د کابل-جلال‌اباد لویه لار؛ اوسېدونکي د دویم لین سړک د چټک کار غوښتنه کوي

د کابل-جلال‌اباد لویه لار. انځور له ارشیف څخه

د ژمي په رانږدې کېدو سره د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د کابل-جلال‌اباد لویه لار به بيا د تېږو رالوېدو او سېلابونو له امله ورځې ورځې تړلې پاتې شي. دوی غواړي د دې لارې د دویم لین کار چټک شي. طالبانو ته نږدې یوه رسنۍ وايي، کار په چټکۍ روان دی.

د کابل-جلال‌اباد په لویه لار د روان نومبر په ۱۲مه په څو ځایونو کې د سخت اورښت له امله له غرونو ډبرې سړک ته راولوېدې او لاره یې د ټرافیکو پر مخ وتړله. د طالبانو د حکومت د عامه ګټو وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې د دې لارې په ځینو برخو کې له غرونو ډبرې راښویېدلې او د نورو ډبرو د راښویېدو احتمال هم شته. دې وزارت له مسافرو غوښتي وو چې له اړتیا پرته له سفر ډډه وکړي.

د ختیځو ولایتونو اوسېدونکي وايي، تېر کال هم په همدې موسم کې دا لویه لار څو ځله د سېلابونو او له غرونو د ډبرو د رالوېدو له امله ورځې ورځې تړلې پاتې شوې وه او مسافر له سختو ستونزو سره مخامخ شوي وو.

د ننګرهار اوسېدونکي محمد اغا ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې مخکې د ماهیپر په سیمه کې د سړک د تړل کېدو له امله څو ساعته په لاره کې ایسار پاتې و: «...دا لاره اکثره وخت د باد او باران پر مهال بنده وي، او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، مالي او ځاني تلفات هم لري، د ژمي په راتګ سره دا اندېښنه ډېره زیاته ده چې دا لاره به بیا د تېر کال په شان هر وخت بنده وي.»

د کونړ اوسېدونکی جنت ګل وايي، کابل ته لېږدول کېدونکي ناروغان هم ډېری وخت په لاره کې د ځنډ له امله له سختو کړاونو سره مخامخ کېږي: «تیږې رالویږي، بارانونو کې سیلابونه راځي او په هفتو هفتو دا لاره بنده وي، ناروغان په لاره له سختو ستونزو سره مخ کیږي...»

دا لاره اکثره وخت د باد او باران پر مهال بنده وي، او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کوي، مالي او ځاني تلفات هم لري
محمد اغا، د ننګرهار اوسېدونکی

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکي بشیر احمد ازادي راډیو ته وویل، په دې لاره ټرافیکي ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده او که لږ وخت هم وتړل شي، خلکو ته لوی سر درد جوړوي.

هغه زیاتوي: «ژمی راغی او موږ سره ویره او اندېښنه داده چې د کابل – جلال اباد لاره به بیا د تېر کال په شان هر وخت بنده وي... دلته بند لارې جوړول ډېر اړین دي، حکومت باید په دوهم لین سړک کارونه چټک کړي.»

د ختیځو ولایتونو دا اوسېدونکي له طالبانو غوښتنه کوي چې د کابل-جلال‌اباد د دویم لین سړک کار چټک کړي، څو لاره جوړه او مسافر له ستونزو خلاص شي.

د دویم لین سړک کار

ازادي راډیو د دویم لین سړک د جوړېدو د وروستي وضعیت په اړه د طالبانو د حکومت له عامه ګټو وزارت پوښتنه وکړه، خو دې وزارت ځواب ورنه کړ. خو طالبانو ته نږدې رسنۍ امید راډیو د نومبر په ۱۹مه د چارواکو له قوله ویلي چې د دې سړک د رغونې کار په چټکۍ روان دی. په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې کار به کله بشپړېږي.

د کابل-جلال‌اباد د دویم لین سړک لومړني کارونه د تېر جمهوري نظام پر مهال په ۲۰۱۶ز کال کې پیل شوي وو، خو د امنیتي ستونزو له امله نیمګړي پاتې شول. د طالبانو حکومت په ۱۴۰۳ل کال کې اعلان وکړ چې د دې سړک کار یې بیا پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر هغه مهال په یوه خبرپاڼه کې د دې لویې لارې رغونه مهمه اقتصادي پروژه بللې وه او ویلي یې وو چې دا لار له موټرو څخه د اخیستل کېدونکي حق العبور په بدل کې جوړېږي.

دلته بند لارې جوړول ډېر اړین دي، حکومت باید په دوهم لین سړک کارونه چټک کړي.
بشیر احمد، د لغمان اوسېدونکی

تېر کال یو شمېر موټرچلوونکو ازادي راډیو ته شکایت کړی و چې د دې سړک د جوړېدو لپاره له یو کال راهیسې له دوی پیسې اخیستل کېږي، خو د دوی په خبره کار نه بشپړېږي.

د دوی په وینا، له هر کوچني موټر ۸۰ افغانۍ، له فلاینکوچ او مرسډیز موټرو ۱۸۰ افغانۍ او له مزدا موټرو له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې اخیستل کېږي.

د کابل-جلال‌اباد دویم لین سړک شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره اوږد دی. دا سړک د کابل له بګرامي ولسوالۍ پیلېږي، د همدې ولایت له خاکجبار او د ننګرهار له حصارک، خوګیاڼیو او سره‌رود ولسوالیو تېرېږي او بیا د ننګرهار له حلقوي سړک سره نښلي.

دا سړک ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونه له کابل سره نښلوي او د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د ټرانزیت مهمه لار هم ګڼل کېږي.