د کابل ښار اوسېدونکې او دولتي کارکوونکې نفیسه وايي، هره ورځ چې دندې ته ځي، په ښاري ټکسیانو کې لسګونه افغانۍ کرایه ورکوي. کابل ښاریان وايي، عامه دولتي ترانسپورټ یې یوه لومړنۍ او جدي اړتیا ده، خو ملي بسونه نشته. د تېر جمهوري نظام پر مهال ځینو بوختو لینونو ښاري بسونه درلودل، خو اوس ډېر کم تر سترګو کېږي.
د ورلډ پاپولېشن ریویو (World Population Review) سازمان د شمېرو له مخې، د کابل نفوس چې په ۱۹۷۹ز کال کې نږدې یو میلیون اټکل شوی و، اوس شاوخوا پنځو میلیونو ته رسېږي.
ازادي راډیو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د ملي بس شرکت له مسوولینو وپوښتل چې د دومره خلکو لپاره اوس څومره ملي بسونه فعالیت کوي، خو هغوی ځواب ورنه کړ.
د ورځې شل، دېرش افغانۍ مې د موټر په کرایه ځي. د ماموریت معاش دی، تاسې فکر وکړئ، ماته به څه پاتې شي؟نفیسه، دولتي کارکوونکې
د دې شرکت مسوولینو په ۱۴۰۴ل کال (۲۰۲۵ز) کې ویلي وو چې ۱۳۲ عرادې ملي بسونه یې رغولي، چې په کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، لغمان، پروان او پکتیا کې به فعالیت کوي.
د کابل بل اوسېدونکي او دولتي کارکوونکي عزتالله ازادي راډیو ته وویل: «کلونه وړاندې ملي بس تصدي په دې برخه کې ډېره فعاله وه. لرې واټنونو ته به یې کمه کرایه اخیسته... خو اوس ځینې ستونزې شته. که مامورین دي، که زده کوونکي دي او که مزدورکاران، د هغوی ډېرې پیسې په کرایه لګېږي.»
د ساتنې ستونزه
د یو شمېر نورو کابل ښاریانو په خبره، پخوا چې ملي بسونه وو، سمه ساتنه یې نه کېده.
د کابل اوسېدونکې ۷۵ کلنه معصومه وايي، په تېرو لسیزو کې هند او یو شمېر نورو هېوادونو څو ځله افغانستان ته ملي بسونه ورکړي وو، خو د هغې په خبره، سمه ساتنه یې ونه شوه او له همدې امله نن کابلیان له دې وضعیت سره مخامخ دي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: «په ملي بسونو کې به سمه بزکشي وه، دروازې او څوکۍ یې خرابولې، نظافت ته یې پام نه کېده. خپله خلک ملامت دي. که یې سمه ساتنه کړې وای، ولې به نن محتاجه وو؟»
له چین سره خبرې
د طالبانو حکومت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د لړم په ۲۰مه (د نومبر ۱۱مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي و چې د ملي بس شرکت د مسوولینو د چین سفر موخه «د مېټرو، عصري ملي بسونو او چټکو بسونو (BRT) د پېرلو او واردولو په برخه کې له چینایي شرکتونو سره خبرې اترې، د تخنیکي امکاناتو ارزونه او د همکاریو د تړونونو لپاره د زمینې برابرول دي».
د دې ریاست ویاند محمد نبي بهار د لړم په ۲۵مه (د نومبر ۱۶مه) لیکلي چې پلاوي د چین په سوژو ښار کې د هایګر (Higer) بس شرکت له مسوولینو سره لیدلي دي.
بهار زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د عصري ملي بسونو د تولید او پېرلو په اړه خبرې شوې دي او یاد چینایي شرکت د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
هیله ده، چې ساتنې ته یې پاملرنه وشي. دا د ټولو دنده او مسوولیت دیمطیعالله روفي، د ټولنیزو چارو پوه
د ټولنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي، که نوي بسونه پېرل کېږي، هیله ده چې د تېر په څېر چلند ورسره ونه شي.
له دې ډلې مطیعالله روفي ازادي راډیو ته وویل: «زموږ او ستاسو عامه ترانسپورټ ټکنی دی او له ستونزو سره مخ دی... وايي، هر نوی شی که سمه ساتنه یې ونه شي، ژر له منځه ځي... هیله ده، چې ساتنې ته یې پاملرنه وشي. دا د ټولو دنده او مسوولیت دی.»
په تېر جمهوري نظام کې څو ځله د مېټرو بس د فعالېدو خبره هم شوې وه او ویل شوي وو چې د ۱۳۹۷ل کال تر پایه (۲۰۱۹ز) به کابل د مېټرو بس دوه لاینونه ولري، خو تر اوسه دا طرحه عملي شوې نه ده.
په راپور کې مرکه شوي کسان وايي، که د عامه ترانسپورټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي، په کابل کې به د موټرو ګڼهګوڼه او ترافیکي ستونزې هم تر ډېره حل شي.