د طالبانو د امر بالمعروف قانون د پوهنتونونو نصاب ته ور زیات شو؛ دې پېښې محصلین اندېښمن کړي

په کابل کې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د پالیسۍ په اړه یوه غونډه. انځور له ارشیف څخه

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، د دوی قانون د پوهنتونونو درسي نصاب ته ور زیات شوی دی. یو شمېر محصلین وايي، له یوې اونۍ راهیسې د دې قانون په اړه سیمینارونه یې د درسي ساعتونو ځای نیسي. دوی اندېښنه لري چې دا کار به د لوړو زده کړو کیفیت ته زیان ورسوي.

دغو محصلینو ازادي راډیو ته وویل چې له یوې اونۍ راهیسې په پوهنتونونو کې د دې قانون په اړه سیمینارونه پیل شوي او لږ تر لږه دوه درې درسي ساعتونه یې په دغو سیمینارونو کې تېرېږي. د دوی په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د پوهنځیو اصلي مضامین د نړیوالو میتودونو او پرمختګونو په پرتله لا هم وروسته پاتې دي.

د کابل ښار اوسېدونکی او د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو محصل، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي د درسي نصاب په چوکاټ کې د طالبانو د امر بالمعروف قانون ته ځانګړی ځای ورکول د لوړو زده کړو، په ځانګړي ډول د دوی د پوهنځي له اساسي موخو سره چندان تړاو نه لري.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «عملاً زموږ پوهنتون کې د امر بالمعروف قانون لپاره سیمینارونه پیل شوي، هر کله د امر بالمعروف استازي راځي، محصلین ټولوي او سهار او ماښام درسي ساعتونو څخه یو یا یو نیم ساعت کې د دې قانون په اړه خبرې کوي.»

نوموړی زیاتوي: «که چېرې دا (قانون) مضمون زموږ په درسي نصاب کې اضافه شي، او دوی (طالبان) یې جبري کړي چې هر پوهنځی دې دا مضمون ولولي، مثلا زه چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې یم، نو ما ته دا پرېکړه مناسبه نه ښکاري.»

د هغه په خبره: «هر پوهنتون کې د امر بالمعروف استازی شته چې هر کله زموږ صنفونو ته هم راځي او ټینګار کوي چې سیرت او صورت مو باید برابر وي. زما په نظر د دې مسایلو پر ځای باید نور مهم موضوعات چې د هېواد د پرمختګ او موږ ته د نوې ټکنالوژۍ امکانات او د درس بله شېوه برابره او اپډېټ شي، بهتره به وي.»

مثلا زه چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي کې یم، نو ما ته دا پرېکړه مناسبه نه ښکاري.
د کمپیوټر ساینس یو محصل، کابل

دا محصل وايي، دوی لا دمخه د ثقافت اسلامي او فقې اړوند نور مضامین هم لري.

کابل کې د ماسټرۍ یو بل محصل، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په ورځ (د نومبر ۱۰مه) د کابل پوهنتون ټول محصلین د دې قانون اړوند سیمینار ته رابلل شوي وو.

هغه زیاتوي: «دوی (طالبانو) حتی ډېری هغه مضامین چې مخکې د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو ډېر مربوط کېدل، اوس یې په ټولو پوهنځیو کې تدریس جبري کړی دی، ان په ماسټرۍ کچه هم د دې مضامینو لپاره یې ۳ کریډیټه ټاکلي دي.»

د هرات، بدخشان، ننګرهار او پروان ولایتونو یو شمېر محصلینو هم، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته ورته اندېښنې او غوښتنې شریکې کړې.

د دې محصلینو په خبره، په داسې حال کې چې د نړۍ پوهنتونونه د نوې ټکنالوژۍ، ساینسي څېړنو او معاصرو علمي پرمختګونو د زده کړې هڅه کوي، په افغانستان کې د پوهنتونونو یو شمېر درسي ساعتونه د دې قانون پر تدریس او تشریح لګېږي.

د طالبانو دریځ

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند اسلم باداریوال د نومبر په ۱۰مه په خپله اېکس پاڼه کې اعلان کړی چې د دوی د امر بالمعروف قانون د هېواد د پوهنتونونو په درسي نصاب کې شامل شوی دی.

دا قانون د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په حکم د ۲۰۲۴ز کال د اګست په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت له خوا په رسمي جریده کې خپور شو او څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په یوه بند کې د ښځو غږ عورت بلل شوی او له مخې یې ښځې حق نه لري سندرې ووايي او ان په لوړ اواز د قرآن کریم قرائت وکړي.

په همدې ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول «لازمي» بلل شوي او د دې قانون په ټکو، «د فتنې له وېرې» د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

په نورو مادو کې یې د نارینه‌وو د ظاهري بڼې، لکه ږیرې او جامو، او نورو کړو وړو په اړه لارښوونې راغلې دي.

دې قانون هغه مهال په افغانستان دننه د ګڼو افغانانو او ښځو، او په بهر کې د اسلامي همکاریو سازمان، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د بنسټونو او فعالانو نیوکې راوپارولې.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر خالد حنفي هغه مهال ویلي وو چې د دې قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړیوال دې یې په اړه له نیوکو ډډه وکړي. د هغه په وینا، امر بالمعروف او نهي عن المنکر الهي حکم دی او ټول یې په تطبیق کې مکلف دي.

د کارپوهانو نظر

دیني عالم او د زده کړو فعال اسد الله ذکي وايي، د پوهنتونونو درسي نصاب باید د محصلینو مسلکي وړتیاوو ته په کتو جوړ شي، څو هغوی وکولای شي له فراغت وروسته د کار په بازار کې له نړیوالو معیارونو سره سیالي وکړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «هغه موارد چې له مسلکي اړخه تایید او تثبیت شوي نه وي، دا پوهنتون ته راوړل مناسب کار نه دی... ممکن په دې کې ځینې یې د اشخاصو فرمایش او حکم وي، خو د دې ډول مسایلو جبري کېدل د دې سبب کېږي چې د محصلینو زړونه له تعلیم او تحصیله ساړه شي.»

د دې ډول مسایلو جبري کېدل د دې سبب کېږي چې د محصلینو زړونه له تعلیم او تحصیله ساړه شي.
اسد الله ذکي، دیني عالم او د زده کړو فعال

د ښاغلي ذکي په باور، د پوهنتونونو درسي نصاب باید د علمي معیارونو، د ټولنې د اړتیاوو او نړیوالو پرمختګونو په پام کې نیولو سره جوړ شي، څو محصلین یواځې نظري زده کړې ونه کړي، بلکې د خپلې څانګې عملي او مسلکي مهارتونه هم ترلاسه کړي.

تر دې وړاندې هم ډېرو محصلینو او استادانو ازادي راډیو ته د افغانستان د لوړو زده کړو د نظام د ننګونو او د کافي درسي موادو او معیاري اسانتیاوو د نشتون په اړه نیوکې کړې وې.