په کابل کې یوه ښځینه خیاطه، چې د تر ۱۴ کلونو کم عمر لرونکو درېیو ماشومانو مور او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د مشتریانو شمېر یې کم شوی او له همدې امله یې خپل عاید له لاسه ورکړی دی.
دې ښځې، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: «ما خپله خیاطي کوله او له همدې لارې مې د ژوند لګښتونه پوره کول، په خپل لاس مې کار کاوه؛ خو اوس نور خیاطي نه شم کولای او څوک د جامو د ګنډلو فرمایش هم نه راکوي، خلک هم د جمهوریت د وخت په څېر دومره جامې نه ګنډي.»
دا ستونزه یواځې تر کابل محدوده نه ده. په سمنګان ولایت کې یوه بله ښځینه خیاطه، چې د پنځو ماشومانو مور ده او مېړه یې په یوه سیمهییز دولتي ښوونځي کې ښوونکی دی، هم د خیاطۍ د کار له کمښت شکایت کوي.
دې میرمنې، چې هم نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: «موږ خیاطي لرو، خو کله چې خلک وږي وي او په اسانۍ سره ډوډۍ نه شي پیدا کولای، نو څنګه کولای شي ځانونو ته جامې واخلي؟ ایا دا امکان لري؟»
د خیاطۍ دوکانونه تړل شوي
په افغانستان کې د بېوزلۍ د زیاتېدو له امله ډېری خلک نوې جامې نه ګنډي او دې وضعیت نه یواځې د ښځینه خیاطانو، بلکې د نارینه خیاطانو کار هم اغېزمن کړی دی.
په بلخ ولایت کې یو نارینه خیاط، چې څلور لسیزې کېږي په دې کسب بوخت دی او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل: «هغه دوکانونه چې ښځینه جامې یې ګنډلې، په بشپړه توګه یې تړلي دي. هېڅ اجازه نه لري. اوس یوازې نارینه جامې ګنډل کېږي. غنیمت دی که کله ناکله د ګنډلو لپاره یوه جوړه جامې راشي. د ښځینه جامو خیاطي اوس د کوڅو دننه ښځې په خپلو کورونو کې کوي.»
د نوموړي په وینا، د مزارشریف ښار سیاهګرد سیمه یو وخت د ښځینه جامو د خیاطۍ د دوکانونو له امله مشهوره وه، خو اوس دغه دوکانونه یا تړل شوي او یا د نارینه جامو پر خیاطیو بدل شوي دي.
کله چې خلک وږي وي او په اسانۍ سره ډوډۍ نه شي پیدا کولای، نو څنګه کولای شي ځانونو ته جامې واخلي؟په سمنګان کې یوه ښځینه خیاطه
په بلخ کې د طالبانو د حکومت ولایتي ادارې په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
د طالبانو حکومت له دې وړاندې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې خوندي دي. دا په داسې حال کې ده چې دې حکومت د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
کورني کارونه او ننګونې
ډېرو هغو ښځو چې په بېلابېلو برخو کې یې د کار فرصتونه له لاسه ورکړي، د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د خیاطۍ او لاسي صنایعو په څېر کورنیو فعالیتونو ته مخه کړې ده.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women) د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر په میاشت کې په یوه ګډه اعلامیه کې، مالي سرچینو او بازارونو ته د ښځو محدود لاسرسی په افغانستان کې د ښځینه متشبثینو له مهمو ننګونو بللی دی.
د دې ادارو په وینا، دا ننګونې د ښځو د تولیداتو د پلور او د هغوی د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا فرصتونه محدودوي.
هغه دوکانونه چې ښځینه جامې یې ګنډلې، په بشپړه توګه یې تړلي دي.په بلخ کې یو نارینه خیاط
له دې سره سره، د خلکو د پېرلو د توان کمېدو او د کاري فرصتونو محدودېدو دا کورني فعالیتونه هم له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د کابل دې ښځینه خیاطې ته د کار له لاسه ورکول د عاید د یواځینۍ سرچینې له لاسه ورکولو په معنا دي. هغه اوس د خپلو ماشومانو د لومړنیو اړتیاوو لپاره د نورو خلکو مرستو ته سترګې په لار ده.
نوموړې وايي: «کله ناکله داسې څوک پیدا شي چې زما له ناروغ کوچني ماشوم سره مرسته وکړي او مثلاً ۵۰۰ یا ۱۰۰۰ افغانۍ ورکړي. زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. په اوسنیو شرایطو کې نور هېڅ کار نه پیدا کېږي.»