پر حدیده بندر د سعودي ائتلاف برید؛ حوثیانو د عربستان هوايي حریم ناامنه اعلان کړ

ارشیف، د سعودي عربستان د تېلو په ځینو تأسیساتو د حوثیانو برید

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د جمعې په ورځ «د لړم په ۲۹مه» اعلان وکړ چې د یمن په حدیده بندر کې یې هغه تأسیسات په نښه کړي چې د حوثیانو له‌خوا کارول کېدل.

په ورته وخت کې، د ایران له ملاتړ برخه‌منو حوثیانو هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان هوايي حریم ته له ننوتلو ډډه وکړي.

د ریاض په مشرۍ د پوځي ائتلاف ویاند ترکي المالکي وویل، د ائتلاف ځواکونو د یمن په حدیده بندر کې هغه تأسیسات په نښه کړي چې د ده په وینا، حوثیانو د وسلو د قاچاق او د بالستیک توغندیو د لېږد لپاره کارول.

سعودي ائتلاف همدارنګه په صنعا کې د حوثیانو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پر تأسیساتو او یوه اکمالاتي زېرمتون د برید خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په صعده او تعز ولایتونو کې هم پوځي عملیات روان دي.

د سور سمندرګي پر غاړه پروت حدیده بندر، د یمن په شمال کې د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو ته د خوراکي توکو او نورو اړینو مالونو د لېږد تر ټولو مهمه لاره ده.

ارشیف، د حدیده بندر شاوخوا نښتې

سعودي ائتلاف د بریدونو له پیل مخکې له ملکي وګړو غوښتي و چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره دغه بندر پرېږدي.

بل‌خوا، په یمن کې د سعودي عربستان له ملاتړ د برخه‌من حکومت د اطلاعاتو وزیر ویلي چې حدیده بندر لا هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي او دغه بندر ته د مالونو د لېږد بهیر نه‌دی درېدلی.

تر اوسه د جمعې ورځې په بریدونو کې د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه راپور نه‌دی خپور شوی.

  • حوثیانو د سعودي پر بندرونو او تأسیساتو د برید ګواښ کړی

د سعودي ائتلاف له‌خوا پر حدیده بندر تر برید مخکې، د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع خبرداری ورکړی و چې که پر دغه بندر برید وشي، جده او د سره سمندرګي په غاړه د سعودي عربستان نور بندرونه به د غچ اخیستونکو بریدونو هدف وګرځي.

هغه په یوه اعلامیه کې د دغو بندرونو له کارکوونکو او شاوخوا سیمو کې له مېشتو کسانو غوښتي و چې سمدستي دغه سیمې پرېږدي.

نوموړي د سمندري لېږد شرکتونو ته هم خبرداری ورکړی و چې خپلې کښتۍ د سعودي له بندرونو وباسي.

د حوثیانو پوځي ویاند همدارنګه هوايي شرکتونو ته ویلي چې د سعودي عربستان هوايي حریم ته دې له ننوتلو ډډه وکړي، ځکه د ده په وینا، دغه هوايي حریم به «په راتلونکو ساعتونو کې د دوی د عملیاتو ډګر» وي.

ارشیف، د سعودي عربستان په جازان ولایت کې د حوثيانو د یو ویشتل شوي ډرون ټوټې

هغه د مکې او مدینې ښارونو شاوخوا هوايي سیمې له دغه خبرداري مستثنا کړې او ویلي یې دي چې حوثیان غواړي د سعودي عربستان په جنوب کې د برېښنا یو تولیدي مرکز او په ریاض کې مالي سیمه هم په نویو بریدونو کې په نښه کړي.

په عین حال کې، د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې د جمعې په ورځ د دغه هېواد په جنوبي برخو، جازان او نجران کې د احتمالي خطر خبرداری ورکړ، خو څو دقیقې وروسته‌یې اعلان وکړ چې خطر له‌منځه تللی دی.

سعودي ائتلاف هم ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د جمعې ورځې د بریدونو پر مهال د حوثیانو څو بې‌پیلوټه الوتکې او یو بالستیک توغندی کشف او له‌منځه وړي دي.

ارشیف، د ریاض هوايي ډګر چې د حوثیانو له لوري هدف ګرځول شوی دی.

  • د ریاض په تر ټولو لوړې ودانۍ له برید وروسته د نښتو زیاتوالی

د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ بریدونو یوه ورځ وروسته له هغې زور واخیست چې د ریاض تر ټولو لوړه اسمان‌څکه ودانۍ چې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق دفترونه په‌کې دي، د حوثیانو په برید کې زیانمنه شوه.

سعودي چارواکو ویلي چې د پنجشنبې ورځې برید د ملک عبدالله مالي سیمه کې د دغه صندوق د ودانۍ څو پوړونه او شاوخوا ودانۍ زیانمنې کړې، خو مرګ‌ژوبله‌یې نه‌درلوده.