د راډیو درسونه: له ښوونځي بې‌برخې افغان نجونو ته د زده‌کړو یوه کړکۍ

په بادغیس کې یوه سیمه‌ییزه راډیو نجونو ته د ښوونځي درسونه جوړوي. انځور: ۲۰۲۳ز کال

د افغانستان د لرې پرتو سیمو یو شمېر نجونې وايي، د راډیوګانو درسي ساعتونو یې له زده‌کړو د بشپړ محرومېدو مخنیوی کړی دی. د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی. د سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولین وايي، د خپلو خپرونو ډېره برخه یې درسونو ته ځانګړې کړې ده.

د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې او د ښوونځي پخوانۍ زده‌کوونکې کوي چې د راډیو له لارې زده‌کړو ته دوام ورکوي. هغې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې په اووم ټولګي کې وه چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

هغه وايي، له شاوخوا درېیو کلونو راهیسې د راډیو له لارې درسونه تعقیبوي او ډېر څه یې ترې زده کړي دي: «موږ له دې راډیوګانو انګرېزي، پښتو، دري او عربي زده کړې ده. څو مختلف ساعتونه وي، یو ساعت یو درس وي، بل ساعت نور کتابونه تدریسوي... داسې وي لکه هلته چې استاد مخامخ ولاړ وي.»

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په مارچ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه، د همدې کال په دسمبر کې یې نجونې له پوهنتونونو او د ۲۰۲۴ز کال په دسمبر کې له طبي انسټیټیوټونو هم منع کړې.

دې راډیوګانو موږ ته په ډېر سخت وخت کې لاس راکړ، ځکه موږ زده‌کړو ته ډېره اړتیا درلوده
د لښکرګاه یوه پخوانۍ زده‌کوونکې

له دغو بندیزونو وروسته میلیونونه افغان نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو پاتې شوې دي، خو د سیمه‌ییزو راډیوګانو څپې اوس هغو نجونو ته د زده‌کړو هیلې ژوندۍ ساتي چې ښوونځي ته له تګ بې‌برخې شوې دي.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار یوه بله اوسېدونکې او د ښوونځي پخوانۍ زده‌کوونکې، چې هغې هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «دې راډیوګانو موږ ته په ډېر سخت وخت کې لاس راکړ، ځکه موږ زده‌کړو ته ډېره اړتیا درلوده. ډېره خوشحاله یم چې موږ د همدې راډیو له لارې اوس د دولسم دوره پای ته رسوو... خدای مهربانه دی، یو وخت به بیا د ښوونځیو درسونو ته هم اجازه ورکړل شي او بیا به خپلو ښوونځیو ته ولاړې شو.»

د څو ولایتونو او ولسوالیو نورو نجونو هم ورته خبرې وکړې او له طالبانو یې وغوښتل چې ژر تر ژره د دوی پر مخ د رسمي زده‌کړو، ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

د دې نجونو په خبره، که څه هم د راډیو له لارې زده‌کړه د ښوونځي او ټولګي بشپړ بدیل نه شي کېدای، خو لږ تر لږه ورسره مرسته کوي چې له علم او زده‌کړو سره اړیکه وساتي.

د سیمه‌ییزو راډیوګانو درسي خپرونې

په کندهار کې د «زما کندهار راډیو» مشر عبدالسمیع خاموش ازادي راډیو ته وویل چې د نجونو پر زده‌کړو له بندیز وروسته یې هڅه کړې چې د خپلو خپرونو لویه برخه تعلیمي پروګرامونو ته ځانګړې کړي.

د هغه په خبره، په دغو پروګرامونو کې د ښوونځي د بېلابېلو ټولګیو مضمونونه، لکه ساینس، ریاضي او د ژبو زده‌کړه شامل دي: «موږ په ۲۴ ساعتونو کې تقریباً نهه ساعته تعلیمي پروګرامونو ته ځانګړي کړي دي. موږ سره د شته ډیټابیس له مخې هغه زده‌کوونکې چې له موږ کتابونه وړي او بیا د خپلو زده‌کړو کتابچې راستوي، شمېر یې زرګونه دي... د دې درسونو ترڅنګ دیني زده‌کړې جلا او د طبي برخې چې هغه قابله‌ګي او نرسنګ درسونه ورته وایو، اناټومي او فیزیولوژي بیا نورې برخې مو دي.»

ښاغلی خاموش وايي، دوی کلي په کلي د زده‌کوونکو د کورنیو او والدینو په مرسته درسي مواد تر کورونو رسوي او د ازموینو لپاره یې هم بېلابېلې لارې چارې برابرې کړې دي.

موږ په ۲۴ ساعتونو کې تقریباً نهه ساعته تعلیمي پروګرامونو ته ځانګړي کړي دي
عبدالسمیع خاموش، د زما کندهار راډیو مشر

د څو ولایتونو د نورو سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولینو هم ازادي راډیو ته وویل چې دوی هم د درسونو د خپرولو ځانګړې خپرونې لري او هڅه کوي د خپرونو په محتوا او مهالوېش کې د زده‌کوونکو اړتیاوې په پام کې ونیسي، څو په لرې پرتو سیمو کې هم نجونې له دې پروګرامونو ګټه واخلي.

د ازادي راډیو درسي ساعت

ازادي راډیو هم د لرن افغان (Learn AFG) موسسې په مرسته د «درسي ساعت» په نوم په ۲۴ ساعتونو کې ۷ ساعته له ښوونځیو بې‌برخې شویو افغان نجونو ته په پښتو او دري بېلابېل درسونه خپروي.

دا درسونه د ازادي راډیو په وېب‌پاڼه، ټولنیزو رسنیو، یوټیوب چینل او اپلېکېشن کې خپرېږي. ازادي راډیو تر اوسه له ۴۰۰ ډېر ویډیويي کلیپونه، چې شاوخوا ۹۰۰ درسونه پکې شامل دي، په خپل یوټیوب چینل کې خپاره کړي دي چې د هېواد له بېلابېلو سیمو زرګونه نجونې یې ګوري.

کله چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو منع کړې، په کور دننه او بهر د افغانانو، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو، د بېلابېلو هېوادونو چارواکو، د اسلامي همکاریو سازمان او دیني عالمانو نیوکې او اندېښنې یې راوپارولې، خو دغه حکومت تر اوسه خپل بندیز ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې د مرکه شویو نجونو په خبره، که څه هم راډیوګانو د دوی لپاره د زده‌کړو یوه کوچنۍ کړکۍ پرانیستې ساتلې، خو د هغوی اساسي غوښتنه دا ده چې بېرته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شي او د زده‌کړو له حقه برخمنې شي.