د مرستې کوچني ګروپونه؛ د اړمنو کورنیو د ملاتړ لپاره د افغانانو هڅې

په کابل کې یو شمېر اړمنې کورنۍ د خوړو مرستې ترلاسه کوي. انځور له ارشیف څخه

یو شمېر افغانانو له افغانستانه بهر او دننه د مرستې کوچني ګروپونه جوړ کړي، چې له خپلو اړمنو خپلوانو او دوستانو سره مرسته وکړي. هغه کسان چې له دې مرستو برخمن شوي، وايي چې خوشحاله دي. د جمعې ورځ (د نومبر ۱۳مه) د مهربانۍ نړیواله ورځ ده.

په کاناډا کې مېشته افغان کډواله عزیزه وايي، د هغې د کورنۍ هغو غړو چې له افغانستانه بهر اوسېږي، د مرستې یو ګروپ جوړ کړی، چې په کابل کې له خپلو اړمنو خپلوانو او دوستانو سره مرسته وکړي.

هغه وايي: «د کورنۍ غړي مو دي پکې، د تره زامن، د خاله او عمه زامن، هر میاشت پیسې راغونډوو، ځکه افغانستان کې یو شمیر کورنۍ شته چې ستونزې او مشکلات لري، هغوی ته یې لېږو او کمک کوو.»

د کابل اوسېدونکی بلال مینه‌ناک هم ورته خبره کوي: «مونښ د خپلو نژدې خپلوانو یو ګروپ لرو، افغانستان او هم بهر کې، څوک چې افغانستان کې دي او معاش لري د میاشتې زر افغانۍ ورکوي، او څوک چې بهر کې دي پنځوس یورو، دا بیا خپل قام کې اړمنو سره مرسته کوو.»

هر میاشت پیسې راغونډوو، ځکه افغانستان کې یو شمیر کورنۍ شته چې ستونزې او مشکلات لري
عزیزه، په کاناډا کې مېشته افغان کډواله

د بلخ ولایت یو اوسېدونکي، چې د خپلې خبرې له مخې څو ځلې په بهر کې د خپلو پخوانیو همکارانو له مرستو برخمن شوی، د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: «زمونښ همکارانو چې په بهر کې دي، څو ځلې یې مونښ سره مرسته وکړه، کور یې ودان!»

تر دې مخکې هم په افغانستان کې یو شمېر نورو بې‌وزلو کورنیو ازادي راډیو ته ویلي وو، چې په بهر کې مېشت د کورنۍ غړي، خپلوان او دوستان یې ورسره مرسته کوي.

په جرمني کې مېشت د ټولنیزو چارو پوه عزیز سرشار وايي، د مرستې د دې ډول ګروپونو جوړول د ډېرې مینې او خواخوږۍ ښکارندوی دی او ټینګار کوي چې دا دود باید پراخ شي.

هغه زیاتوي: «په ټولنه کې د دې انګیزې ملاتړ او پراختیا پکار ده، دا ډېرې ګټې لري، یو ګډ احساس پیدا کوي، وطن سره رابطه پیدا کوي، مونښ او تاسې به د خپل وطن او هیوادوالو په وړاندې خپل مسوولیت ادا کړی وي.»

دا ډېرې ګټې لري، یو ګډ احساس پیدا کوي، وطن سره رابطه پیدا کوي

د مهربانۍ نړیواله ورځ

د مهربانۍ نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۱۳مه نمانځل کېږي. موخه یې دا ده چې خلک له یو بل سره ښه چلند او مهربانۍ، له اړمنو سره مرستې او د یووالي او دوستۍ پیاوړتیا ته وهڅول شي.

په ۱۹۹۷ز کال کې د بېلابېلو هېوادونو د مهربانۍ سازمانونو استازو په جاپان کې سره ولیدل او د یوه نړیوال چوکاټ د جوړولو لپاره یې هڅې وکړې.

د مهربانۍ د نړیوال غورځنګ (World Kindness Movement) د وېب‌پاڼې له مخې، د مهربانۍ نړیواله ورځ په ۱۹۹۸ز کال کې پیل شوه.

لوږه او د مرستو کمښت

په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې بې‌کاري او بې‌وزلي ډېره زیاته شوې او له افغانانو سره بهرنۍ مرستې هم کمې شوې دي؛ دې وضعیت اړمنې کورنۍ له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم ویلي، چې په افغانستان کې لوږه پراخه شوې، ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي او وچکالۍ د خلکو اقتصادي او معیشتي وضعیت کمزوری کړی دی.

اوچا د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۸مه) په خپله اېکس پاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې په افغانستان کې له هرو دریو کسانو څخه یو له سختې لوږې سره مخامخ دی. د دې ادارې په وینا، شاوخوا ۴ میلیونه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو میاشتو تر پنځو کلونو دي، د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتیا لري.

اوچا زیاته کړې، چې د ژمي په رارسېدو سره خطرونه مخ په زیاتېدو دي او د طالبانو د حکومت له خوا پر افغان ښځو او نجونو لګول شویو محدودیتونو اړینو روغتیايي او نورو خدمتونو ته د هغوی لاسرسی اغېزمن کړی دی.

د دې ادارې په وینا، که دغه محدودیتونه دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ز کال پورې شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکې او ۵ زره او ۴۰۰ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.