د ترافیکي پېښو د قربانیانو ورځ: د شاعر طالب منګل مړینه «ادبي غمیزه» بلل کېږي

شاعر او لیکوال طالب منګل.

افغان شاعر او لیکوال طالب منګل څو اونۍ مخکې د خوست–کابل پر لار په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو. د هغه همکاران یې مړینه یوه ادبي غمیزه بولي. د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد په ورځ، ازادي راډیو د منګل او د بلخ د شاعر صالح محمد خلیق یاد تازه کړی دی.

یکشنبه (د نومبر ۱۵مه) د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې ترافیکي پېښې هر کال د ګڼو کسانو ژوند اخلي. پېژندل شوي شاعر او لیکوال پیر محمد کاروان ازادي راډیو ته وویل: «طالب منګل ښه شاعر، لیکوال او تکړه ژورنالیست و، د ده مرګ یوه ادبي غمیزه او تراژیدي بللی شو.»

د طالب منګل د مړینې څلوېښتمه ورځ نږدې ده. کاروان وايي، د منګل د شعرونو دوه نوي کتابونه چاپ شوي وو او هغه یې د راوړلو لپاره په خپل موټر کې کابل ته روان و، خو په لاره کې په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو.

هغه زیاتوي: «هغه په ډېره خوشحالۍ د خپلو دوو تازه کتابونو د راوړلو لپاره کابل ته روان و، دواړه د شعر کتابونه وو، د یوه نوم و «سترګو په سپیدو کې» او د بل نوم «د ګلونو الوداع»، خو له بده مرغه په ترافیکي پېښه کې یې ژوند بایللی و.»

د طالب منګل ورور ډاکټر مجاهدالله جبران د پېښې جزییات داسې بیانوي: «ارواښاد طالب منګل د اکتوبر په نهمه د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې له خوسته کابل ته روان و، د پکتیا او لوګر تر منځ د التمور په سیمه کې د ده موټر له سړک اوښتی و او ده پکې خپل روح الله (ج) ته سپارلی و. هغه درې بچیان لري، چې مشر زوی یې شپږ نیم کلن او ورپسې زوی یې څلور کلن دی او یوه دوه کلنه لور لري.»

څلوېښت کلن طالب منګل د خوست ولایت اوسېدونکی و. هغه د خوست د شیخ زاهد پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې فارغ و او په همدې پوهنتون کې یې په خپله رشته کې د ماسټرۍ زده کړې کولې.

له منګل څخه د «سپوږمۍ ژاړي»، «زر کرښې»، «دوه پېغلې» او «شنه غمي والا جلکۍ» په نومونو د شعر، ادبي نثر، ناول او نقد څلور کتابونه چاپ شوي وو. د ورور په وینا، د پښتو املا د زده کړې شپږ کتابونه یې هم چاپ شوي دي.

طالب منګل ښه شاعر، لیکوال او تکړه ژورنالیست و، د ده مرګ یوه ادبي غمیزه او تراژیدي بللی شو.
پیر محمد کاروان، شاعر او لیکوال

د جنید بنسټ سږ کال د هغه شعر ته لومړۍ جایزه ورکړې وه.

منګل په خوست کې په یو شمېر ځایي رسنیو کې کار کړی و او په تېر جمهوري نظام کې یوه موده د خوست ولایت د مقام ویاند هم و.

د صالح محمد خلیق یاد

لیکوال او شاعر وهاب مجیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د صالح محمد خلیق یاد تازه کړ. خلیق شاعر، لیکوال، ژورنالیست، څېړونکی او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی رییس و چې تېر کال په یوه ترافیکي پېښه کې ووژل شو.

مجیر وايي: «صالح محمد خلیق د افغانستان یو مشهور شاعر، لیکوال او څېړونکی و، چې ډېر ارزښتمن اثار یې پنځولي او ډېر شاګردان یې روزلي دي. متاسفانه یو کال مخکې، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري په اوومه، په مزارشریف ښار کې په یوه ترافیکي حادثه کې ووژل شو. له شک پرته چې د هغه نه شتون یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.»

اویا کلن خلیق د بلخ ولایت اوسېدونکی و. هغه د بلخ پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي کې دري ادبیات لوستي وو او ماسټري یې هم په همدې برخه کې د بلخ په پیام نور پوهنتون کې کړې وه.

د خلیق لسګونه کتابونه د شعر، ادبي نقد، څېړنې او ژباړې په برخو کې چاپ شوي، چې «سلام به آفتاب»، «کاج بلند سبز»، «بر پای راه ابریشم»، «یک آسمان ستاره» او «از اوج‌های آبی» یې له لومړنیو اثارو څخه دي.

له شک پرته چې د هغه نه شتون یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ده.

په تېرو کلونو کې هم یو شمېر فرهنګیان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي.

د مړو شمېر نامعلوم دی

د ملګرو ملتونو سازمان د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ په رسمیت پېژندلې ده. د دې ورځې موخه د قربانیانو یادول او د موټر چلولو د قوانینو په مراعاتولو ټینګار دی.

په افغانستان کې نږدې هره ورځ د ترافیکي پېښو او ډېری وخت د هغو له امله د مرګ ژوبلې خبرونه خپرېږي.

ازادي راډیو د طالبانو د حکومت له ترافیکو لوی ریاست، چې اوس یې نوم «د مرور شرطه» ته بدل شوی، وپوښتل چې په ۲۰۲۶ز کال کې په افغانستان کې څومره کسان په ترافیکي پېښو کې وژل شوي دي، خو مسوولینو یې د ازادي راډیو پوښتنې ته ځواب ورنه کړ.

دې ادارې پر تېر کال هم په دې اړه شمېرې نه وې خپرې کړې. خو د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره یې ویلي وو چې له حمل تر جدي پورې په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو عمومي ریاست هغه مهال ویلي وو چې د ځینو اقداماتو له امله د ترافیکي پېښو شمېر کم شوی دی.

د دې ادارې د پلان او پالیسۍ پخواني مدیر عبدالودود خیرخواه هغه مهال ازادي راډیو ته ویلي وو چې ۵۰ سلنه ترافیکي پېښې د معیاري سړکونو د نه شتون له امله کېږي او پاتې ۵۰ سلنه نور لاملونه لري. هغه له موټر چلوونکو غوښتي وو چې د ترافیکو قوانین مراعات او احتیاط وکړي.

د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي په میاشت کې په هرات کې یوې ترافیکي پېښې لسګونه کسان ووژل. له هغې وروسته د ننګرهار اوسېدونکي ناصر خان ناصري د ترافیکي پېښو د کمولو لپاره یو ولسي کمپاین پیل کړ.

ناصري له ننګرهاره کابل ته او بیا بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو ته پلی ولاړ او موټر چلوونکي یې احتیاط ته راوبلل. د هغه په خبره، کمپاین یې تر اوسه روان دی.

ناصري له ازادي راډیو سره په تازه خبرو کې د طالب منګل په مړینه خواشیني وښوده: «یو ډېر دروند غم و، منګل صیب زموږ له کادرونو څخه و، یو لیکوال و.»

هغه وايي، د ژمي په راتګ سره هم کمپاین ته دوام ورکوي او له خلکو یې ملاتړ وغوښت: «کمپاین روان دی، موږ ولسوالۍ په ولسوالۍ کړی و، خو بیا هم د ژمي په راتګ کوشش کوو چې پروان ولایت ته ولاړ شو، سالنګ کې کمپاین وکړو، ماهیپر سیمو کې، د پکتیا او خوست لاره کې، د تېرو کڼدو سیمو کې. دغه شان موږ اراده لرو چې واورو کې دایکندي، بامیان، بدخشان او غور ولایت ته هم ولاړ شو او کمپاین وکړو.»