افغانستان
په افغانستان کې د فستولا د درملنې خدمات پراخ شوي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) په افغانستان کې ویلي چې د فستولا د وړیا درملنې خدماتیې پراخ کړي دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په خپله اېکسپاڼه کې د یوې وېډیو په خپرولو سره ویلي چې له دې وروسته د فستولا ناروغې ښځې کولای شي د درملنې لپاره په کابل کې رابعه بلخي روغتون او په کندهار کې میرویس حوزوي روغتون ته مراجعه وکړي.
فستولا یوه روغتیايي ستونزه ده چې ډېری وخت د زېږون پر مهال روغتیايي خدمتونو ته د نهلاسرسي له امله رامنځته کېږي.
د دې ناروغۍ په پایله کې ناروغې ته د ادرار یا غایطه موادو بېاختیاري او نورې روغتیايي ستونزې رامنځته کېږي.
خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له امله، په دې ناروغۍ اخته ښځې ډېری وخت له نورو سره د خپلې ناروغۍ په اړه خبرې نهکوي او په ډېرو مواردو کې له ټولنې منزوي کېږي.
د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (یو اېن اېف پي اې) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي و چې د موجودو اټکلونو له مخې، ښايي په افغانستان کې له ۱۵ زرو څخه ډېرې ښځې له داسې فستولا سره ژوند کوي چې درملنهیې نهده شوې.
افغانستان په نړۍ کې د دې ناروغۍ د لوړې کچې لرونکو پنځو هېوادونو څخه یو دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د سواد زدهکړې نړیواله ورځ؛ افغانستان لاهم د بېسوادۍ له پراخ کړکېچ سره مخ دی
د سپټمبر اتمه د سواد د زدهکړې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې په افغانستان کې د میلیونونو کسانو ترڅنګ چې له سواد څخه بېبرخې دي، نجونې هم له شپږم ټولګي پورته د خپلو زدهکړو له دوام څخه محرومې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د شمېرو له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په پنځو کلونو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه نجونې د خپلو زدهکړو د دوام څخه محرومې شوې دي.
که څه هم په افغانستان کې د بېسواده کسانو د شمېر په اړه کره معلومات نهشته، خو شاوخوا یو کال وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغه وخت ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، ویلي و چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېسوادۍ کچه پهکې ډېره لوړه ده.
هغې ویلي و چې په افغانستان کې یوازې ۵۰ سلنه نارینه او ۲۰ سلنه ښځې د لوستلو او لیکلو وړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د نړیوالې سواد زدهکړې ورځې په مناسبت ویلي چې زدهکړه د هر انسان حق دی او اوسمهال په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۳۹ میلیونه کسان لا هم د سواد له لومړنیو مهارتونو څخه بېبرخې دي.
طالبانو له یوه سعودي شرکت سره د کشک-تېرپُل نفتي حوزې قرارداد وکړ
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کشک-تېرپُل نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج قرارداد له یوه سعودي شرکت سره لاسلیک کړ.
دا قرارداد د دوشنبې په ورځ د «سپټمبر ۷مه» په رسمي مراسمو کې چې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم پهکې ګډون درلود، د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د سعودي عربستان د ډېلټا انټرنشنل شرکت د مسؤلینو ترمنځ لاسلیک شو.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د قرارداد له مخې، ډېلټا انټرنشنل شرکت به په لومړي پړاو کې د کشک-تېرپُل د نفتي حوزې د اوو ګازي بلاکونو د اکتشاف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
د قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم حاضر و.
د کشک-تېرپُل نفتي حوزه د هرات او بادغیس ولایتونو ترمنځ موقعیت او شاوخوا ۲۲ زره مربع کیلومتره مساحت لري.
انتونیو ګوتیریش: واکمن چارواکي دې پرافغان ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لیرې کړي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړې. په هغې خبرپاڼه کې چې د هغه د ویاند سټیفن دوجاریک له خوا د سپټمبرپه ۶ خپره شوې، ویل شوي چې د عامه ژوند، ښوونې او روزنې او همدارنګه د کار په ډیری برخو کې د ښځو پر بشپړ ګډون محدودیتونه د دوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات اوهم په نړیواله ټولنه کې د دې هېواد د بیا ادغام پر وړاندې لا هم یو مهم خنډ دی. په خبرپاڼه کې د سپټمبر اومې ته په اشاره ویل شوي چې یو کال پوره کیږي چې افغان میرمنې په ټول هېواد کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له لاسرسي څخه منع شوې دي. د خبرپاڼې له مخې دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او د دې سازمان وړتیا افغان ولس ته د ژوند ژغورنې او نورو مرستو رسولو په برخه کې کمزوري کوي. هغه هم په داسې وخت کې چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي. د ملګروملتونو سرمنشي پرافغانستان له واکمنو چارواکو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګول شوي ټول بندیزونه لرې کړي او د افغاني ټولنې په ټولو برخو کې د دوی حقونه په بشپړه، مساوي او اغېزمنه توګه خوندي کړي.
په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې ۴ تنه مړه شوي دي
سیمه ییز چارواکي په بغلان کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د څلورو کسانو د مړه کیدو خبر ورکوي.
په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په وینا دا پیښه د یکشنبې په ورځ د تاله و برفک ولسوالۍ په یوه کان کې د ګازو د خپریدو له امله رامنځته شوې ده. د دې ادارې ریس سید مصطفي هاشمي فرانسپرس آژانس ته ویلي چې دغه کان د خوندیتوب له پلوه له معیارونو سره برابر نه وو.
هغه وویل: "دغو کسانو د ډبرو سکاره ایستل، چې له بده مرغه دا پېښه رامنځته شوه. دوی ګازو نیولي وو او مړه شول."
د تېر کال په جولای میاشت کې هم په بغلان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړېدو له امله شپږ کان کیندونکي وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي وو.
برهام صالح: د افغان ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي
د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنر برهام صالح وایي، د افغان ښځو او نجونو حقونه باید رعایت شي.
صالح د یکشنبې په ورځ د سپټبمرپه ۶ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي، یو کال کېږي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو په ادارو کې له کارکولو منع شوي او د هغوی حقونه او ازادۍ لا هم په منظم ډول محدودېږي. زه هم له انتونیو ګوتېرېش سره یوځای غوښتنه کوم چې دغه توپیري چلند پای ته ورسول شي. د افغان ښځو او نجونو حقونه، کرامت او راتلونکی باید خوندي او رعایت شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د یکشنبې په ورځ د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د دوامداره توپیري چلندونو په اړه چې د هغوی د ژوند پر ټولو اړخونو اغېزه کوي، ژوره اندیښنه ښکاره کړه او له واکمنو چارواکو یې وغوښتل چې پرښځو او نجونو ټول محدودیتونه لیرې کړي.
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د سختو چلندونو په ترڅ کې د ۲۰۲۵ کال د سپټمبرپه ۷ د ملګروملتونو په ادارو کې افغان ښځینه کارکونکې هم له کارکولو منع کړې.
ایران یو افغان معلول بندي په ویلچېر کې اعدام کړ
د ههنګاو د بشري حقونو سازمان په وینا، ایراني چارواکو یو ۲۹ کلن افغان وګړی، ولي جان نورزی، چې پښې یې فلج وې، د کرمان ولایت د رفسنجان په مرکزي زندان کې په داسې حال کې اعدام کړی چې پر څرخچوکۍ (ویلچېر) ناست و.
ههنګاو وايي، نورزی د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و او درې کاله مخکې په رفسنجان کې د «قصدي وژنې» په تور نیول شوی و. د نیولو پر مهال پولیسو پرې ډزې کړې وې چې له امله یې پښې له حرکته لوېدلې وې او تر اعدام پورې یې درې کاله په ویلچېر کې تېر کړي وو.
د راپور له مخې، نورزی د سپټمبر په ۲مه، سهار وختي اعدام شوی، خو د ایران دولتي رسنیو او د قضايي ادارو اړوندو رسنیو تر اوسه د هغه د اعدام خبر نه دی خپور کړی.
د ډله ییز امنیتي تړون غړي د افغانستان جنوبي پولو ته څېرمه پوځي تمرینونه کوي
د ډله ییز امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه به د «۲۰۲۶ سرحدونه» په نوم د سپټمبر له ۱۲مې تر ۱۹مې پورې په قزاقستان کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. د دغو تمرینونو هدف د پولو د امنیت او د ګډو پوځي عملیاتو د همغږۍ پیاوړتیا بلل شوې ده.
د قزاقستان دفاع وزارت ویلي، د تمرینونو اصلي پړاو به د ژېتېسو سیمې په کوکتال پوځي روزنیز ډګر کې ترسره شي. د ډله ییز امنیتي تړون غړي هېوادونه به په دغو تمرینونو کې د ځواکونو د چټک ځای پر ځای کولو، ګډې قوماندې او کنټرول او له پولې هاخوا د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډو پوځي عملیاتو تمرین وکړي.
دا تمرینونه په داسې مهال ترسره کېږي چې د افغانستان له وضعیت سره تړلو امنیتي اندېښنو له امله د منځنۍاسیا هېوادونه خپلې جنوبي پولې له نژدې څاري. د دې تړون په وینا، له افغانستان څخه د وسلوالو ډلو د احتمالي اوښتو، د وسلو قاچاق او د نشهيي توکو قاچاق د سیمې له مهمو امنیتي ګواښونو څخه دي.
د م.م. د بشري حقونو د شورا په غونډه کې پر افغانستان خبرې کېږي
د ملګروملتو د بشري حقونو شورا به نن (دوشنبه) په جینیوا کې په خپله ۶۳ مه غونډه کې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت خبرې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیټ دې غونډې ته د افغانستان د بشری حقونو د وضعیت به اړه خپل راپور وړاندې کړي.
د بشري حقونو شورا په ۲۰۰۶ کال کې له جوړېدا وروسته په دې برخه کې د څو اړخیزو نړیوالو بحثونو پر یوه مهم فورم بدله شوې ده.
د بشري حقونو نړیواله شورا د افغانستان د وضعیت په ګډون د هغو هېوادونو لپاره چې خلک یې له جدي سرغړونو او د ظلمونو له خطر سره مخ دي، د څار، راپور ورکولو او نړیوال فشار له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.
د م.م. د سرمنشي مرستیالې له امیرخان متقي سره د دوحې بهیر پر راتلونکې خبرې وکړې
متقي او روزماري ديکارلو د دوحې بهیر په اړه خبرې وکړې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي چارو او سولې په برخه کې مرستیالې، روزماري ديکارلو، په ټیلیفوني خبرو کې د دوهاړخیزې همکارۍ او د دوحې بهیر د راتلونکي په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د راتلونکو همکاریو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو نظرونه سره شریک کړل او د «دوحې بهیر» په چوکاټ کې یې د راتلونکو اړیکو او همکاریو د څرنګوالي په اړه خپل لیدلوري وړاندې کړل.
د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو نوښت دی چې موخه یې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د تعامل لپاره د یوه منظم او همغږي چوکاټ رامنځته کول دي. په دې بهیر کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هېوادونو ځانګړي استازي په دوحه کې راټولېږي.