په اندونیزیا کې افغان پناه‌غوښتونکي له ۱۲ کلونو راهیسې د بیا مېشتېدو په تمه دي

افغان پناه‌غوښتونکي په جاکارتا کې د IOM د دفتر مخې ته په لاریون کې. انځور له ارشیف څخه

په اندونیزیا کې یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې درېیم هېواد ته د لېږد په تمه دي. یو ۶۶ کلن افغان، چې ۱۳ کاله له کورنۍ لرې دی، وايي اوس د خپل ژوندي پاتې کېدو اندېښنه لري. د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویل.

شفاعي په اندونیزیا کې یو ۶۶ کلن افغان پناه‌غوښتونکی دی. د هغه په غوښتنه یې په دې راپور کې یوازې تخلص یادوو. هغه ازادي راډیو ته وویل: «تر اوسه زما یوازینۍ هیله دا وه چې سږ کال نه، بل کال به ښايي کومه لاره پرانیستل شي. شاوخوا دیارلس کاله مې په هیله تېر کړل. کله چې له مسؤولینو پوښتنه کوو، راته وايي صبر وکړئ.»

شفاعي وايي، څه باندې دولس کاله مخکې یې د امنیتي ستونزو له امله او خپلې کورنۍ ته د ښه ژوند د برابرولو په هیله افغانستان پرېښود.

هغه په ۲۰۱۴ز کال کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ (UNHCR) سره د پناه‌غوښتنې غوښتنلیک ثبت کړ او بیا د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) تر ملاتړ لاندې راغی، چې د ژوند لګښتونه او روغتیايي خدمتونه پکې شامل وو. څه موده وروسته د اندونیزیا باتام ښار ته ولېږدول شو او تر اوسه هلته اوسېږي.

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي په دې هیله اندونیزیا ته تللي چې د بیا مېشتېدو له لارې استرالیا، کاناډا یا نیوزیلنډ ته ولېږدول شي، خو ځینې یې له کلونو راهیسې د خپلو کیسونو د پایلې په تمه دي.

شاوخوا دیارلس کاله مې په هیله تېر کړل. کله چې له مسؤولینو پوښتنه کوو، راته وايي صبر وکړئ.
شفاعي، په اندونیزیا کې افغان پناه‌غوښتونکی

شفاعي په دې ټولو کلونو کې له خپلې کورنۍ لرې پاتې شوی. مېرمن او شپږ اولادونه یې په افغانستان کې اوسېږي او د هغه په خبره، ان مالي ملاتړ یې هم نه دی کړای شوی: «د یوه پلار لپاره دا ډېره سخته ده چې شاوخوا دیارلس کاله له خپلو اولادونو او ماشومانو لرې وي. اولادونه مې دې ته سترګې په لاره دي چې پلار مو یوه ورځ کوم ځای ته ورسېږي او لاسنیوی مو وکړي. ما هم همدا هیله لرله.»

د کار اجازه نه لري

هغه وايي، په اندونیزیا کې پناه‌غوښتونکي له ګڼو محدودیتونو سره مخامخ دي؛ د کار اجازه نه لري، د زده‌کړو فرصتونه یې محدود دي او نورو ښارونو ته په تګ راتګ کې هم ستونزې لري.

د هغه په خبره، ډېری پناه‌غوښتونکي په ګډو ودانیو کې اوسېږي او د خپل استوګنځي او د کوټې د ملګري په ټاکلو کې ډېر واک نه لري.

شفاعي وايي: «موږ ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل. که سازمان یو کورس جوړ کړی وای، موږ به انګلیسي زده کړې وای، خپل سواد او پوهه به مو لوړه کړې وای او د خپل راتلونکي لپاره به مو یو څه کړي وای؛ خو له دغو فرصتونو څخه هېڅ یو هم راته برابر نه شو.»

هغه وايي، له پرله‌پسې هڅو سره سره یې لا هم د خپل کیس په اړه روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

لاریونونه او د UNHCR دریځ

د UNHCR د ۲۰۲۶ز کال د سپټمبر د احصایوي راپور له مخې، په اندونیزیا کې ۴۷۴۲ افغان پناه‌غوښتونکي ثبت شوي دي.

افغان پناه‌غوښتونکو په تېرو کلونو کې په اندونیزیا کې څو ځله لاریونونه کړي او د خپل وضعیت لپاره یې د دایمي حل غوښتنه کړې ده. وروستی ځل، د ۲۰۲۶ز کال د نومبر په ۹مه، لسګونو افغان پناه‌غوښتونکو په جاکارتا او مکاسر ښارونو کې لاریون وکړ.

ازادي راډیو د بیا مېشتېدو د بهیر د اوږدېدو د لاملونو او د پناه‌غوښتونکو، په ځانګړې توګه د زړو او ناروغانو، د وضعیت په اړه پوښتنې د برېښنالیک له لارې له UNHCR سره شریکې کړې، خو د راپور تر خپرېدو یې ځواب نه دی ورکړی.

UNHCR مخکې ټینګار کړی چې په درېیم هېواد کې بیا مېشتېدل د پناه‌غوښتونکو تضمین شوی حق نه دی. د دې سازمان په وینا، د پناه‌غوښتونکو فردي زیانمنونکي شرایط د کیس په ارزونه کې اغېز لري، خو یوازې د انتظار اوږده موده د بیا مېشتېدو زمینه نه برابروي او وروستۍ پرېکړه د منونکو هېوادونو په واک کې ده.

په اندونیزیا کې د افغان پناه‌غوښتونکو د حقونو فعال جواد رباني، چې خپله هم له ۱۳ کلونو راهیسې د خپل کیس په تمه دی، وايي: «د ټولو پناه‌غوښتونکو غوښتنه د بشري حقونو له بنسټونو او هغو هېوادونو څخه چې کډوال مني، دا ده چې په اندونیزیا کې د پناه‌غوښتونکو اندېښمنونکي وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي... او د پناه‌غوښتونکو د بشري حقونو د تأمین لپاره یو دایمي او بنسټیز حل برابر کړي.»

د ژوندي پاتې کېدو اندېښنه

شفاعي وايي، شاوخوا درې میاشتې مخکې په یوه سخته ناروغۍ اخته شوی او سره له دې چې ډاکټر یې لیدلی، لا هم اړینې درملنې او اساسي درملو ته لاسرسی نه لري.

څلورو خواوو ته دېوالونه دي او هېڅوک درسره نشته. دا ډېره سخته ده.
شفاعي

هغه وايي: «ډېر د یوازیتوب احساس کوم. کله چې درد راباندې ډېر شي، داسې څوک نه وي چې د تندې پر مهال د اوبو یو ګیلاس او د لوږې پر مهال د خوړو یوه مړۍ راکړي... څلورو خواوو ته دېوالونه دي او هېڅوک درسره نشته. دا ډېره سخته ده.»

شفاعي غواړي چې کیس یې ژر وڅېړل شي او درېیم هېواد ته ولېږدول شي، خو وايي اوس د خپل راتلونکي او ژوند په اړه تر بل هر وخت ډېر اندېښمن دی: «ما ویل چې خپله بېرته نه شم تللی، نو باید خپله کورنۍ له افغانستانه وباسم... خو اوس له دومره کلونو وروسته هر څه سرچپه شوي دي. اوس د خپل ژوندي پاتې کېدو په اړه فکر کوم؛ دا چې یو، دوه یا درې کاله نور به ژوندی پاتې شم او که نه.»