شیبه ۱۶ کلنه افغان نجلۍ ده چې د طالبانو د حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو تر بندیز وروسته اوس په کور ناسته ده: «که مې دوام ورکړی و اوس به لسم صنف کې وم.»
هغه وايي، د خپلې راتلونکې په اړه ډېره ځورېږي: «کله چې هلکان، خپل همزولي خپل خپلوان ګورم چې مخته ځي خو مونږ په کور ناستې یو، ډیره ځورېږم، کاشکې مونږ هم کولای شول، چې درس ووایو او مخته ولاړې شو.»
رڼا بله افغان نجلۍ ده چې د همدې بندیز له امله له ښوونځي پاتې شوې او اوس مدرسې ته ځي: «له شپږم صنف ورسته چې مکتب ته پرې نه ښودل شوو، بیا مې پلار مدرسه کې شامله کړم، اوس مدرسې ته ځم.»
طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په میاشت (د ۱۴۰۰ل کال زمری) کې له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو بندیز ولګاوه.
کله چې هلکان، خپل همزولي خپل خپلوان ګورم چې مخته ځي خو مونږ په کور ناستې یو، ډیره ځورېږمشیبه، ۱۶ کلنه افغان نجلۍ
په افغانستان کې ماشومان په اوه کلنۍ کې ښوونځي ته شاملېږي او په شپږم ټولګي کې یې عمر شاوخوا دولس کاله وي.
د ماشومانو د حقونو کنوانسیون
د نومبر شلمه د ماشومانو نړیواله ورځ ده. په ۱۹۵۹ز کال کې په همدې ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ماشومانو د حقونو اعلامیه او په ۱۹۸۹ز کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون تصویب کړل.
د دې کنوانسیون له مخې، هر انسان له زېږون تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل کېږي.
د کنوانسیون ۲۸مه ماده غړي هېوادونه مکلف کوي چې ټولو ماشومانو ته وړیا او اجباري لومړنۍ زدهکړې برابرې کړي او منځنیو او لوړو زدهکړو ته یې د لاسرسي زمینه پراخه کړي.
په ۲۹مه ماده کې راغلي چې زدهکړې باید د ماشومانو د شخصیت، استعدادونو او جسمي او ذهني وړتیاوو د ودې او بشري حقونو، کلتورونو، والدینو او د استوګنې چاپېریال ته د درناوي لامل شي.
که څه هم افغانستان په ۱۹۹۴ز کال کې له دې کنوانسیون سره یو ځای شوی، خو اوس پکې میلیونونه نجونې د زدهکړو له حقه بېبرخې دي.
د ډاکټرۍ هیله
مریم د څلورم ټولګي زدهکوونکې ده. هغه وايي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، دوه کاله وروسته به هغه هم یا په کور ناسته وي، یا به مدرسې ته ځي.
هغې ازادي راډیو ته وویل: «معلومه نه ده چې څه به کېږي، یا په کور یا هم مدرسې ته، خو کاشکې مکتبونه دوام وکړي، زړه مې غواړي چې ډېرې زده کړې وکړم، یو ډاکټره شم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»
په دې راپور کې ټولو مرکه شویو نجونو له طالبانو غوښتي چې د زدهکړو د دوام اجازه ورته ورکړي. د نجونو د زدهکړو د حق د کمپاین د مشرتابه غړی ډاکټر حنیف الکوزی هم ورته غوښتنه لري.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «پنځه کاله د هغوی له ژوند، هیلو او راتلونکي څخه اخیستل شوي، دا یوازې د زده کړو بندول نه دي، بلکې د یو نسل راتلونکی ویجاړول دي، له طالبانو څخه په کلکه هیله کوو چې نور دې ظلم ته د پای ټکی کېږدي او د افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
ښاغلی الکوزی وايي، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په دویمه ماده کې پرته له تبعیضه ټولو ماشومانو ته د کنوانسیون د حقونو په ورکولو ټینګار شوی، چې زدهکړې یې بنسټیزه برخه ده.
دا یوازې د زده کړو بندول نه دي، بلکې د یو نسل راتلونکی ویجاړول ديحنیف الکوزی، د نجونو د زدهکړو د حق د کمپاین غړی
ازادي راډیو د مرکه شویو کسانو د غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت له چارواکو پوښتنه وکړه، خو هغوی ځواب نه دی ورکړی. د دې وزارت چارواکو مخکې ویلي وو چې په دې اړه د خپل مشر بل امر ته په تمه دي.
نړیوال غبرګونونه
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز په نړیواله کچه له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شوی، خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼلې ده.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، علم او کلتور سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یوه وروستي ګډ راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې تر ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له منځنیو زدهکړو بېبرخې شوې دي.
یونیسف خبرداری ورکړی چې که پر زدهکړو دا بندیزونه تر ۲۰۳۰ز کال پورې دوام وکړي، له زدهکړو د بېبرخې نجونو شمېر به څلورو میلیونو ته ورسېږي.
یونسکو او یونیسف غوښتنه کوي چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو حق دې په بشپړ ډول بېرته اعاده شي. د دغو بنسټونو په وینا، که بېړني اقدامات ترسره نه شي، د افغانستان د یوه بشپړ نسل راتلونکی به له خطر سره مخامخ شي او د دې هېواد د بیا رغونې او پرمختګ بنسټونه به کمزوري شي.