر افغان کډوال د ایران او ترکیې له پولې اوښتو وروسته انځور له ارشیف څخه

په ترکیه کې یوه افغان ټولنه وايي، د نومبر له پیله د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمو کې لږ ترلږه ۱۶۰ افغان کډوال ورک او نږدې ۳۴ نور مړه شوي دي. د دې ټولنې په خبره، ۲۸ جسدونه لا هم د وان ولایت په یوه روغتون کې پراته دي. په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د ورکو عزیزانو د برخلیک د معلومېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د کندز ولایت اوسېدونکی صفي ناصري چې اوس په ایران کې ژوند کوي، وايي ۱۹ کلن اوښی یې چې حامد نومېده، په دې وروستیو کې د ناقانونه کډوالۍ قرباني شو. د هغه په وینا، حامد د خپل عمر ډېره برخه په ترکیه کې تېره کړې وه او نږدې څلور کاله مخکې له هغه ځایه افغانستان ته ډیپورټ شوی و.

ناصري وايي، حامد غوښتل له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کېدو لپاره بېرته ترکیې ته لاړ شي، خو د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمه کې یې ژوند پای ته ورسېد.

نوموړي ازادي راډیو ته د حامد د سفر د ملګرو له قوله وویل، چې د چالدران په سرحدي سیمه کې ترکیې ته د اوښتو پر مهال د دې هېواد پوله‌ساتو ځواکونو کډوال نیولي، وهلي او بیا یې په سختو واورو کې لوڅې پښې د ایران خوا ته خوشې کړي دي.

هغه زیاتوي: «هغه ۱۹ کلن و، کله چې یې سفر کاوه نږدې ۴۵ ورځې پولې ته نږدې پاتې و، که څه هم ما ورته وویل چې بېرته راوګرځه، خو دا چې ځوان و، غوښتل یې واوړي... د اوښتو پر مهال ترکیې پولیسو نیولي وو، دا چې ده ترکي ژبه یاده وه، نو له ټولو ډېر یې همدا وهلی او ډبولی و.»

دا چې ده ترکي ژبه یاده وه، نو له ټولو ډېر یې همدا وهلی او ډبولی و.
صفي ناصري، د حامد خپلوان

ناصري وايي، وروسته یوه قاچاقبر ورسره اړیکه ونیوله، د حامد د مړینې خبر یې ورکړ او د جسد روغتون ته د لېږدولو په بدل کې یې ۸۰ میلیونه ایراني تومانه وغوښتل.

د هغه په خبره، د اړتیا له مخې یې قاچاقبر ته پیسې ولېږلې، خو بیا هم جسد ورته ونه سپارل شو او په پای کې یې له ډېرو هڅو وروسته د حامد جسد د ایران د چالدران په یوه مړو ساتلو خونه کې وموند.

ناصري وايي، جسد یې په ایران کې د افغانستان د سفارت په همکارۍ کندز ته ولېږداوه او د نومبر پر ۱۵مه خاورو ته وسپارل شو. هغه وايي: «قاچاقبرانو دا په سړک غورځولی و، وروسته پولیسو مړو خونې ته وړی و، بیا موږ ورغلو، جسد مو راواخیست او بیا مو له سفارت سره اړیکه ونیوله.»

ورک او مړه شوي کډوال

په ترکیه کې د افغان ځوانانو د فرهنګي یووالي ټولنه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د نومبر له پیله تر ۲۳مې د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمو کې لږ ترلږه ۱۶۰ افغان پناه غوښتونکي ورک او نږدې ۳۴ نور مړه شوي دي.

د دې ټولنې مسوول سید حامد سادات ازادي راډیو ته وویل: «دلته خو د ورکو شویو کسانو شمېر ډېر زیات دی، ان له ۱۶۰ هم اوړي، تر اوسه ۶ جنازې انتقال شوې دي او ۲۸ لا اوس هم په روغتون کې پرتې دي.»

د هغه په وینا، دا جسدونه د ترکیې د وان ولایت په یوه روغتون کې دي او که افغانستان ته ونه لېږدول شي، ښايي د ترکیې حکومت یې د بې‌وارثه مړو په توګه خاورو ته وسپاري.

سادات وايي، دوی په ترکیه کې له افغان سفارت سره اړیکه نیولې او د جسدونو په اړه یې خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

د چارواکو غبرګون

ازادي راډیو په ترکیه کې د افغانستان له سفارت سره د اړیکې هڅه وکړه، خو اړیکه ونه شوه. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

د ایران او ترکیې حکومتونو هم تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

کورنۍ له برخلیکه ناخبره

په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي، د کورنۍ ځینې غړي یې چې غوښتل یې د ایران او ترکیې له لارې اروپا ته قاچاقي سفر وکړي، په لاره کې ورک شوي دي.

د کابل اوسېدونکي نور الرحمان ازادي راډیو ته وویل: «زما د ماما یو لمسی چې ۲۲ کاله عمر لري، نږدې ۴۰ ورځې مخکې د اروپا په تکل له کوره ووت... د همدې میاشتې په لومړیو کې یې کور ته ټیلیفون کړی و چې د ترکیې پر لور ګیم وهي، خو نږدې پنځلس ورځې کېږي چې بیا یې درک نه دی لګېدلی.»

هغه زیاتوي: «اوس یې نه د مړي معلومات کېږي، نه د ژوندي، قاچاقبر هم ټیلیفون بند کړی دی، موږ هیڅ نه پوهېږو چې څه وکړو.»

اوس یې نه د مړي معلومات کېږي، نه د ژوندي، قاچاقبر هم ټیلیفون بند کړی دی
نور الرحمان، د کابل اوسېدونکی

د ننګرهار یوه اوسېدونکي هم ازادي راډیو ته وویل، چې یو ورور یې د ایران او ترکیې پر لاره ورک شوی او کورنۍ یې اوس له برخلیکه ناخبره ده.

د رسنیو او یوه سازمان راپورونه

له دې وړاندې د ترکیې یو شمېر رسنیو هم د ایران پولې ته څېرمه د افغان کډوالو د مړینې او ورکېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د ترکیې «وان خبر» ورځپاڼې د نومبر پر ۱۵مه راپور ورکړ، چې د نومبر پر اوومه د وان ولایت په اوزالپ ولسوالۍ کې د اتو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي دي.

دې ورځپاڼې د ځینو سرچینو له قوله لیکلي، چې ښايي دغه کسان په یوه پرېښودل شوي کور کې د بخارۍ د کاربن مونو اکسایډ ګاز له امله مړه شوي وي.

خو د افغان ځوانانو د فرهنګي یووالي ټولنې مسوولین وايي، دا کډوال د ترکیې د سرحدي پولیسو له خوا ایران ته د بېرته شړل کېدو وروسته د سړې هوا له امله مړه شوي دي. ازادي راډیو دا ادعاوې په خپلواک ډول نه شي تاییدولی.

په همدې حال کې، د بشري حقونو یوه سازمان «حال وش» راپور ورکړی، چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان په سرحدي سیمه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې افغان کډوال په ډزو وژلي دي.

دې سازمان د نومبر پر ۲۱مه په خپله اېکس پاڼه یوه ویډیو هم خپره کړې چې درې وژل شوي کسان پکې تر ډبرو لاندې ښکاري. «حال وش» ادعا کړې چې د ایران پوله‌ساتو ځواکونو دا کډوال په سرونو ویشتلي او بیا یې تر ډبرو لاندې کړي دي.

د روان ۲۰۲۶ز کال په جنوري کې هم یو شمېر افغانانو ادعا کړې وه، چې د ایران او ترکیې ترمنځ په سرحدي سیمو کې د ترکیې پوله‌ساتو ځواکونو افغان کډوال وهلي، ټکولي او په سختو واورو کې یې پرې ایښي وو.

هغه مهال راپورونو ویلي وو چې په دې پېښو کې لږ ترلږه ۱۱ افغان کډوال مړه شوي او یو شمېر یې د یخ وهلو له امله د بدن ځینې غړي له لاسه ورکړي دي.