متخصص ډاکتران وايي د امیندوارۍ پر مهال د مراقبت کمزورتیا او د زېږون په وخت کې د لازمو اسانتیاوو او څارنې نشتوالی په ډېرو حالاتو کې د ولادي فیستولا لامل کېږي.
په لندن کې مېشته ولادي نسايي متخصصه ډاکتره شګوفه معارج وايي د افغانستان خصوصاٌ په کلیوالي سیمو کې د متخصصو ډاکترانو او نرس قابلو کموالی او لازمو مراقبتي خدماتو ته د ښځو د لاسرسي محدودیت د بیمارۍ د خورېدو اندېښنې رامنځته کوي.
هغه وايي که چېرې وضع حمل ځنډمن شي باید سمدلاسه مرستندویه مداخله وشي یا دسیزارین جراحي عملیاتو ته مخه وشي.
د فیستولا ناروغي له ښکاره علایمو څخه دا دي چې په دې بیمارۍ اخته مېرمنې خپل ادرار او غایطه نهشي کنټرولولی.
ارشیف، افغانستان کې یو نسايي ولادي روغتون
ډاکتره معارج وايي یوه لویه ستونزه دا ده چې افغانستان کې ښځې دغه ناروغي شرم ګڼي: "پرابلم دا ده چې افغانستان کې ښځې فیستولا شرم ګڼي او ډاکتر ته نهځي او دغې ستونزې سره خپل ټول ژوند تېروي."
ډاکتره معارج زیاتوي چې فیستولا په خپله نهجوړېږي باید جراح ډاکتر یې معالجه وکړي.
کابل کې د رابعه بلخي روغتون او ملالۍ زېږنتون او په کندهار کې میرویس روغتون د فیستولا د درملنې ځانګړې څانګې لري.
د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ «د لړم په ۲۵مه» په خپله اېکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت مشرې، رباب فاطمې، په کندهار کې د میرویس سیمهییز روغتون د فیستولا درملنې له هغه څانګې لیدنه وکړه چې دغه سازمانیې ملاتړ کوي.
خبرپاڼه وايي چې نوموړې له هغو ناروغانو سره ولیدل چې په دغه څانګه کې تر درملنې لاندې دي او له هغو ښځینه روغتیايي کارکوونکو سرهیې خبرې وکړې چې د فیستولا ناروغۍ د درملنې ځانګړي خدمتونه وړاندې کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې مېرمن فاطمې د دغو روغتیايي کارکوونکو د تجربو په اورېدو سره، د فیستولا په درملنه کې د هغوی د مهم رول ستاینه کړې.
سره له دې چې په افغانستان کې د ولادي فیستولا د کچې د خورېدو په هکله دقیق ارقام نهشته، خو افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي چې دغه ناروغي پهکې د میندو د روغتیا یوه جدي ستونزه ځکه ګڼل کېږي چې د کم عمره نجونو د ودونو کچه لوړه او بېړنیو ولادي روغتیايي خدماتو او تخصصي درملنې ته د مېرمنو لاسرسی محدود دی.
د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (یواېناېفپياې) د ۲۰۲۶ کال د مې په ۲۳مه په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د ولادي فیستولا د پېښو د کچې له مخې پنځم ځای لري.
راپور وویل که څه هم د ولادي فیستولا ناروغي په بشپړه توګه د مخنیوي وړ ده او په ډېری مواردو کې یې د جراحي عملیاتو له لارې درملنه کېدای شي، خو په افغانستان کې لا هم یوه تر ډېره پټه پاتې ناروغي ده.
راپور زیاته کړه چې شته اټکلونه ښيي چې ښايي په افغانستان کې به تر ۱۵ زرو ډېرې ښځې د ولادي فیستولا په ناروغۍ اخته وي او درملنهیې نهوي شوې.
دا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا افغانستان خصوصاً د ښځینه ډاکترانو او روغتیا پالانو له کمي سره مخ دی او په عین حال کې په طبي انستیتیونو کې هم د نجونو او ښځو په زدهکړو بندیز لګول شوی دی.