د کابل ښار اوسېدونکي: په ورځ کې یوازې یو یا دوه ساعته برېښنا لرو

په کابل کې یوه کوټه چې برېښنا نه لري. انځور له ارشیف څخه

د ژمي په رانږدې کېدو سره کابل ښاریان د برېښنا د پرچاویو له زیاتېدو شکایت کوي.

د کابل د درېیمو مکرویانو یوه اوسېدونکې نجلا وايي، دوی په ساعتونو ساعتونو برېښنا نه لري: «د ورځې له مخې یو یا دوه ساعته برېښنا وي، نور نه وي. هر کال چې ژمی رانږدې کېږي، د برېښنا پرچاوۍ ورسره زیاتېږي، په داسې حال کې چې خلک په اوړي او ژمي کې ورته ډېره اړتیا لري.»

د کابل د تایمني پروژې یوه اوسېدونکي هم د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلېدو په شرط له ازادي راډیو سره په خبرو کې په خپله سیمه کې د برېښنا د پرچاویو له زیاتېدو شکایت وکړ: «د ورځې خو مکمله نه وي. یوه ورځ اته بجې راځي او تر ناوخته پورې وي، بله شپه لږ په وخت راځي، څلور، پنځه بجې، بیا اته بجې بېرته ځي.»

د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو مخکې منلې وه چې د برېښنا د کمښت له امله په ژمي او اوړي کې کابل ښاریانو ته په نوبت سره برېښنا ویشي، خو د کابل ښاریانو د تازه شکایتونو په اړه یې د ازادي راډیو اړیکو ته ځواب ورنه کړ.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د ارغندې سب‌سټېشن ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به د کابل او دولسو نورو ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې تر ډېره بریده هوارې شي.

د دغه وزارت د مطبوعاتو رییس نورالهادي عادل د لړم په لسمه کورنیو رسنیو ته ویلي چې د ارغندې سب‌سټېشن چارې ۹۷ سلنه بشپړې شوې دي. خو دا یې نه دي ویلي چې پاتې درې سلنه چارې به کله بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د برېښنا د برخې یو شمېر کارپوهان بیا وايي، دا کار ښايي څو میاشتې نور وخت هم ونیسي.

هر کال چې ژمی رانږدې کېږي، د برېښنا پرچاوۍ ورسره زیاتېږي.
نجلا، د کابل اوسېدونکې

له دې ډلې انجنیر ګلاجان حیران ازادي راډیو ته وویل، دا سب‌سټېشن ۵۰۰ کیلوولټه دی او د ده په خبره، ګټې اخیستنې ته په سپارلو سره به په څو مسیرونو کې د بېلابېلو ولایتونو د برېښنا د پرچاویو ستونزه تر ډېره هواره کړي: «د ارغندې سب‌سټېشن چې د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لپاره جوړ شوی، د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا هغه لین چې له ترکمنستان څخه راځي، له دې سره وصل کېږي. دا بیا په ۲۲۰ کیلوولټه لینونو ویشل کېږي چې کندهار او په لاره کې غزني، میدان ښار او زابل ترې برخمن کېدای شي. دغه شان لوګر، پکتیا او د کابل په ګډون تر جلال‌اباد پورې ولایتونو ته به برېښنا ورکوي.»

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې دولتي ورځپاڼې «هېواد» شاوخوا څلور میاشتې مخکې ویلي وو چې د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد مزي پروژې د دویمې برخې چارې ۹۰.۸ سلنه بشپړې شوې دي. دغه برخه له شبرغان ښار څخه د بغلان تر الوان دښتې پورې غځېږي او د پروژې لومړۍ برخه لا دمخه بشپړه شوې ده.

د هېواد ورځپاڼې د هغه مهال د معلوماتو له مخې، د دې ۳۰۵ کیلومتره مزي ۲۰۲ کیلومتره تر اوسه غځول شوي او د پروژې درېیمه برخه د بغلان له الوان دښتې څخه د کابل تر ارغندې سب‌سټېشن پورې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري پلې کېږي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت له مسوولینو تازه معلومات ترلاسه کړو، خو هغوی هم زموږ اړیکو ته ځواب ورنه کړ. د طالبانو مشر د روان لمریز کال په چنګاښ میاشت کې د دوی د حکومت له خوا د برېښنا د انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور کړ چې د برېښنا د تولید د یو شمېر پروژو یادونه په کې شوې وه.

په دې پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا د توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

ویل شوي چې د یادو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به اتکا هم راکمه شي. د راپورونو پر بنسټ، افغانستان دا مهال د خپلې اړتیا اتیا سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران څخه ترلاسه کوي چې کله ناکله د تخنیکي او طبیعي عواملو له امله پرې کېږي. د برېښنا د برخې کارپوهان دا ستونزه هم د پرچاویو د زیاتېدو یو لامل بولي.