په فرانسه کې بې اسناده افغان کډوال: دا پرېکړه نه منو، په هېواد کې مو امن نشته

د فرانسې په کالې بندر کې یو افغان کډوال له خپله لنډمهاله ستونځای څخه بهر ګوري (انځور له ارشیف څخه)

فرانسې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو لپاره له طالبانو سره تخنیکي خبرې پیل کړې دي. هلته مېشت یو شمېر افغانان وايي، په سختو لارو دې هېواد ته رسېدلي او کلونه بې اسناده پاتې دي. ولې دوی افغانستان ته ستنېدل خطرناک بولي؟

د بې اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د فرانسې پرېکړې هلته مېشت یو شمېر افغانان اندېښمن کړي دي؛ دوی وايي، له کلونو راهیسې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او بې برخلیکه دي.

د فرانسې د نانسي (Nancy) ښار اوسېدونکی ۲۴ کلن افغان کډوال ایمل ازادي راډیو ته وویل: «موږ په ډېرو سختو لارو تر دې ځایه راغلي یو. ما په خپلو سترګو مرګ لیدلی، شپږ اوه ورځې مې په لاره کې لوږه او تنده تېره کړې. دا پرېکړه نه منو، ځکه زموږ په هېواد کې امن نشته او هېواد مو بېرته ستنېدو ته مساعد نه دی.»

ایمل زیاته کړه: «دوه کاله کېږي چې په فرانسه کې ژوند کوم. یو کال کېږي چې د اوفپرا (د کډوالو د ادارې) له خوا مې منفي ځواب ترلاسه کړی. هېڅ قانوني مرسته نه لرم، له کوره یې اېستلی یم او د کار اجازه هم نه لرم.»

هغه د خپل کار په اړه وايي: «کله چې له عربانو سره کار وکړم، یوه یا یوه نیمه میاشت کار راکوي، خو په پای کې مې پیسې نه راکوي. بیا مې له افغانانو سره کار کړی چې د اوسېدو ځای یې هم راکړی دی. دلته ژوند ډېر سخت دی.»

ایمل له فرانسوي دولته غواړي چې د ده وضعیت درک کړي او د قانوني اسنادو په ورکولو یې له اېستلو وژغوري.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز (Laurent Nuñez) د تېرې اونۍ د دوشنبې پر ورځ (د نومبر ۲مه) د پارلمان په غونډه کې وویل، چې د طالبانو له چارواکو سره یې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه تخنیکي خبرې پیل کړې دي چې په فرانسه کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د هغه په وینا، دا هغه کسان دي چې د فرانسې ملي امنیت ته ګواښ بلل کېږي. دې اعلان هغه افغانان اندېښمن کړي چې له کلونو ژوند وروسته یې لا هم د دې هېواد د اوسېدو قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي.

له دې ډلې، په پاریس کې مېشت یو ۲۵ کلن افغان ځوان، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، چې دوه کاله وړاندې په قاچاقي توګه دغه هېواد ته راغلی، خو د پاتې کېدو هېڅ ډول اسناد نه لري.

هغه وویل: «اندېښنه لرو. دوه کاله کېږي چې راغلی یم. وضعیت ډېر سخت دی او ډېر تشویش لرم. په افغانستان کې مې هم ډېرې ستونزې دي.»

دا ځوان زیاتوي: «موږ دلته په ډېرو سختو لارو رارسېدلي یو؛ په لاره کې نه اوبه وې او نه د خوراک لپاره څه. اوس زموږ لپاره ډېره سخته ده چې دوی (د فرانسې دولت) مو ډیپورټ کړي.»

هغه وايي، چې د تېر جمهوري نظام د امنیتي ځواکونو غړی و او هېواد ته بېرته ستنېدل به یې ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

دا پرېکړه نه منو، ځکه زموږ په هېواد کې امن نشته او هېواد مو بېرته ستنېدو ته مساعد نه دی.
ایمل، په فرانسه کې افغان کډوال

په فرانسه کې مېشتو څو نورو افغانانو هم، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نومونه او غږونه یې خپاره شي، له ازادي راډیو سره ورته اندېښنې شریکې کړې. دوی وویل، چې د دې اعلان له اورېدو وروسته یې هوډ کړی نورو اروپايي هېوادونو ته لاړ شي، څو افغانستان ته له ستنېدو وژغورل شي.

د بشري حقونو سازمانونو اندېښنې

بل لور ته، د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو له فرانسې څخه د بې اسناده افغان کډوالو د احتمالي اېستلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

له دې ډلې، د بشري حقونو اتحاد د شنبې پر ورځ (د نومبر ۷مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره له فرانسوي دولته غوښتي، چې د هر کډوال د ستنولو په صورت کې باید د هغه شخصي وضعیت او احتمالي امنیتي ننګونې وارزوي.

دغه سازمان اندېښنه ښودلې، چې یو شمېر کډوال ښايي افغانستان ته له ستنېدو وروسته له شکنجې، امنیتي ګواښونو، بندي کېدو او ځورونې سره مخامخ شي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو د څار سازمان (Human Rights Watch) هم له فرانسې غوښتي وو، چې افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو پلانونه وځنډوي. دغه سازمان خبرداری ورکړی و، چې ستنېدونکي کسان ښايي له ځورونې، شکنجې او د بشري حقونو له نورو جدي سرغړونو سره مخامخ شي.

په پاریس کې مېشت د کډوالو د حقونو فعال یاسین نبي ازاده ازادي راډیو ته وویل: «په اوسنیو شرایطو کې دا پرېکړه ډېره ناعادلانه ده چې فرانسې په دې اړه له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. دا پرېکړه پر کډوالو او دلته پر مېشتو ځوانانو ډېر منفي اغېز کوي، ځکه په افغانستان کې هم شرایط ډېر سخت دي او کار و بار نشته.»

هغه زیاته کړه: «کډوالو دلته د خپل ژوند په بیه ځانونه رارسولي دي. له کلونو راهیسې بې برخلیکه دي، وخت یې ضایع شوی او روحي او رواني وضعیت یې زیانمن شوی دی. افغانانو دلته کار کړی او له ټولنې سره ادغام شوي دي. د فرانسې دولت باید دوی ته قبولي ورکړي.»

کډوالو دلته د خپل ژوند په بیه ځانونه رارسولي دي.
یاسین نبي ازاده، د کډوالو د حقونو فعال

که څه هم د طالبانو حکومت له فرانسوي چارواکو سره د شویو خبرو په اړه مشخصاً څه نه دي ویلي، خو د دې حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي وو، چې ډېری اروپايي هېوادونه د کډوالو په اړه له دوی سره په تماس کې دي.

له اروپا د افغانانو اېستل

له اروپا څخه د افغان کډوالو اېستل په دې وروستیو کلونو کې هغه مهال د خبرونو سرټکي شول چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کډوالو ضد ګوندونه پیاوړي شول.

له ۲۰۲۴ز کال راهیسې جرمني، بلجیم، اتریش، پولنډ، سویډن او سویس لسګونه افغانان کابل ته استولي دي او داسې راپورونه هم شته چې په اروپايي ټولنه کې شاوخوا ۲۰ زره کډوال د اېستلو له ګواښ سره مخامخ دي.

د فرانسې دولت نه دی مشخص کړی چې په دغه هېواد کې څومره افغانان له قانوني اسنادو پرته اوسېږي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ز کال شمېرې ښيي، چې په فرانسه کې نږدې ۹۰ زره بالغ (له اتلس کلنۍ پورته) افغانان اوسېږي.

همدارنګه د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ز کال کې ۱۷۵۳۱ افغانانو د استوګنې لومړني اسناد ترلاسه کړي دي چې د دغه وزارت په وینا، د ۲۰۲۴ز کال په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی ښيي.