افغانستان؛ د پوهنتونونو زیات شمېر فارغان له بې‌کارۍ سره مخامخ دي

په کندهار کې د یوه روغتیايي انسټیټیوټ د فارغانو غونډه. انځور له ارشیف څخه

په افغانستان کې یو شمېر ځوانان سره له دې چې د پوهنتون سندونه لري، مناسبه دنده نه‌شي موندلی. د کاري فرصتونو کمښت او پر ښځو د کار محدودیتونو د دوی کاري راتلونکی ناڅرګند کړی دی. اقتصادپوهان وايي، د ښوونیز نظام او د کار بازار د اړتیاوو تر منځ نه همغږي هم د دې ستونزې یو مهم لامل دی.

په افغانستان کې د یو شمېر لوستو ځوانانو په اند، د لوړو زده‌کړو سند لرل نور د دندې موندلو ضمانت نه دی. ۲۹ کلن عیسی، چې دوه کاله وړاندې له ژورنالېزم پوهنځي فارغ شوی، د خپلې بې‌کارۍ په اړه ازادي راډیو ته وویل: «ځینې ادارې یا خبري وېب‌پاڼې په اکبر وېب‌پاڼه او نورو وېب‌پاڼو کې خپلې دندې اعلانوي. خو کله چې موږ ورته غوښتنلیکونه لېږو، له بده مرغه ان شارټ لست کېږو هم نه.»

هغه زیاتوي: «بې‌کارۍ راته رښتیا هم ډېرې ستونزې پیدا کړې دي او داسې احساسوم لکه یو غر چې مې پر اوږو بار وي.» نړیوال بانک د ۲۰۲۵ز کال په اپرېل کې د افغانستان د پراختیا په راپور کې ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ز کال کې د ۱۵ تر ۲۹ کلنو نارینه‌وو تر منځ د بې‌کارۍ کچه ۲۲ سلنې ته رسېدلې وه. دا کچه د ۲۰۲۰ز کال په پرتله نژدې درې برابره لوړه وه.

بې‌کارۍ راته رښتیا هم ډېرې ستونزې پیدا کړې دي او داسې احساسوم لکه یو غر چې مې پر اوږو بار وي
عیسی، د ژورنالېزم پوهنځي فارغ

د همدې راپور له مخې، د کار په بازار کې د ګډون لرونکو ځوانو ښځو نژدې څلورمه برخه هم بې‌کاره وه.

یو شمېر ښځې وايي، د ښځینه فارغانو لپاره د دندې موندلو په برخه کې محدودیتونه څو چنده زیات دي.

سینا، چې شپږ کاله وړاندې د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي فارغه شوې، وايي: «د جنسیتي تبعیض او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو له امله، سره له دې چې څو ځله مې غوښتنلیکونه سپارلي، تر اوسه نه یم توانېدلې چې په خپله څانګه کې دنده پیدا کړم.»

د هغې په خبره: «بې‌کارۍ زما پر ژوند ډېر منفي تاثیر کړې. سره له دې چې پوهه او تحصیلي سند لرم، خو نه‌شم کولای له خپلو وړتیاوو ګټه واخلم.»

د اقتصادپوه اذرخش حافظي په باور، د افغانستان د کار بازار یوه اساسي ستونزه د تحصیلي څانګو او د کار بازار د اړتیاوو تر منځ د همغږۍ نشتوالی دی.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «زموږ ښوونیز نظام د کار له بازار سره سمون نه لري. هر کال زرګونه ځوانان سیاسي علوم، نړیوالې اړیکې، ادبیات او ډیپلوماسي لولي. د دغو څانګو لوستل ښه دي، خو کله چې غواړو یوه ودانۍ جوړه کړو، د هغې د جوړولو لپاره کافي مسلکي وړتیا نه لرو.»

سره له دې چې پوهه او تحصیلي سند لرم، خو نه‌شم کولای له خپلو وړتیاوو ګټه واخلم
سینا، د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي فارغه

حافظي زیاته کړه: «له همدې امله اړ کېږو چې چینایان، ایرانیان او پاکستانیان راشي او کار وکړي. نو د دې لپاره چې ځوانان په کار وګومارل شي، باید زموږ درسي نظام د کار بازار له اړتیاوو سره برابر شي.»

حافظي همدارنګه ټینګار کوي، چې پانګونه دې پراخه شي، صنعتي فعالیتونه دې رامنځ‌ته شي او د کارموندنې او سوداګرۍ هڅو ته دې ملاتړ وشي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول له اقتصادي ودې او د پانګونې له زیاتوالي سره تړاو لري.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د پوهنتونونو د فارغانو د بې‌کارۍ د لاملونو او د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځ‌ته کولو د پروګرامونو په اړه د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت نظر واخلي، خو د دې وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د عیسی او سینا کیسې ښيي، چې د دغو فارغانو لپاره بې‌کاري یواځې د عاید د نشتوالي ستونزه نه ده، بلکې د هغې پوهې او مسلکي وړتیاوو د کارولو له فرصت څخه بې‌برخې کېدل هم دي، چې د ترلاسه کولو لپاره یې کلونه هڅې کړې دي.