مینا، چې د پلازمېنې کابل د یوې دولتي ادارې ۴۵ کلنه کارکوونکې ده، وايي پر نجونو او ښځو د لګول شویو محدودیتونو سره سره، هره ورځ په منظم ډول پلی تګ کوي.
هغې ازادي راډیو ته وویل، دا پلی تګ دفتر ته پر لاره کوي: «زه هره ورځ شل دقیقې یا تر دې زیات پلی تګ کوم. کله چې دفتر ته ځم، دوه یا درې تمځایه مخکې له موټر ښکته کېږم او هماغه شل یا پنځه ویشت دقیقې پیادهروي کوم.»
کله چې دفتر ته ځم، دوه یا درې تمځایه مخکې له موټر ښکته کېږم او هماغه شل یا پنځه ویشت دقیقې پیادهروي کوم.مینا، د کابل اوسېدونکې
د کابل د تایمني پروژې د څلورم سړک اوسېدونکې ۳۹ کلنه زحل وايي، ناروغه ده او ډاکټر ورته د پلي تګ سپارښتنه کړې ده. هغه اوس هره ورځ خپل کور ته نږدې یوه پارک ته د قدم وهلو لپاره ځي.
زحل ازادي راډیو ته وویل: «زه ډېره ناروغه وم. کله چې ډاکټر ته ولاړم... ناروغي مې تشخیص شوه. ځیګر مې غوړ درلود او په پښتورګي کې مې تیږه هم وه. بیا ډاکټر راته سپارښتنه وکړه چې باید پیادهروي وکړم. اوس له خپلې یوې خورلڼې سره هر سهار د یوه ساعت لپاره... زموږ کور ته نږدې یوه کوچني پارک ته ځم او هلته پلی مزل کوم.»
پر پارکونو بندیز
د طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پر زده کړو او کار له محدودیتونو وروسته، د ۲۰۲۲ز کال په نومبر میاشت کې تفریحي پارکونو، ورزشي کلبونو او ښځینه حمامونو ته د ښځو او نجونو پر تګ هم بندیز ولګاوه.
دا بندیز د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لګولی و. د دې وزارت مسوولینو د دې بندیزونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.
ازادي راډیو د طالبانو د حکومت د کابل ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي هم وپوښته چې نجونې او ښځې اوس پارکونو ته د تګ اجازه لري که نه. هغه وویل، ښاروالي یواځې د پارکونو د زیربناوو چارې ترسره کوي او د استفادهکوونکو موضوع نورو اړوندو ادارو پورې اړه لري.
کابل ښاروالۍ مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې په کابل کې ۱۴۰ دولتي تفریحي پارکونه شته. د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې به نجونې او ښځې د قدم وهلو لپاره دغو پارکونو ته ورتللې چې یو شمېر یې د دوی لپاره ځانګړي وو.
د معلوماتو له مخې، د ښځو مشهور دولتي بڼ (باغ زنانه) لا هم تړلی دی.
ازادي راډیو د روان ۱۴۰۵ل کال د غبرګولي (جوزا) په میاشت کې راپور ورکړی و چې یوه سوداګر د کابل د تایمني پروژې په پنځم سړک کې ښځو ته د عمري په نوم یو خصوصي تفریحي پارک جوړ کړی دی. د سیمې اوسېدونکو اوس ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پارک لا هم فعال دی او ښځې او نجونې ټکټ اخلي او ورځي.
د کابل یوه اوسېدونکې ګلالۍ وايي، له دې ټولو ستونزو سره سره نجونې او ښځې هڅه کوي چې د خپلې روغتیا لپاره له هر فرصته ګټه واخلي، بدني فعالیت ولري او پلی تګ وکړي.
هغه هیله لري چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه کم شي: «دوی په همدې پیادهروونو کې چې د سړکونو غاړو ته دي، قدم وهي. ځینې د پارکونو شاوخوا قدم وهي او ځینې بیا که کور ته نږدې میدان ولري، هلته ځي... داسې مشخص ځای نه لري چې کلب ته ولاړې شي. محدودیتونه شته. خدای دې وکړي چې د ښځو لپاره دا محدودیتونه لږ کم شي.»
محدودیتونه شته. خدای دې وکړي چې د ښځو لپاره دا محدودیتونه لږ کم شي.ګلالۍ، د کابل اوسېدونکې
مخکې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د جامو د ډول له امله د نجونو او ښځو د نیولو راپورونه خپاره شوي وو. د راپورونو له مخې، دغه ښځې د لنډ توقیف او د کورنیو د غړو له تضمین وروسته خوشې شوې دي.
د پلي تګ ګټې
روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې انسان باید د روغتیا د ساتنې لپاره هره ورځ له ۳۰ تر ۴۵ دقیقو پورې پلی تګ وکړي، خو وايي دا موده د هر چا په عمر، جسمي وضعیت او موخې پورې هم اړه لري.
د دوی په خبره، پلی تګ د هر چا لپاره مهم دی، په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره چې د ناروغیو کنټرول یې له فزیکي فعالیت سره تړاو لري.
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر ناصر فګار ازادي راډیو ته وویل: «هغه کسان چې پلی تګ کوي، د زړه د رګونو د بندېدو چانس یې کم وي. پلی تګ سږو ته ګټه رسوي، د وینې فشار او شکر کنټرولوي، د ځیګر او وینې د غوړو په کمولو کې مرسته کوي...»
د هغه په وینا، پلی تګ د هډوکو او مفصلونو په پیاوړتیا کې هم اغېز لري او هغو کسانو ته چې لږ چټک قدم وهي، د وزن په کمولو کې مرسته کوي.
فګار زیاتوي، ورزش او پلی تګ له ښه خوب سره هم مرسته کوي او پر ذهني او رواني روغتیا مثبت اغېز لري؛ هغه څه چې مینا هم تجربه کړي دي: «پلی تګ مرسته کوي چې موږ ښه او ارام خوب ولرو او موږ ته ښه او خوشحاله روحیه راکوي.»