د کابل ښار یو ریکشه‌چلوونکی: پوهېږم دا خواړه صحي نه دي، خو ارزانه دي

انځور له ارشیف څخه

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د سړکونو پر غاړو د پلورل کېدونکو خوړو د پاکوالي په اړه اندېښنې لري، خو کم عایده کسان وايي د بې‌وزلۍ له امله اړ دي همدا ارزانه خواړه وخوري. روغتیايي متخصصان خبرداری ورکوي چې په ناپاک چاپېریال کې تیار شوي خواړه د انتاني ناروغیو لامل کېدای شي.

د سړکونو پر غاړو د خوړو دا واړه دسترخوانونه ښايي د هغو کسانو لپاره چې کم عاید لري د ډوډۍ خوړلو ارزانه او اسانه لاره وي خو د خوړو دغه ارزاني له روغتیايي اندېښنو هم خالي نه ده.

د پلازمېنې د شپاړسمې ناحیې اوسېدونکی حاجي زراب شاه وايي، د سړکونو پر غاړو خوراکي توکي د موټرو له لوګیو او دوړو سره مخامخ وي او د پاکوالي نه مراعتول یې د خلکو روغتیا ته زیان رسولای شي. حاجي زراب شاه ازادي راډیو ته وویل: «د سړک په سر دا خوراکونه، چې تاسو یې ګورئ، د ښار ټول ګردونه پرې راځي او پرې کېني. دا بیا ماشومان هم خوري، مزدورکاران یې هم خوري. دا ټول مرض دی.»

خو د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې یا ارزان قیمت اوسېدونکی سرور خان، چې په ریکشه چلولو د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، وايي د اقتصادي ستونزو له امله اړ دی چې د سړک پر غاړه ارزانه خواړه وخوري.

سرور خان ازادي راډیو ته وویل: «زه له سهاره تر ماښامه، دوه یا درې سوه افغانۍ کار کوم. که رسټورانټ ته لاړ شم او د غرمې ډوډۍ په کې وخورم خو ټولې ګټلې پیسې مې هلته ځي، نو کور ته به څه وړم؟ پوهېږم چې دا خواړه به په صحي لحاظ ډېر ښه نه وي خو ارزانه دي. زه د لس یا شل افغانیو ډوډۍ اخلم او د دیرش افغانیو سبزي ښه پرې مړېږم.»

د کابل د یو شمېر اوسېدونکو په وینا، په ځینو رستورانونو کې د یوه خوراک بیه له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې رسېږي، خو د سړکونو پر غاړو د خوړو له کراچیو څخه خلک په ۲۰ تر ۴۰ افغانیو هم خواړه ترلاسه کولای شي.

پیرکي، وریجې، لوبیا، ځیګر، د چرګ کباب، آش، سوپ او بېلابېل سبزیجات هغه خوراکونه دي چې د کابل په واټونو او بازارونو کې پلورل کېږي. د دغو خوړو پېرودونکي تر ډېره هغه کسان دي چې د ورځې په مزدورۍ، ریکشه چلولو، بار وړلو او نورو کوچنیو کارونو خپل ژوند پر مخ وړي.

د کابل په څېر ګڼ مېشتو ښارونو کې د سړکونو پر غاړو د خوړو پلورل نه یوازې د خلکو د اړتیاوو پوره کولو یوه وسیله ده، بلکې د یو شمېر پلورونکو لپاره د عاید سرچینه هم ده.

پوهېږم چې دا خواړه به په صحي لحاظ ډېر ښه نه وي، خو ارزانه دي.
سرور خان، په کابل کې ریکشه‌چلوونکی

خو پوښتنه دا ده چې د دغو خوړو د پاکوالي او روغتیايي خوندیتوب لپاره څومره پام کېږي؟

د سړک پر غاړه د خوړو یو پلورونکی ولي الله وايي، هڅه کوي چې خلکو ته پاک او مناسب خواړه برابر کړي.

هغه ازادي راډیو ته وویل: «موږ ډېره هڅه کوو چې پاک خواړه خلکو ته ورکړو. دلته ارزانه هم دي او ژر هم تیارېږي. له خلکو مو غوښتنه دا ده چې دوی دې هغه ځایونه غوره کړي چې هلته پاک چاپېریال وي او دوی ته ښه خواړه برابر شي.»

روغتیايي متخصصان وايي، د خوړو د پخولو او ساتلو چاپېریال، د څښاک او مینځلو د اوبو پاکوالی، د لوښو نظافت او د خوړو مناسبه تودوخه د خوراکي توکو د خوندیتوب مهم شرطونه دي. دوی وايي، هغه خواړه چې په ناپاکو اوبو مینځل شوي، په ناسمه تودوخه کې ساتل شوي یا د پخولو پر مهال یې د پاکوالي اصول نه وي مراعت شوي، د ناروغیو د لېږد خطر زیاتوي.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر شبیر احمد نوري ازادي راډیو ته وویل: «د سړک د سر خواړه کولای شي چې بېلابېلې ناروغۍ انسانانو ته پیدا کړي، په ځانګړي ډول نس ناسته او نورې عفوني ناروغۍ. که اوبه یې ناپاکې وي نو خطر یې لا لوړ وي. خلک باید هڅه وکړي چې په پاکو ځایونو کې خوراکونه وکړي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د خوړو د خوندیتوب په لارښوونو کې هم د پاکوالي پر ساتلو، د خامو او پخو خوړو پر بېلولو، د خوړو پر بشپړ پخولو، په مناسبه تودوخه کې یې پر ساتلو او د پاکو اوبو پر کارولو ټینګار شوی دی.

خو دا چې په کابل ښار کې د سړکونو پر غاړو د پلورل کېدونکو خوړو پاکوالی څنګه څارل کېږي، په دې اړه د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

نوموړي تر دې وړاندې ویلي و چې د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا ریاست د خوراکي توکو پلورونکو ته د شخصي پاکوالي، د چاپېریال د حفظ الصحې او د خوړو د ککړتیا د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکړی او د دوی فعالیتونه یې د مقرراتو له مخې اصلاح کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې اوس افغانستان له پراخو اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخامخ دی او د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له امله یو شمېر کورنۍ د ورځني ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې ستونزې لري. په داسې وضعیت کې د سړکونو پر غاړو ارزانه خواړه د ډېرو کم عاید لرونکو کسانو لپاره یوه اړتیا ګرځېدلې ده.