د کندهار اوسېدونکی رحیمالله، چې نږدې یوه اونۍ مخکې له ایرانه په جبري ډول ایستل شوی، وايي چې ایراني پولیسو ورسره سخت او ناوړه چلند کړی دی.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «دومره یې وهلی او ټکولی یم چې پوښتنه مه کوه. پیسې یې رانه په یوه ځای کې لس میلیونه تومان واخیستل، بل ځای کې دوه میلیونه، بل ځای کې یې رانه اته میلیونه واخیستل. او وهل یې ډېر کول، کنځلې، بد رد او سپکې سپورې به یې ویلې. له افغانانو سره یې هېڅ ښه وضعیت نه کولو.»
ولي ګل، یو بل افغان چې له ایرانه راستون شوی، هم ورته شکایت لري: «زه یې د کار له ځایه ونیولم، ویې وهلم، وروسته یې کمپ ته راوستلو، هلته یې بندیان کړو، تقریباً یوه میاشت یې وساتلو. پیسې یې هم له خلکو اخیستلې، چا سره به چې پیسې نه وې، هغوی یې همهلته ساتل، موږ یې ډیپورټ کړو.»
دومره یې وهلی او ټکولی یم چې پوښتنه مه کوه.
د کابل اوسېدونکی نورالله هم تازه له ایرانه راستون شوی. هغه وايي، په تهران کې د نیولو پر مهال ترې پولیسو ۴۰ میلیونه تومان وغوښتل، خو دا چې ورسره نه وو، نو له ایرانه یې وایست.
هغه ازادي راډیو ته وویل: «زه یې چې په تهران کې ونیولم، راته یې وویل چې ۴۰ میلیونه راکړه، پرېږدم دې، خو موږ سره نه وې. بیا یې اردوګاه ته راوستلو، اخر یې هم رانه لس میلیونه واخیستې. هلته وضعیت ډېر خراب و، ان د څښلو اوبه نه وې. له افغانانو سره ډېر ظلم کېده، وهل ټکول او سپکاوی خو بېخي عادي خبره وه.»
دغه راستانه شوي کډوال د طالبانو له حکومته غواړي چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه له ایراني چارواکو سره له ډیپلوماټیکو لارو خبرې وکړي.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او د دې حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه ویل.
ایراني چارواکو مخکې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند او له هغوی څخه د پیسو اخیستلو راپورونه رد کړي دي.
هلته وضعیت ډېر خراب و، ان د څښلو اوبه نه وې.نورالله، له ایرانه راستون شوی کډوال
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اکتوبر په میاشت کې په خپور کړي راپور کې، له راستنو شویو افغانانو سره د مرکو پر بنسټ، ویلي چې ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو د ایراني چارواکو ناوړه چلند او د نیول کېدو یا ایستل کېدو وېره د ایران پرېښودو لامل بللی دی.
د دې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال له پیله د اکتوبر تر ۲۴مې پورې له ایرانه ۶۴۳ زره افغان کډوال راستانه شوي، چې ۵۴۷ زره او ۱۰۰ یې په جبري ډول ایستل شوي دي.
UNHCR وايي، له ۲۰۲۲ز کال څخه د ۲۰۲۶ز کال د اکتوبر تر لومړیو پورې له ایرانه ټولټال تر ۳ میلیونه او ۶۰۰ زرو ډېر افغانان په جبري ډول ایستل شوي دي.