د تورخم د لارې تړل کېدو د افغان شکر ناروغانو درملنه ستونزمنه کړې ده

د ننګرهار یو شمېر شکر ناروغان وايي، د تورخم د لارې تړل کېدو یې په خیبر پښتونخوا کې منظمه درملنه ګډوډه کړې ده. د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه کسان شکر لري او ډېری یې له خپلې ناروغۍ خبر نه دي. روغتیايي متخصصان د درملنې له ځنډ خبرداری ورکوي.

د ننګرهار د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی ولي خان ناصري له کلونو راهیسې د شکر یا ډیابت په ناروغۍ اخته دی. هغه وايي، اوس د ډاکټرانو په لارښوونه انسولین کاروي او ناروغي یې کنټرول ده، خو د هغه په خبره، له پاکستان سره د لارو تړل کېدو هغه ډېر ناروغان له ستونزو سره مخامخ کړي چې مخکې به په منظم ډول د درملنې لپاره خیبر پښتونخوا ته تلل.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: «د لارې بندېدو ډېر اغېز کړی دی، که څه هم په کور دننه هم موږ ډېر ښه ډاکټران لرو، خو دلته درمل او وسایل نشته، نو د ناروغانو لپاره دا ډېره جدي ستونزه ده...»

ناصري وايي، د شکر ناروغي ناروغ اړ باسي چې له خوراک او څښاک نیولې تر درملو، معایناتو او ورځني فعالیت پورې په ټولو چارو کې احتیاط وکړي: «زما خو چې شکر لوړ شي، ډېر تږی کېږم، فشار مې لوړېږي، کله کله داسې هم کېږي چې ډېر ټیټ شي، د دې لپاره بیا زه له ځانه سره یو چاکلیټ د تل لپاره ګرځوم...»

شکر یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې په بدن کې د وینې د قند د تنظیم بهیر اغېزمنوي.

دلته درمل او وسایل نشته، نو د ناروغانو لپاره دا ډېره جدي ستونزه ده
ولي خان ناصري، د شکر ناروغ

د ننګرهار بل اوسېدونکی محمدالله ازادي راډیو ته وویل چې مور یې د شکر ناروغي لري او مخکې به یې د درملنې لپاره خیبر پښتونخوا ته وړله، چې هلته به یې منظمې معاینې کېدې او د ډاکټرانو له لارښوونو سره سم به یې درمل اخیستل.

هغه وايي: «...اوس چې لارې تړل شوې دي، په ننګرهار کې یې هغسې درملنه نه کېږي، موږ اړ یو چې هره میاشت یې کابل ته بوځو، دلته وضعیت داسې دی چې موږ له اقتصادي اړخه کمزوري یو او نه شو کولای کابل ته د تګ لګښتونه پوره کړو.»

د تورخم د تړل کېدو اغېز

له پاکستان سره د تورخم د لارې تړل کېدو د هغو زرګونو افغانانو تګ راتګ اغېزمن کړی چې د سوداګرۍ، زده‌کړو، کورنیو اړیکو او درملنې لپاره به دغه هېواد ته تلل.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان د روان کال په جنورۍ کې په یوه راپور کې لیکلي وو چې د لارو دوامدار تړل کېدو د افغان ناروغانو د درملنې بهیر له خنډونو سره مخامخ کړی دی.

که څه هم د دغو ناروغانو زیات شمېر په افغانستان کې درملنه کوي، خو د شکر ناروغي منظمې روغتیايي څارنې، دوامدارو درملو او د وینې د قند د کچې کنټرول ته اړتیا لري. روغتیايي متخصصان وايي، د درملنې ځنډ او د درملو بې‌نظمه کارول د دې ناروغۍ د اختلاطاتو خطر زیاتولای شي.

د شکر ناروغان وايي، داسې روغتیايي خدمتونه غواړي چې وکولای شي په خپل هېواد کې په منظم او ډاډمن ډول درملنه وکړي.

د متخصص سپارښتنې

د داخله ناروغیو متخصص نورالله غني ازادي راډیو ته وویل چې له خوږو د زیات خوړلو ډډه، مناسب وزن، منظم ورزش او صحي خواړه د دویم ډول شکر ناروغۍ خطر کمولای شي.

هغه وايي: «شکر داسې یوه ناروغي ده چې که په وخت یې تشخیص وشي، نو کنټرولېدای شي، خو که احتیاط ورسره ونه شي، انسان له سختو ستونزو سره مخ کولای شي...»

نوموړی له خلکو غواړي چې په منظم ډول د وینې د قند کچه معاینه کړي، څو معلومه شي چې د شکر په ناروغۍ اخته دي که نه.

شکر داسې یوه ناروغي ده چې که په وخت یې تشخیص وشي، نو کنټرولېدای شي
نورالله غني، د داخله ناروغیو متخصص

ډېری ناروغان ناخبره دي

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ز کال د مارچ میاشتې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د شکر، زړه او پښتورګو په څېر د اوږدمهالو ناروغیو تخصصي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی.

دې سازمان اقتصادي ستونزې، د متخصصو روغتیايي کارکوونکو کمښت او د طبي تجهیزاتو او تخصصي مرکزونو نشتوالی د دغو ناروغیو د درملنې مهمې ننګونې بللې دي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت د نومبر په ۱۶مه د شکر ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي په یوه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه کسان د شکر په ناروغۍ اخته دي.

د دغه وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني ویلي چې د دغو ناروغانو شاوخوا ۷۱ سلنه لا هم نه پوهېږي چې شکر لري، او د ناروغۍ پر وخت تشخیص د جدي روغتیايي ستونزو د مخنیوي لپاره مهم دی.