د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې واشنګټن نور له ایران سره هوکړې ته اړتیا نهلري او د هوکړې وخت تېر شوی دی.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۲مه» په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې لیکلي دي: "موږ له ایران سره هوکړې ته اړتیا نهلرو. هغه وختونه ډېر پخوا تېر شوي دي. موږ د هغوی پیسې، سلګونه میلیارده ډالر او د هغوی تنګی په واک کې لرو!"
د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي چې له خپل مرستیال جيډي ونس څخهیې غوښتي چې له ایران سره د خبرو اترو پر ځای، د ډیموکراتانو تر ادارې لاندې ښارونو کې د جرمونو او فساد پر وړاندې مبارزې ته پاملرنه وکړي.
ټرمپ ادعا کړې چې په دغو ښارونو کې له جرمونو او فساد سره مبارزه، ایران سره تر هوکړې د امریکا د حکومت د لګښتونو په کمولو کې لاډېره مرسته کولای شي.
هغه په خپل پیغام کې لیکلي چې د جرمي فعالیتونو په مخنیوي سره د امریکا بودجه کولای شي ژر متوازنه شي.
ټرمپ همدارنګه د ډیموکرات ګوند مشران په فساد تورن کړي دي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د ایراني څانګې، راډیو فردا د راپور له مخې، دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې جيډي ونس په وروستیو ورځو کې د واشنګټن او تهران ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره په ډیپلوماتیکو هڅو کې ونډه لرلې ده.
د راپورونو له مخې، د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي محسن رضايي ته د ونس لیک او د دواړو هېوادونو ترمنځ د قطر منځګړیتوب، د ډیپلوماتیکې حللارې د موندلو او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره هیلې پیاوړې کړې وې.
خو لوړپوړو ایراني چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې واشنګټن باید د ایران د اټمي پروګرام په اړه د خبرو له پیل مخکې د تهران اووه شرطونه ومني.
بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په روانه اوونۍ کې دوه ځله د ایران وړاندیزونه رد کړي او هغهیې «د خندا وړ» بللي دي.
نوموړي په ورته وخت کې ویلي چې د ایران پر وړاندې سمندري محاصره او د اقتصادي بندیزونو سختول دومره اغېزمن تمام شوي چې اوسمهال د پراخې جګړې بیا پیلولو ته اړتیا نهشته.
له دغو دریځونو سره سره، د امریکا پوځ لا هم په منځني ختیځ کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.
له بلې خوا، محسن رضايي په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ «د نومبر په ۱۱مه» خپره شوه، خبرداری ورکړی چې که امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي، تهران به د امریکا لیرې پرتې پوځي اډې هم په نښه کړي.
محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه بیا پیل کړي، تهران به د امریکا لیرې پرتې پوځي اډې هم په نښه کړي.
ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده ایالات له ایران سره په جګړه کې د «بشپړې بریا» په لټه کې دي.
هغه ادعا وکړه چې پر ایران د امریکا په بریدونو کې د ویجاړو شویو تأسیساتو او بنسټیزو زېربناوو بیارغونه ښايي ۲۵ کاله وخت ونیسي.
د امریکا ولسمشر په وروستیو ورځو کې ویلي چې د پراخو پوځي بریدونو د بیا پیلولو پر ځای، پر ایران د سمندري محاصرې او اقتصادي فشارونو دوام غوره ګڼي.
ټرمپ دغهراز ادعا کړې چې د فارس خلیج عربي هېوادونه هم د نویو پوځي بریدونو پر ځای د اقتصادي فشارونو دوام غوره بولي.
دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډي ونس، د متحده ایالاتو په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو له ماتې وروسته، له ایران سره جګړه د دغې ماتې یو له اصلي لاملونو څخه بللې ده.
ټرمپ هم د ټاکنو پر پایلو د سونګ توکو د بیو د لوړېدو اغېز منلی، خو ټینګار یې کړی چې د ایران د اټمي وسلو د پروګرام مخنیوي د دغو لګښتونو ارزښت درلود.