د کورنیو ښځینه سرپرستانې د ژمي په راتګ اندېښمنې دي؛ د سون‌توکو د پېرلو توان نه لري

په پروان کې د لرګیو او سکرو یو پلورنځی. انځور له ارشیف څخه

د ژمي په رانږدې کېدو سره په افغانستان کې یو شمېر بې‌وزله کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو په اړه اندېښمنې دي. هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، وايي د سون‌توکو د پېرلو توان نه لري. د لرګیو پلورونکي هم وايي، د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی دی.

د هرات ولایت اوسېدونکې شکیلا وايي، د مېړه له مړینې وروسته اوس د خپلو درېیو ماشومانو سرپرستي کوي. هغه وايي، د عاید د نه شتون له امله د کور کرایه ورکول ورته ستونزمن شوي او د ژمي لپاره هېڅ تیاری نه لري.

شکیلا ازادي راډیو ته وویل: «زه هره میاشت درې زره افغانۍ د کور کرایه ورکوم. زما مېړه مړ شوی دی. که ګاونډیان څه راکړي، ښه ده؛ که نه، نو په ډېرې سختۍ خپل ژوند تېرووم. ژمی راغلی، هوا سړه ده، ماشومان مې هېڅ شی نه لري او زه خپله هم د کار کولو توان نه لرم.»

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ډېرو ښځو، په ځانګړې توګه هغو چې د خپلو کورنیو سرپرستانې وې او په دولتي او نادولتي ادارو کې یې کار کاوه، خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

یو شمېر ښځې لا هم هڅه کوي چې د شخصي کارونو او کوچنیو سوداګریزو فعالیتونو له لارې عاید ترلاسه کړي، خو محدودیتونه او اقتصادي ستونزې یې د کار مخه نیسي.

ژمی راغلی، هوا سړه ده، ماشومان مې هېڅ شی نه لري.
شکیلا، د هرات اوسېدونکې

صدیقه په تېر جمهوري نظام کې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه، خو له سیاسي بدلون وروسته بې‌کاره شوه. اوس د ماشومانو تر پالنې سربېره د خپل مېړه د درملنې مسوولیت هم لري چې په سرطان اخته دی.

هغې ازادي راډیو ته وویل: «هوا سړه شوې او ژمی راغلی. دومره امکانات نه لرم چې یوه کمپله واخلم او د خپلو ماشومانو پر سر یې واچوم. ان د یوې بخارۍ د اخیستلو توان هم نه لرم. مېړه مې هم پر سرطان ناروغۍ اخته دی. هېڅ ملاتړی نه لرم او خپله دنده مې هم له لاسه ورکړې ده.»

نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو، په ځانګړې توګه د هغو کورنیو د ستونزو په اړه راپورونه خپاره کړي چې ښځې یې سرپرستي کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو د ادارې (UN Women) او د بشري مرستو د جنسیت کاري ډلې په یوه راپور کې ویل شوي، بې‌کاري او بې‌وزلي د هغو کورنیو ۸۳ سلنه اساسي ستونزې دي چې ښځې یې سرپرستي کوي او شاوخوا ۴۳ سلنه دا کورنۍ په ۲۰۲۵ز کال کې له معیشتي ناورین سره مخامخ وې.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) هم د ۲۰۲۶ز کال په خپل اقتصادي راپور کې ویلي، په ۲۰۲۵ز کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسانو د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه درلود.

دا موندنې ښيي چې اقتصادي ناورین او د کار محدودیتونو پر بې‌وزلو کورنیو دروند فشار راوستی او ښځینه سرپرستانې یې د ثابت عاید د نه شتون له امله تر نورو ډېر احساسوي.

دومره امکانات نه لرم چې یوه کمپله واخلم او د خپلو ماشومانو پر سر یې واچوم.
صدیقه، د یوې کورنۍ سرپرسته

د سون‌توکو بیې

د سون‌توکو د بیو لوړېدو هم د بې‌وزلو کورنیو اندېښنې زیاتې کړې دي. په کابل کې د لرګیو او سکرو پلورونکي وايي، د خلکو د پېرلو ځواک کم شوی او ډېری کورنۍ د ښه لرګیو پر ځای ارزانه لرګي اخلي.

په کابل کې د لرګیو او سکرو یو پلورونکي، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: «پخوا خلکو د پېرلو وس درلود؛ څېړۍ او غوړلرګي یې اخیستل، خو اوس خلکو د توت او زردالو لرګیو ته مخه کړې ده. موږ ان د چارمغزو لرګي د زردالو د لرګیو په بیه پلورو، خو بیا هم خلک ترې راضي نه دي.»

د هغه په خبره، په بازار کې د چارمغزو او توت د لرګیو یو خروار نږدې ۷۵۰۰ افغانۍ، د څېړۍ او غوړلرګیو یو خروار له ۸۵۰۰ تر ۹۰۰۰ افغانیو پورې او یو ټن سکاره ۱۱۵۰۰ افغانۍ دي.

یو شمېر افغانان تمه لري چې د طالبانو حکومت د بیو د لوړېدو د مخنیوي او د ارزانه سون‌توکو د برابرولو لپاره اقدام وکړي.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو سلاکار نعمت‌الله بارکزي د لرګیو او سکرو د بیو او د هغو د کنټرول د احتمالي اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویل.

خو د دې حکومت د دولتي شرکتونو عمومي ریاست د اکتوبر په ۲۸مه په ایکس کې ویلي، سږ کال به دولتي ادارو او عامو خلکو ته د څېړۍ د لرګیو یو خروار په ۸۵۰۰ افغانۍ پلوري.

اقتصادپوه بشیر دوديال وايي، د هغو ښځو لپاره چې د کورنۍ او ټولنې له ملاتړه بې‌برخې دي، بې‌وزلي ژورې پایلې لري: «د هغوی لپاره بې‌وزلي یوازې اندېښنه، د خوړو نشتوالی او د امکاناتو نشتوالی نه دی، بلکې د ښځو شخصیت، انساني کرامت او اقتصادي خپلواکۍ ته هم سخت زیان رسوي.»